زده کړه

پاکستان د طالب علمانو د نسلونو يو ځانګړي ښوونکي ميجر لينګلانډز باندې ماتم کوي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

میجر ډګلس لينګلانډز، چې په دې بې نيټې انځور کې ښودل شوی دی، په برتانوي راج کې په هند پوځ کې تعينات شوی و. په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان د خپلواکۍ وروسته، لينګلانډز په رضاکارانه ډول په پاکستان کې پاتې شو چې د نوي نسل مشرانو ته روزنه ورکړي. [په پاکستان کې د انګلستان هايي کمیشنر تهامس ډریو/ ټویټر]

میجر ډګلس لينګلانډز، چې په دې بې نيټې انځور کې ښودل شوی دی، په برتانوي راج کې په هند پوځ کې تعينات شوی و. په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان د خپلواکۍ وروسته، لينګلانډز په رضاکارانه ډول په پاکستان کې پاتې شو چې د نوي نسل مشرانو ته روزنه ورکړي. [په پاکستان کې د انګلستان هايي کمیشنر تهامس ډریو/ ټویټر]

اسلام آباد -- میجر جافری ډګلس لينګلانډز، چې د برطانيې پخوانی افسر و او د راج سره پاکستان ته راغلی و او دلته کې پاتې شو او يو نامتو ښوونکی ترې جوړ شو، د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲ مه) د پنجاب صوبې په لاهور کې د ۱۰۱ کالو په عمر کې مړ شو.

لينګلانډز په ۱۹۴۷ کې په دويم جنګ عظيم کې د برطانيې په هند پوځ کې خدمت ترسره کړی و. په ۱۹۴۷ کال کې د برطانوي راج نه د پاکستان د خپلواکۍ وروسته، لينګلانډز په رضاکارانه توګه دلته کې پاتې شو چې نوي پاکستاني پوځ ته په ټريننګ ورکولو کې مرسته وکړي.

د هغه لنډ مهاله تعيناتي په پاکستان کې د اوو عشرو نه په زياته موده کې بدله شوه، په دغه موده کې هغه پوځ پريښودو او د هېواد تر ټولو معتبر ښوونکی جوړ شو.

په لاهور کې په ايچي سن کالج کې د استاد په توګه د ۲۵ کالو په موده کې، د هغه په زده کوونکو کې د راتلونکي وخت وزیر اعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي شامل و. د هلکانو د نيم نجي سکول هيډ ماسټر ته د پروموټ کيدو نه مخکې، هغه به انګریزي او ریاضي ښوله.

وزیر اعظم عمران خان د جنورۍ په ۲ مه په يو ټويټ کې وويل، "زه خفه شوم کله چې ما د خپل استاد د مرګ په اړه واوريدل." په دې تصوير کې وزير اعظم عمران خان په ايچي سن کالج کې، چيرته چې ميجر جافری ډګلس لينګلانډز د اوږدې مودې لپاره استاد او هيډماسټر پاتې شوی و، د خپل کلاس د طالب علمانو سره ولاړ دی. [وزير اعظم عمران خان / ټویټر]

وزیر اعظم عمران خان د جنورۍ په ۲ مه په يو ټويټ کې وويل، "زه خفه شوم کله چې ما د خپل استاد د مرګ په اړه واوريدل." په دې تصوير کې وزير اعظم عمران خان په ايچي سن کالج کې، چيرته چې ميجر جافری ډګلس لينګلانډز د اوږدې مودې لپاره استاد او هيډماسټر پاتې شوی و، د خپل کلاس د طالب علمانو سره ولاړ دی. [وزير اعظم عمران خان / ټویټر]

دغه ادارې په خپل ويب سايټ باندې وويل، "ايچي سن کالج د میجر جافري ډګلس لينګلانډز په مرګ باندې ماتم کوي، چې د چهارشنبې په ورځ د لږې ناروغۍ وروسته مونږ يې په خاموشۍ سره پريښودو."

دغه کالج وويل، "هغه په ۱۹۱۷ کال کې د اکتوبر په ۲۱ مه زیږیدلی و، او مونږه ټولو به د 'میجر' په نامه پیژندلو. موږ د یو سرتیري، ښوونکي، مهذبه انسان، کیسه کونکي، غره ته ختونکي او بشردوستانه کس د ژوند ستاينه کوو، چې ژوند یې د خلکو د خدمت او په ځانګړې توګه د خپل قبول کړي هيواد پاکستان لپاره وقف کړی و."

ګڼ شمير خلک پرې ماتم کوي

وزير اعظم خان د خپل کلاس تصوير په ټويټ کې خپور کړو کله چې هغه په ايچي سن کالج کې د دولسو کالو طالب علم وو.

خان قراقرم هايي وې، چې د پاکستان شمالي سيمو ته ځي، ته اشاره وکړه او ټويټ يې وکړو، "زه خفه شوم کله چې ما د خپل ښوونکي د مرګ په اړه واوريدل. د دې نه علاوه چې هغه زمونږ استاد و، هغه په مونږ کې د پيدل سفر او زموږ د شمالي سیمو - د قراقرم هايي وې د جوړیدو نه مخکې - لپاره مینه رامنځته کړه."

په ۲۰۰۹ کال کې، لينګلانډز ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې زما په "خان ډیر احسانات دي."

د عمران خان حکومت او د هغه پارټۍ، پاکستان تحریک انصاف، په تعلیم ډير زور ورکوي.

قريشي په يو ټویټ کې وویل، "د ميجر جافري لينګلانډز په مرګ باندې ډير خفه شوم." "دا زما خوش قسمتي وه چې زه په ايچي سن کالج کې د هغه شاګرد وم او په کلاس کې او همدارنګه په سپورټ کې ما د هغه نه تجربه ترلاسه کړه."

هغه زياته کړه، "الله دې د هغه روح وبخښي. هغه به نه وي، خو مونږ به يې هیڅکله هېر نه کړو."

په پاکستان کې د برطانيې هايي کميشنر تهامس ډريو په يو ټويټ کې وويل، "پاکستان یو ډیر ستر ملګری او د دې د زده کوونکو د نسلونو ښوونکی له لاسه ورکړی دی."

هغه وتښتول شو او خوشی کړی شو

لينګلانډز د پاکستان په شمالي جنوبي سيمه کې د يو سکول جوړلو لپاره د عشرو موده تیره کړه.

د هغه په اوږد مهاله دور کې د هغه د مشن برعکس، طالب وسله وال سکولونه ويجاړوي او سوځوي، جينکو ته تعليم نه ورکوي، او ځوانان د بهرنۍ نړۍ نه لرې ساتي.

د اوږدې مودې ماهر تعليم د پاکستان تر ټولو لوړ انعامونه ترلاسه کړل او د لږ وخت لپاره د پاکستان په قبایلي سیمو کې تښتول شوی وو.

هغه په ۲۰۱۲ کال کې د برطانيې ټیلګراف ورځپاڼي ته د خيبر پښتونخواه په شمالي وزیرستان کې، افغان پولې ته نژدې، په کيډټ کالج کې د پرنسپل په توګه د کار کولو په وخت کې د تښتولو په اړه وويل.

هغه وويل، وسله والو هغه مجبوره کړو چې د ژمي په موسم کې د هغوی کلي ته په غرونو کې د ګهنټو لپاره سفر وکړي.

لينګلانډز ټيلي ګراف ته وویل، "پوځ په کلي باندې حمله نه شوه کولی ځکه چې موږ به وژل شوي وو، نو هغوی د مشرانو یوه ډله جوړه کړه چې د تښتوونکو سره رابطه وکړي." "هغوی وویل، وګورئ، 'تاسو پرنسپل نه شئ تښتولی.' نو هغوی موافقه وکړه او زه يې خوشې کړم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500