دین

په پېښور کې د ځوانانو نیټ ورک مذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

اشتیاق احمد، چې د خويندو کور سره د روزونکي په توګه کار کوي، په پیښور کې د نومبر په ۱۸ مه د خبرو اترو په ورکشاپ کې د مذهبي هم آهنګۍ او سولې په اړه د ضلعې په کچه د ټولنيزې هم آهنګۍ د نيټ ورک غړو ته درس ورکوي. [دانش یوسفزۍ]

اشتیاق احمد، چې د خويندو کور سره د روزونکي په توګه کار کوي، په پیښور کې د نومبر په ۱۸ مه د خبرو اترو په ورکشاپ کې د مذهبي هم آهنګۍ او سولې په اړه د ضلعې په کچه د ټولنيزې هم آهنګۍ د نيټ ورک غړو ته درس ورکوي. [دانش یوسفزۍ]

پیښور -- په داسې حال کې چې پاکستان له اوږدې مودې راهيسې د مذهبي شخړو له کبله ځپل شوی دی، د خويندو کور، چې يوه غير انتفاعي او فلاحي سازمان دی او د پښتنو د ټولنې د ښه والي لپاره کار کوي، په پيښور کې ورکشاپونه منعقد کوي چې مذهبي هم آهنګۍ او زغم ته وده ورکړي.

کې کې یا "د خويندو کور" ورکشاپونه او سيمينارونه منعقد کوي چې د مختلفو مذهبونو ځوان غړي، چې په دې کې مسلمانان، هندوان، عيسايان او سيکهان شامل دي، یوځای کړي او د ورورولۍ او ملګرتيا چاپيريال رامنځته کړي.

د مسیحې ټولنې یو اوسيدونکی، شمون مسيح، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ پوهه شو چې شخړه څه ده او څنګه يې حل کړو. ماهرانو موږ ته ښودلي چې موږ کولی شو چېد ښه چلند او خبرو اترو له لارې د مذهبي شخړو نه ډډه وکړو."

هغه وويل، "موږ له مسلمانانو سره قوي اړيکې جوړې کړې، موږ له يو بل سره خوشحالي او ښه لمحې شريکوو." "دا د ورورلي او مذهبي هم آهنګي ده. دا هغه څه دي چې موږ دلته زده کړل."

هغه زياته کړه، بايبل هر يو کس ته لارښونه کوي چې د ګاونډيانو ښه خيال وساتئ او مينه خپره کړئ.

سولې ته وده ورکول

د دې نوښتونو نه علاوه، د خويندو کور د مختلفو مذهبونو ځوانانو يو نيټ ورک جوړ کړی چې د اقليتونو ساتنه وکړي او په ټولنه کې مذهبي هم آهنګۍ او سولې ته وده ورکړي.

سبحان علي، چې د خويندو کور پروجيکټ کوآرډينيټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د خیبر پښتونخواه (کی پي) حکومت، د دیني عالمانو او د اقلیت د غړو په مرسته، موږ په ضلع کې د ټولنیزې هم آهنګۍ نيټ ورک (ډي ايس ايچ اين) جوړ کړو چې اقلیتونه پياوړي کړي او ټولنیزې سولې ته وده ورکړي."

هغه وضاحت وکړو، "د دې نيټ ورک موخه دا ده چې ځوانانو ته په بیلابیلو ټولنو کې تربيت او تعليم ورکړو چې د یو ښه او سوله ایز راتلونکي لپاره کار وکړي."

اوس، ډي ايس ايچ اين د خيبر پښتونخواه په مرکزې ښار، پيښور، کې فعاليت کوي او پلان لري چې دا د پاکستان نورو برخو ته وغځوي.

علي وويل، "د خويندو کور د مختلفو مذهبونو ځوانانو ته تعليم ورکوي او د هغوی سره مرسته کوي چې يوه سوله ايزه او صحت منده ټولنه جوړه کړي.

هغه یادونه کړه، چې د هندوانو، عیسایانو او سکهانو د ټولنو ځوانان په دې نيټ ورک کې فعال ګډونوال دي.

علي وويل، ډي ايس ايچ اين مسلې او شخړې په ګوته کوي او متعلقه چارواکو ته يې استوي. هغه زياته کړه چې دا نيټ ورک چارواکو ته د ګړندي ګامونو پورته کولو لپاره د مسلو امکاني حل هم وړاندې کوي.

هغه زياته کړه، سوله، ټولنيز يووالی او مذهبي زغم د خويندو کور د روزنيز ورکشاپونو اصلي موضوعات دي.

خوشحالي خپرول

منميت کور، چې په پېښور کې سيکھه ده او د ډي ايس ايچ اين غړي ده، پاکستان فارورډ ته وویل، چې هغه په ټولنه کې د سولې او هم آهنګۍ ته په وده ورکولو کې د ښځو د رول قدر کوي.

هغې وويل، "يوه تعليم يافته مور يو مهذبه نسل جوړوي." "که موږ غواړو چې مونږ په خپله ټولنه کې مینه، سوله او ټولنيزه هم آهنګي خپره کړو، نو موږ باید خپلو ښځو ته روزنه ورکړو ځکه چې دوی زموږ د ماشومانو لپاره لومړی سکول دی."

هغې د خويندو کور د ټريننګ د ورکشاپونو ستاينه وکړه. هغې زياته کړه چې دوی د هغوی د مذهبي عقايدو سره سم کار کوي او دوی ته د هغو خلکو سره د ورورولۍ او ښه اړيکو په اړه تعليم ورکوي کوم چې د نورو عقيدو سره تعلق لري.

مثبت ووسئ او کوشش کوئ چې د نورو خلکو سره خپله خوشحالي شریکه کړئ. "زه فکر کوم چې دا تر ټولو غوره لاره ده چې خوشحالي خپره کړو او د شخړو نه ډډه وکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غوره

ځواب