امنیت

د طالبانو د وسلو زيرمې د افغان جنګ د پراخولو لپاره د ایران هڅو ته اشاره کوي‌

د سليمان لخوا

امنیتي ځواکونو د دسمبر په ۹مه د افغانستان په غزني ښار کې د يو کور نه د وسلو او مهماتو یوه ذخیره ونیوله. د ځایي چارواکو له مخې، د طالبانو د وسلو په ذخيره کې لږ تر لږه ۹ ایرانۍ وسلې شاملې وې.‌ [سلیمان]

امنیتي ځواکونو د دسمبر په ۹مه د افغانستان په غزني ښار کې د يو کور نه د وسلو او مهماتو یوه ذخیره ونیوله. د ځایي چارواکو له مخې، د طالبانو د وسلو په ذخيره کې لږ تر لږه ۹ ایرانۍ وسلې شاملې وې.‌ [سلیمان]

کابل -- چارواکي او شنونکي وايي چې د طالبانو نه د ایران جوړې شوي وسلې يو ښکاره ثبوت دی چې ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې جګړه پراخه کړي.

امنیتي ځواکونو دغه د وسلو ذخيره د دسمبر په ۹ مه د غزني ښار نه بهر د عملیاتو په ترڅ کې وموندله.‌

د غزني صوبې د پوليسو مشر غلام داود تره خېل سلام ټایمز ته وویل، "امنیتي ځواکونو د استخباراتي راپورونو په بنياد په ګډو عملیاتو کې د ایران جوړې شويو وسلو او مهماتو یوه ذخیره موندلې او ضبط کړې ده چې د طالبانو سره يې تعلق لرلو."

د راډيو فردا له مخې، د غزني ګورنر وحيدالله کليمزۍ وويل، "کله چې دا وسلې د ایران نه افغانستان ته را ورسېدې او په مختلفو صوبو کې د مخالف ځواکونو ترمنځ ووېشل شوې، نو زمونږ د جاسوسۍ او استخباراتو ملګرو مونږ ته خبر راکړو چې ځینې وسلې غزني ته ليږدول شوي دي."

د ناامنۍ ملاتړ

تره خېل وویل،‌ "د ایران لخوا جوړې شوې وسلې افغانستان ته ليږدول کيږي چې جګړه پراخه کړي." هغه زياته کړه چې دا ډول وسلې اکثر هغو ضلعو ته راوړل کېږي کومې چې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې نه دي.‌

هغه وویل، "ایران په دې وروستیو پېښو کې ۱۰۰٪ ښکيل دی چې په غزني کې یې ناامني رامنځته کړه."

هغه وویل،‌ دا حقیقت هغه وخت معلوم شو چې طالبانو د اګست په میاشت کې په غزني برید وکړو.

هغه وویل، "دا ټول فعالیتونه د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران لخوا د لاسوهنې ښکاره نښې دي." هغه زياته کړه، د ترهګرو سره د ایران د ملاتړ په اړه ډېر زیات ثبوتونه موجود دي."

عارف کياني، چې په هرات کې د سیاسي او پوځي چارو یو شنونکی دی، وویل،‌"ایران په دوامداره توګه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهي، چې په دې کې د طالبانو سره مالي او پوځي مرستې، د دغه ډلې وسله والو ته ټريننګ ورکول او په ايران کې د طالبانو غړو ته پناه ورکول شامل دي."

هغه سلام ټايمز ته وويل، "د دې مطلب دا دی چې ایران په مستقیم ډول د افغانستان سره په جګړه کې دی."

هغه وویل، "د ځوان افغانانو استخدام او په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې د جنګ لپاره هغوی لېږل، بېخي ښکاره دي او انکار ترې نه کیږي." هغه زياته کړه، "داسې معتبر راپورونه شتون لري چې په ایران کې ګڼ شمېر طالب کمانډران اکثر د افغانستان لوېدیځو صوبو لکه فراه او نیمروز ته سفرکوي."

کیاني وویل، "دا مهال د ایران ستراتیژي د بغاوت ملاتړ کول او په افغانستان کې د نسلي ډلو ترمنځ اختلافات رامنځته کول دي چې خپل سياسي او پوځي اهداف ترلاسه کړي."

افغان ځوانانو ته ټريننګ ورکول

محمد عارف نوري، چې د غزني صوبې د ګورنر ویاند دی، وویل، "دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکونو په غزني کې د ایران جوړي شوي وسلې موندلې دي. "په حقیقت کې، افغان امنیتي ځواکونو په ډېرو موقعو د جګړې په ميدان کې د طالبانو نه د ایران وسلې ترلاسه کړي دي."

د دې نه علاوه، ایران بې اسرې افغان ځوانان په نښه کوي او طالبانو ته یې ورکوي.

نوري وویل،‌ "ځینې ځوان افغانان، چې ایران ته د کار لپاره تللي دي، ایراني چارواکي په ایران کې هغوی نیسي او يا هغوی ته د بيرته ليږلو ګواښ کوي، په ايران کې ميشت طالب ډلو ته ورکول کیږي چې دغه ځوانان استخدام کړي."

هغه وویل،‌ "دا ځوانان بیا په زاهدان ښار او نورو سیمو کې، چې د افغانستان سره سرحد لري، د ایراني چارواکو لخوا جوړ شوی ټريننګ ترلاسه کوي.‌" هغه زياته کړه، "د ټريننګ نه وروسته، دغه ځوانان بېرته افغانستان ته د جنګ لپاره ليږدول کيږي."

نوري وویل، "مونږ دا معلومات د یو شمېر ځوان افغانانو نه ترلاسه کړل کوم چې د طالبانو نه تښتيدلې ول."

هغه وویل، "غزني یو ستراتیژيکي موقعیت لري." "له دې امله، طالبان يقين لري که چيرې دوی په دې صوبه کې کنټرول ترلاسه کړي، نو کولی شي چې اتو ګاونډي صوبو ته لوجیستیکي لارې ومومي."

ایران د جګړې ساحه پراخوي

آمين الله شارق، چې د پکتیکا صوبې پخوانی ګورنری دی، وویل، ایران له پخوا راهیسې په افغانستان کې د بې ثباتۍ ملاتړ کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "په [۱۳۷۱ - ۱۳۷۵] کې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې، چې کابل يې ویجاړ کړی و او په زرګونو خلک يې وژلې ول، ایران جګړه مارو ډلو ته وسلې او نور پوځي سهولتونه برابر کړل."

هغه وویل، اوس په افغانستان کې د طالبانو لپاره د ایران ملاتړ مخ پر زياتيدو دی.‌

شارق وویل، "پخوا، ایران د فراه، نیمروز، هرات، بادغیس او غور په شمول لوېدیځو صوبو او د هلمند،‌ اروزګان او کندهار په جنوبي صوبو کې طالبانو ته وسلې او پوځي مرستې چمتو کړې وې."

هغه وویل، "په مرکزي او شمالي صوبو کې د ایران له خوا طالبانو ته د وسلو ورکولو مطلب په ټول افغانستان کې جګړه پراخول دي، چې دا ډېره د اندېښنې خبره ده." "افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د هغو هېوادونو مخه ونیسي چې د طالبانو ملاتړ کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جعلي خبرونه

ځواب

پکار ده چې تاسو کله نا کله داسې خبرونه خپاره کړئ چې ریښتینې حقایق لري. اوس دا کيسې ليکل پریږدئ.

ځواب

زه فکر نه کوم چې ایران په افغانستان کې د ترهګرو د سازمانونو ملاتړ کوي. نه.

ځواب