کډوالان

افغان کډوال د پیښور په نوي کرکټ لیګ کې يوه جذبه مومي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په خیبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو کميشنر محمد عباس خان په پېښور کې د دسمبر په ۵ مه افغان لوبغاړو ته هرکلی وايي. [شهباز بټ]

په خیبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو کميشنر محمد عباس خان په پېښور کې د دسمبر په ۵ مه افغان لوبغاړو ته هرکلی وايي. [شهباز بټ]

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ استازي کرن کوور په پيښور کې د دسمبر په ۵ مه بال ته سوينګ ورکوي. [شهباز بټ]

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ استازي کرن کوور په پيښور کې د دسمبر په ۵ مه بال ته سوينګ ورکوي. [شهباز بټ]

په خیبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو کميشنر محمد عباس خان په پېښور کې د دسمبر په ۵ مه د کرکټ ميچ له پیل مخکې د ټاس په اچولو کې برخه اخلي. [شهباز بټ]

په خیبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو کميشنر محمد عباس خان په پېښور کې د دسمبر په ۵ مه د کرکټ ميچ له پیل مخکې د ټاس په اچولو کې برخه اخلي. [شهباز بټ]

افغان کډوال لوبغاړي په پیښور کې د دسمبر په ۵ مه د کرکټ لوبه کوي. [شهباز بټ]

افغان کډوال لوبغاړي په پیښور کې د دسمبر په ۵ مه د کرکټ لوبه کوي. [شهباز بټ]

يو بيټسمين په پيښور کې د دسمبر په ۵ مه بال ودروي. [شهباز بټ]

يو بيټسمين په پيښور کې د دسمبر په ۵ مه بال ودروي. [شهباز بټ]

يو لوبغاړی په پيښور کې د دسمبر په ۵ مه د افغان کډوالو په ټورنمنټ کې بال غورځوي. [شهباز بټ]

يو لوبغاړی په پيښور کې د دسمبر په ۵ مه د افغان کډوالو په ټورنمنټ کې بال غورځوي. [شهباز بټ]

ليدونکي په پېښور کې د سمبر په ۵ مه د کرکټ ميچ ګوري. [شهباز بټ]

ليدونکي په پېښور کې د سمبر په ۵ مه د کرکټ ميچ ګوري. [شهباز بټ]

پیښور -- په خیبر پښتونخواه کې د افغان اوسيدونکي مهاجرینو لپاره په لومړي ځل د کرکټ ليګ په پیښور کې د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۵ مه) په ارباب نياز کرکټ سټيډيم کې پیل شو.

احسان الله خان، چې په خیبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو چارو په کميشنرۍ کې د تعليم او پراختيا ډايريکټر دی، وويل، ټي ټونټي ليګ د هغه هڅو يوه برخه ده چې موخه يې افغان کډوال بوخت کول او هغوی د غيرقانوني فعاليتونو نه لرې کول دي.

خان، چې د دې ټورنمنټ انتظام يې کړی و، وويل، "د دې لوبو د ترسره کولو تر شا زموږ موخه سوله ده."

د افغان کډوالو لپاره کميشنري یوه دولتي اداره ده چې په خیبرپښتونخواه کې د ۴۳ کډوالو د کيمپونو انتظام کوي او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (يو اين ايچ سي آر) نه فنډونه ترلاسه کوي.

په خیبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو کميشنر محمد عباس خان په پېښور کې د دسمبر په ۵ مه د افغان مهاجرینو لپاره د کرکټ د نوي ټورنمنټ پرانيسته کوي. [شهباز بټ]

په خیبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو کميشنر محمد عباس خان په پېښور کې د دسمبر په ۵ مه د افغان مهاجرینو لپاره د کرکټ د نوي ټورنمنټ پرانيسته کوي. [شهباز بټ]

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د نوي کرکټ لیګ لپاره مالي مرسته برابروي.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، "زياتره کډوال، چې په کیمپونو کې ژوند کوي د بېوزلو کورنیو سره تعلق لري، له دې امله دوی د افراطيانو په لاس ورتلی او د هغوی سره یوځای کیدی شي."

لس ټیمونه په دې لیګ کې برخه اخلي. د خان له مخې، دوه غوره ټیمونه به د دسمبر په ۱۰ مه په فاينل کې مقابله وکړي. لوبغاړو یونیفورمونه او د کرکټ کټونه ترلاسه کړي دي.

هغه د دې ليګ د راتلونکي پلانونو په اړه د خبرو اترو په وخت وويل، "په دې کيمپونو کې ۳۵ رجسټر شوي ټيمونه دي، او موږ پلان لرو چې د ضلعې په کچه مقابله وکړو چې ځوانان ګټور خلک جوړ کړو."

په مثبت فعالیتونو کې ځوانان بوخت کول

په خیبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو کميشنر محمد عباس خان د دې پيښې د پرانيستې په وخت وويل، دا لیګ به نړۍ ته وښیي چې افغانان سوله ايز دي او د ترهګرۍ مخالفت کوي.

هغه وويل، "موږ پرېکړه کړې چې کلنيز ټورنمنټ ترسره کړو." "موږ به په کيمپونو کې مقابلې وکړو او ګټونکو ته به په راتلونکي لیګ کې د مقابلې لپاره موقعې ورکړل شي."

هغه وويل، په مردان، پېښور، هريپور، کوهاټ، هنګو، چارسده او نوښار کې د کډوالو د کيمپونو نه لوبغاړي به په دې کې ګډون وکړي.

عباس وويل، "سپورټ تر ټولو غوره لاره ده چې خلک د تاوتريخوالي او د ټولنې ضد فعاليتونو نه منع کړي."

افغان لوبغاړو وویل، دا ټورنمنټ یوه سپيځلي پيښه ده.

شفيق الله شاه، ۲۲ کلن، چې د مردان د کډوالو د ټیم لپاره افتتاحي لوبغاړی دی، وویل، دا ټیم مننه کوي چې د افغان کډوالو کميشنرۍ او يو اين ايچ سي آر دې ته موقع ورکړې چې خپلو مهارتونو ته وده ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "ډیر هغو لوبغاړو، چې په نړیواله کچه لوبې کوي، دلته دا لوبه زده کړې ده." "موږ هم موخه لرو چې غوره لوبغاړي جوړ شو."

هغه وويل، "کرکټ د افغان کډوالانو تر منځ زيات شهرت لري، او بايد افغان هلکان په مثبت فعاليتونو کې د بوخت کولو لپاره وکارول شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږ ټيم هم غواړي چې په دې کې ګډون وکړي.

ځواب

زمونږ ټیم سره یې مکمل زیاتی کړی دی مونږ سره درغلې شوې ده زمونږ د هنګو سیمې ټیم یې خودلی دی خو اچولی یې نه دی مونږ د خپلو مشرانو نه خفه یو

ځواب