جرم او انصاف

اسلامي نظرياتي کونسل د غیرقانوني فتوو لپاره د سختې سزا غوښتنه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د اسلامي نظرياتي کونسل (سي آی آی) چارواکي په اسلام آباد کې د نومبر ۲۸ مه په يو کانفرنس کې ګډون کوي چې د هغه عالمانو لپاره د سختې سزا په اړه خبرې اترې وکړي چې د ځان وژونکي چاودنو په اړه فتوې ورکوي او نور خلک کافر ګرځوي.

د اسلامي نظرياتي کونسل (سي آی آی) چارواکي په اسلام آباد کې د نومبر ۲۸ مه په يو کانفرنس کې ګډون کوي چې د هغه عالمانو لپاره د سختې سزا په اړه خبرې اترې وکړي چې د ځان وژونکي چاودنو په اړه فتوې ورکوي او نور خلک کافر ګرځوي.

اسلام آباد -- د اسلامي نظرياتي کونسل (سي آی آی)، د پاکستان آييني اداره، چې حکومات او قومي اسمبلۍ ته د اسلامي مسلو په اړه قانوني سلا مشوره ورکوي، د هغه غیرقانوني مذهبي عالمانو لپاره د سختې سزا سپارښتنه کړې چې د ځان وژونکو بریدونو په حق کې فتوې ورکوي او يا نور خلک غیر مسلمه ګرځوي.

ډاکټر قبله آياز، چې د سي آی آی چيرمين دی، پاکستان فارورډ ته وویل،د پيغام پاکستان سند ۱۰ میاشتې وړاندې د ۱،۸۲۹ دیني عالمانو، چې د څلورو لویو مکتبه فکر استازیتوب يې کولو، په مرسته جوړ شوې و چې ځان وژونکي بريدونه، فرقه واريت، لاقانونيت رامنځته کول او د حکومت د اجازت نه بغير جهاد کول یې غير اسلامي وګرځول.

د نومبر په ۲۸ مه، آياز په اسلام آباد کې د يوې غونډې مشري وکړه چې د اسلام په نوم د تروریستي بریدونو په اړه خبرې اترې وکړې.

هغه وضاحت وکړو، پيغام پاکستان فتوا د وفاق المدارس د ۵،۰۰۰ ديني مدرسو لخوا منظوره شوې وه. وفاق المدارس په نړۍ کې د اسلامي مدرسو يو فيډريشن دی.

د اسلامي چارو او د بین المذاهب هم آهنګۍ د وزارت وزير، نورالحق قادري (ګس اړخ ته) او د اسلامي نظرياتي کونسل (سي آی آی) مشر ډاکتر قبله آیاز (ګس اړخ ته دويم) په اسلام آباد کې د نومبر په ۲۸ مه په يو کانفرنس کې خطاب کوي.

د اسلامي چارو او د بین المذاهب هم آهنګۍ د وزارت وزير، نورالحق قادري (ګس اړخ ته) او د اسلامي نظرياتي کونسل (سي آی آی) مشر ډاکتر قبله آیاز (ګس اړخ ته دويم) په اسلام آباد کې د نومبر په ۲۸ مه په يو کانفرنس کې خطاب کوي.

هغه وویل، پکار ده چې د هغه غير مجاز کسانو په وړاندې ګامونه پورته کړی شي چې فکر کوي چې جنایتکاران دې ووژل شي او د ځان وژونکو بریدونو ملاتړ کوي، ځکه چې دوی د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

قوانین پلي کول

آياز وویل، ترڅو چې حکومت نوی قانون نه وي جوړ کړې، د سي آی آی سپارښتنې د موجوده قوانینو په کلکه د پلي کولو غوښتنه کوي.

هغه یادونه کړه، "موږ د موجوده قوانينو سره سم د سختې سزا سپارښتنه کړې او نوي قوانين جوړوو چې د هغه عالمانو لپاره سزا زياته کړو چې افراطيت ته وده ورکول غواړي."

سي آی آی غواړي چې حکومت د پاکستان د سزا قانون ۲۹۸ مه برخه په عملي توګه پلي کړي، چې په دې کې د هغه کسانو لپاره ۲،۵۰۰ آمريکايي ډالرو (۳۴۷،۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ) جرمانه شامله ده چې نا سمې فتوې ورکوي.

هغه وضاحت وکړو، "د سي آی آی د سپارښتنو پلي کولو مسولیت د حکومت دی، او موږ د هغو عالمانو لپاره سخته سزا غواړو چې د خپل واک نه ناوړه ګټه پورته کوي، فتوې ورکوي چې مسلمانان کافر وګرځوي او اعلان کوي چې هغوی د شريعت مطابق ووژل شي. هغه زياته کړه، "دا ډول ټول امرونه د کونسل لخوا رد شوي دي."

هغه وويل، "موږ په روښانه توګه وزيرانو ته ويلي چې دا کونسل د قانون په وړاندې دغه ټولې پرېکړې ردوي."

نورالحق قادري، چې د مذهبي چارو او د بين المذاهب هم آهنګۍ وزیر دی او په دغه غونډه کې يې برخه اخیستې وه، پاکستان فارورډ ته وویل، حکومت به د سي آی آی سپارښتنې پلي کړي څو هغه کسان ونيسي کوم چې د ترهګرۍ لپاره مذهب کاروي.

هغه وويل، "زمونږ دين اسلام د سولې او ورورولۍ ملاتړ کوي."

په عين حال کې، د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان وویل چې هغه وزير اعظم عمران خان ته ویلي چې د هغه د حکومت لخوا پاکستان يو اسلامي فلاحي رياست جوړولو لپاره د سي آی آی په لارښوونو عمل وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په کلکه دا قانون پلي کول غواړو څو هغو کسانو ته سزا ورکړي چې په ترهګرۍ کې ښکیل دي او پلان لري چې د فتوو په جامه کې خلک ووژني." هغه زياته کړه چې په اسلام کې مذهبي افراطیت هیڅ ځای نه لري.

خان وويل، "موږ غواړو چې ټولنې ته واضح پيغام ورکړو چې حکومت په ټولو ډولونو او شکلونو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې کولو ژمنه لري." "هیچا ته به اجازه ورنه کړی شي چې د مذهب نه ناوړه ګټه پورته کړي."

د ترهګرۍ پر وړاندې یو مهم ګام

شنونکي وايي، د سي آی آی سپارښتنې به د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ګټورې ثابت شي.

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د امنيت سينير شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، وسله والو تل په تیرو وختونو کې د خپلو ګټو لپاره د اسلام نوم کارولی دی.

"طالبانو وسله والو په لومړي سر کې درناوی لرلو، ځکه چې دوی ادعا کوله چې دوی د اسلام د ساتنې لپاره د پوځ سره جګړه کوي، خو وروسته دوی ځان ښکاره کړو او په سکولونو باندې يې برید وکړو، د واکسين ورکولو مخه يې ونيوله او په مارکیټونو کې يې تروريستي اعمال ترسره کړل او بې ګناه خلک يې ووژل." "د سي آی آی رول مهم دی چې خلکو ته د ترهګرو اصلي مخ وښيي."

هغه زياته کړه چې حکومت بايد په پراخه توګه دا خبره خپره کړي چې ترهګري د شريعت د قانون سرغړونه کوي.

خادم حسين، چې په پېښور کې د امنیت شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پوځ طالبان له منځه وړي دي، خو موږ باید هغوی يوازې کړو او خلکو ته ووایو چې په اسلام کې د تاوتریخوالي لپاره هیځ ځای نشته."

هغه وویل، "ډیرو ترهګریزو ډلو د دې ادعاګانو سره مذهب بدنام کړو چې دوی جهاد کولو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 15

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

فتوه، چې د کومو ډلو خلاف ورکړل شي، هغوی دې راوغوښتل شي او د قرآن او سنت په رڼا کې دې د دې وضاحت وکړی شي او د هغوی کسانو پر وړاندې دې عمل وکړی شي چې غلطې فتوې ورکوي. مفتي دې د فتوې ورکولو لپاره د کميټۍ منظوري ورکړي او دا کميټي دې په ښه عالمانو باندې مشتمله وي او هغه کسان به د فتوې ورکولو اجازه لري کومو ته چې دغه کميټۍ اجازه ورکړي وي.

ځواب

آيا حکموت ټولې فيصلې د دې تش په نامه کونسل په سلاه مشوره کوي، ستاسو مشوره د حکومت لپاره د ضايع شوي موادو نه زياته نه ده. که حکومت د اسلام خلاف کار وکړي نو د هغې خلاف څه نه کيږي. دا خو غلطه ده، پکار ده چې د هغوی خلاف هم ګامونه پورته کړی شي.

ځواب

دا یو ښه نوښت دی، خو د کفر او د واجب القتل فتوو سره هغه کسانو ته دې هم سزا ورکړل شي کوم چې د شرک او بدعت فتوې ورکوي.

ځواب

د ديوبند يو څو عالمانو، چې د هغوی مشرانو د تقويت الايمان په نامه يو کتاب خپور کړې و، تر اوڅه پورې د دې وضاحت عالمانو ته وړاندې نه کړو او اوس د خپل عزت بچ کولو لپاره د علماء حق پر وړاندې د ملعون حکومت سره يو ځای کيږي او د خپل ځان لپاره د قانون جوړولو پلان جوړوي. کله چې د ختم نبوت په قانون کې بدلون وشو، نو دوی کوم ځای ول. کله چې د ګستاخانه خاکو د جوړولو پروګرام اعلان وشو، نو دوی کوم ځای ول. لعنت دې وي په دې دين خرڅوونکو باندې.

ځواب

دا نفي ده.

ځواب

هغه څوک چې صحابه کرامو ته کافران وايي، د خلفاء راشدین د خلافت نه انکار کوي، حضرت ابوبکرؓ، حضرت عمر ؓؓ او حضرت عثمانؓ ته کنځلې کوي، په قرآن کې د بدلون حمايت کوي. حضرت علیؓ ته په پيغمبرانو او رسولانو ترجيح ورکوي. نو دا شيعه اثناءعشري دي. يو پاګل کس به وي چې د داسې مسلمانانو په صف کې د ودريدلو کوشش کوي.

ځواب

دغه مرتد ته مسلمان ويل به ظلم وي، چې د معاويه په شان کتاب وحي يزيد پليد ته جايز خليفه او د ابو سفيان په شان د اسلام دښمنانو ته صحابي وايي او د رسول په لور باندې ظلم کوونکو ته دعا کوي چې الله دې د هغوی نه راضي شي.

ځواب

هغه فرقه، چې حضرت علي رضی الله عنه يې خپل امام وګڼلو او د هغه پسې يې مونځ وکړو، که چيرې دوی د حضرت علي رضی الله عنه ريښتيني پيروکار وي، نو دوی له پکار ده چې هغه کسان ومني کوم چې حضرت علي رضه الله عنه منلي و، او ټوله شخړه به ختم شي.

ځواب

آیا د هغو کسانو لپاره څه قانون شتون لري چې د شرابو اجازه ورکوي؟ که نه، نو ولې د دښمنانو لپاره دا شتون لري؟ او ولې د کرپټ خلکو لپاره دا شتون لري؟

ځواب

اسلام علکيم! دا سمه خبره ده چې د هغه کسانو په وړاندې دې ګامونه پورته کړې شي چې د مذهب په نوم باندې فرقه واريت خپروي او د مذهب غلط استعمال کوي، څو اسلام هغه شکل اختيار کړي چې د حضور صلی الله عليه وسلم په دور کې و. بله خبره دا ده که چېرې څوک د قرآن وحديث اجماع او قياس مطابق په څه باندې استدلال کوي او دغه استدلال مع الفارغ نه وي بلکې درست وي نو زه فکر کوم چې دا په خپل ځای سم دی که چېرې دغه فتوې ستاسو خلاف وي.. نو د هغه کس په وړاندې دې عمل ونه کړی شي ځکه چې د هغه استدلال درست دی. د استدلال مع الفارغ په صورت کې به تاسو کاروايي کوئ.. که هغه ستا په حق کې وي.

ځواب

په حقیقت کې اسلام ترهګري او افراطیت نه مني، خو ښاغلی آياز او د هغه پلويان به د افراطیت تعریف وکړي او یا دوی یوازې غواړي چې عام خلک بې لارې کړي او د اسلامي نظام نافذکوونکو ته انتهاپسند ووايي او رياستي جبر وکړي؟

ځواب

د پاکستان حکومت حرامي دی. دوی د اسلام ساتونکو نیولو په واسطه داسې قوانین جوړوي. اې د حراميانو، حکومته ياد وساتئ ستاسو انجام به ډیر خراب وي، ژر به تاسو تباه شئ انشاءاللّہ

ځواب

اسلام د دې بيهوده ژبې اجازه نه ورکوي. جناب، د اسلامي تعلیماتو د ښولو نه مخکې خپله ژبه او چلند سم کړئ چې خلک يې لږ تر لږه ولولي او یا ورته غوږ ونیسي.

ځواب

ډير ښه. الله دې دا کامياب کړي.

ځواب

که چيرې ټول مذهبي پروګرامونه په عبادت خانو کې دننه ترسره شي، نو د سولې لپاره به لاره هواره شي.

ځواب