مظاهرې

د تحريک لبيک پاکستان په وړاندې د مبارزې له کبله ګڼ شمير غړو دغه غورځنګ پريښودو

د عبدل ناصر خان لخوا

د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي)، چې يوه سخت دريځه مذهبي پارټي ده، ملاتړو د نومبر په ۲ مه په کراچۍ کې وروسته له هغې راټول شول او سړک يې بلاک کړو کله چې سپريم کورټ د يوې عیسايڼې میرمن آسیه بي بي، چې په توهين رسالت کې تورن وه، د خوشې کيدو پريکړه وکړه. [آصف حسن / ای ايف پي]

د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي)، چې يوه سخت دريځه مذهبي پارټي ده، ملاتړو د نومبر په ۲ مه په کراچۍ کې وروسته له هغې راټول شول او سړک يې بلاک کړو کله چې سپريم کورټ د يوې عیسايڼې میرمن آسیه بي بي، چې په توهين رسالت کې تورن وه، د خوشې کيدو پريکړه وکړه. [آصف حسن / ای ايف پي]

لاهور -- پاکستاني چارواکو په دې هفته کې د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) په غړو باندې د ‌بغاوت او ترهګرۍ تورونه ولګول. تحريک لبيک پاکستان يوه سخت دریځه مذهبي سياسي پارټي ده چې د توهين رسالت د مسلو په اړه د تاوتريخوالي له کلبه مشهوره ده.

فواد چوهدري، چې د اطلاعاتو او نشرياتو وزير دی، د يکشنبې په ورځ (د دسمبر په لومړۍ نيټه) په اسلام آباد کې وويل، چارواکو په تخريبي فعاليتونو کې د ښکيلتيا او د تاوتريخوالي لپاره د خلکو د راپارولو له کبله د خادم حسین رضوي او د تحريک لبيک پاکستان نورو مشرانو په وړاندې رپوټونه درج کړي دي.

رضوي او د هغه پارټۍ وروسته له هغې احتجاجونه وکړل کله چې سپريم کورټ د اکتوبر په میاشت کې د آسیه بي بي، چې یوه عیسايڼه ميرمن ده، سزا ختمه کړه او هغه يې د توهين رسالت د تور نه بري کړه.

په لاهور کې د اکتوبر په ۳۱ مه په يو نيوز کانفرنس کې، رضوي او د ټي ايل پي يو بل مشر افضل قادري د سپريم کورټ د دريو ججانو، چې آسيه بي بي يې خوشې کړې وه، د وژلو غوښتنه وکړه او د پوځ د افسرانو څخه یې وغوښتل چې د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه له خپلې څوکۍ څخه لرې کړي.

خادم حسین رضوي، چې د سخت دريځي مذهبي پارټۍ، تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) مشر دی، د نومبر په لومړۍ نیټه خلکو ته لاسونه هسکوي، په داسې حال کې چې هغه وروسته له هغې د يوې دهرنې مشري وکړه کله چې سپريم کورټ يوه عیسايڼه ښځه آسیه بي بي خوشې کړه. رضوي د نومبر په ۲۴ مه ونیول شو او په هغه باندې د بغاوت او ترهګرۍ تور ولګول شو. [عارف علی/ ای ايف پي]

خادم حسین رضوي، چې د سخت دريځي مذهبي پارټۍ، تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) مشر دی، د نومبر په لومړۍ نیټه خلکو ته لاسونه هسکوي، په داسې حال کې چې هغه وروسته له هغې د يوې دهرنې مشري وکړه کله چې سپريم کورټ يوه عیسايڼه ښځه آسیه بي بي خوشې کړه. رضوي د نومبر په ۲۴ مه ونیول شو او په هغه باندې د بغاوت او ترهګرۍ تور ولګول شو. [عارف علی/ ای ايف پي]

آسیه بي بي په ۲۰۱۰ کال کې د توهين رسالت په تور د قيد نه مخکې د خپلو دوو ماشومانو سره په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوې ده. سپريم کورټ د اکتوبر په ۳۱ مه د ناکافي شواهدو له کبله د هغې د مرګ سزا ختمه کړه. [فايل]

آسیه بي بي په ۲۰۱۰ کال کې د توهين رسالت په تور د قيد نه مخکې د خپلو دوو ماشومانو سره په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوې ده. سپريم کورټ د اکتوبر په ۳۱ مه د ناکافي شواهدو له کبله د هغې د مرګ سزا ختمه کړه. [فايل]

د پاکستان چارواکو د اکتوبر په ۳۱ مه په لاهور کې په يوې دهرنا کې د تحريک لبيک پاکستان غړي نيولي دي. [عبدل ناصر خان]

د پاکستان چارواکو د اکتوبر په ۳۱ مه په لاهور کې په يوې دهرنا کې د تحريک لبيک پاکستان غړي نيولي دي. [عبدل ناصر خان]

احتجاج کوونکي د احتجاجونو په ترڅ کې لوی سړکونه بند کړل، ګاډو او بسونو ته يې اور ولګولو او د هیواد زياتې برخې يې پر ځای ودرولې او د بي بي د اعدام غوښتنه يې وکړه.

د ټي ايل پي په وړاندې عمليات

رضوي د نومبر په ۲۴ مه وروسته له هغې ونيول شو کله چې پوليسو په پنجاب صوبه او په کراچۍ ښار کې د هغه سلګونو ملګرو په وړاندې مبارزه وکړه.

پولیسو وروسته د نومبر په تیره هفته کې په ټول هیواد کې د عملياتو په ترڅ کې د ټي ايل پي د ۳،۰۰۰ نه زيات غړي او د هغوی مشران ونیول.

چوهدري وويل، "قانون پلي کونکو ادارو په پنجاب کې د مختلفو ضلعو نه د ټي ايل پي ۲،۸۹۹ کارکنان، د سيند نه ۱۳۹ او په مرکزي ښار اسلام آباد کې ۱۲۶ کارکنان ونيول."

رضوي د بغاوت او ترهګرۍ په تور تورن شو، په داسې حال کې چې قادري په ګجرات کې د تاوتریخوالي په تور تورن شو. عنايت الحق شاه او حافظ فاروق الحسن په راولپنډۍ کې د ورته تورونو سره مخامخ دي.

هغه وویل، "د ټي ايل پي مشرانو د نومبر په لومړۍ هفته کې په ټول هيواد کې د احتجاجونو په ترڅ کې د قانون او آيين سرغړونه وکړه." "دوی د دولتي ملکیتونو په ویجاړولو کې ښکیل وو -- چې د ۵۰ میلیونه روپو [۳۶۰،۰۰۰ آمريکايي ډالره] زيان يې رامنځته کړو."

قذافي بټ، چې يو سينير ژورناليسټ دی او په لاهور کې د مذهبي سياسي پارټو په اړه راپور ورکوي، پاکستان فارورډ ته وويل، ټي ايل پي هغه وخت مشهوره شوه کله چې دې په فبروري ۲۰۱۶ کال کې د ممتاز قادري د وژلو په وړاندې احتجاجونه وکړل. ممتاز قادري د سلمان تاثیر قاتل دی. سلمان تاثير د پنجاب ګورنر و او د بي بي سره يې مرسته کوله.

دې ډلې تیر کال د نومبر په میاشت کې د راولپنډۍ په فيض آباد کې په آيين کې د ترميماتو په وړاندې احتجاجونه ترسره کړل. دغه ترميماتو په حلف کې هغه ځینې الفاظ بدل کړې ول چې اميدواران په کې دا حلف اخلي چې پیغمبر محمد (ص) آخرنی رسول دی. حکومت دغه ترميمات منسوخ کړل او د قانون او انصاف وزیر زاهد حامد له فشار څخه استعفی ورکړه.

د ټي ايل پي اړيکي ختمول

بټ وویل، د ټي ايل پي په وړاندې عملياتو د دې غړي مجبوره کړې چې ځان پټ وساتي، په داسې حال کې چې ځينو کسانو دا ډله پریښودې ده.

هغه وويل، "ټي ايل پي د نورو پارټو په څير يوه منظمه پارټي نه ده، دا یوازې د خلکو د مذهبي احساساتو سره لوبې کوي، او تر اوسه پورې دا د دغه خلکو په راجلب کولو کې، په ځانګړي توګه د توهين رسالت په مسله کې، بریالي شوي ده."

عاصم نصير، چې په لاهور کې يو سينير ژورناليسټ او شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "ټي ايل پي په خلکو کې زياته مشهوره نه ده -- له همدې کبله کله چې د دې په وړاندې عمليات پيل شول، نو د دې ملګرو نورې ډلې غوره کړې."

نصير وويل، د ټي ايل پي ګڼ شمېر کارکوونکو په ورځپاڼو کې د اشتهارونو له لارې اعلان کړې چې دوی د ټي ټي پي سره اړيکې پرې کوي.

تنوير، چې په لاهور کې يو اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زما دوه وروڼه د ټي ايل پي سره تړاو لرلو، خو اوس دوی دا ډله پریښې ده." "موږ پولیسو ته ډاډ ورکړی چې موږ د ټي ايل پي سره هیڅ تړاو نه لرو."

تنویر وویل، د هغه وروڼو له پکار ده چې "په مختلفو ورځپاڼو کې اشتهارات خپاره کړي او د ټي ايل پي سره د تړاو نه لرلو اعلان وکړي."

ډاکټر اشرف جلالي، چې د ټي ايل پي باني دی، په هغو کسانو کې دی چې د دې ډلې او رضوي نه جدا شوي دي. هغه خپله يوه ډله جوړه کړې ده.

جليل بيګ، چې د جلالي وياند دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ په سوله ايز او جمهوري احتجاج باور لرو، او دا زمونږ د رضوي، چې تل د تاوتريخوالي غوښتنه کوي، سره اصلي اختلاف دی."

بيګ زياته کړه، "موږ د پوځ او ججانو په وړاندې د خادم رضوي او افضل قادري بيانونه رد کړي او مونږ ويلي دي چې موږ د ټي ټي پي د مشرانو له خوا د داسې بيانونو ملاتړ نه کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 41

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بشپړ خبرونه

ځواب

ستاسو راپور ستاسو په مرضۍ جوړ شوی او تاسو زيات ريښتيني حقايق نظر انداز کړي او په دې کې مو خپلې موخې ترلاسه کړي دي. تاسو چې څه غواړئ په دې کې يې وړاندې کوئ.

ځواب

تاسو بې غيرته يئ چې لبيک ته افراطي وايئ.

ځواب

دا ټول د مغرب د خوشحالولو لپاره ترسره کيږي چې د مسلمانانو دښمانان دي. چې د الله ويره نه وي، نو داسې به کيږي. د يهوديانو، عيسايانو او زمونږ د حکمرانانو په منځ کې څه فرق دی ځکه چې دوی هم د توهين رسالت په اړ احتجاج ته ترهګري وايي.

ځواب

ها ها ها

ځواب

موږ باید په خپل عدالتي سیسټم باور ولرو

ځواب

زما په خيال د يوې ښځې لپاره دا ډول عمل او د خپلو کوششونو په نتيجه کې هیڅ کاميابي هم نه ترلاسه کول داسي دي لکه د چينو د زيات قيمت په وړاندې احتجاج کول او نور هیڅ هم نه. خو د پاکستان عدالت به د راتلونکې لپاره د خپلې پریکړې بیاکتنه وکړي ځکه چې دوی ټول مسلمانان دي او په هر ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عظمت لپاره مرسته کوي.

ځواب

د لبيک غړي زنده باد

ځواب

دا رشوت خوره ميډيا د مغربي هيوادونو ايجنټان دي، دوی د مولانو مخالفت کوي چې خپل مشران خوشحاله کړي. زمونږ هيواد يو اسلامي هيواد دی، خو افسوس! زمونږه رشوت خوره ميډيا د يهوديانو او عيسايانو په امرونو د مولانو خلاف خبرې کوي، چې د مزمت کولو وړ ده.

ځواب

ميډيا او ستاسو په شان رشوت اخيستونکي ژورناليستان ټول دروغ دي... تاسو چيرې ريښتيا ويلي دي...؟؟؟؟؟ د پاکستان ۹۰٪ ژورناليستان دروغ خرڅوي.... دوی بې اسرې دي، دوی د دې لپاره پيسې ترلاسه کوي... ٪۹۰ ميډيا يهوديان کنټرولوي

ځواب

خوله دې بنده کړه، تحريک لبيک اوس يو منظم تحريک جوړ شوی دی، د يورپ سپي اوس دې ته زيان نه شي رسولی. حاضر يم، حاضر يم يا رسول الله

ځواب

په نړۍ کې تر ټولو ناوړه ترهګري توهين رسالت دی، په داسې حال کې چې په اسلامي پاکستان کې، د عدالت توهين کول د توهين رسالت نه لوی جرم ګڼل کيږي. که خلک تحريک لبيک پريږدي او يا تحريک لبيک په خلکو کې شهرت نه لرلی او دا منظمه پارټي نه وی، نو بيا ولې دا په دې وروستيو کې د علامه خادم رضوي د نيولو نه ورسته په عمومي انتخاباتو کې د پي ټي آی او پي ايم ايل اين پسې تر ټولو زيات ووټونه لري. د پاکستان ستر عالمان، مفتي منيب او د هر فکر مفتيان د ټي ايل پي سره مرسته کوي او دا ثابتوي چې خادم رضوي د خپل ذات لپاره سياست نه کوي بلکې هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د عظمت ساتنه کوي. د اسلام د تبليغ پر ځای، زمونږ ميډيا آزادۍ ته وده ورکوي، چې په روښانه توګه دا ثابتوي چې دوی په احساس کمترۍ کې اخته دي. هغه هيوادونه چې مونږ يې تعقيب کوو، په تيرو کې، زمونږ نه متاثره ول او دوی به زمونږ نه دا زده کړه کوله چې څنګه ولامبو. په داسې حال کې چې زمونر حکمرانان او ميډيا دا ډيره عامه خبره ګڼي چې خپل ايمان د يو څو پيسو لپاره خرڅ کړي. افسوس! د حکومت داسې فضول نظام او داسې فضول ژورناليزم

ځواب

لعنت دې وي په ميډيا باندې چې فضول خبرې کوي، د ټي ايل پي غړي سوله یيز ول او سوله یيز دي. مونږ د پيغمبر (ص) د عظمت ساتونکي يو، مونږ ساتونکي يو دښمنانو په پوليس سټيشن کې راپور درج کړی دی دغه خادم حسين رضوي په نړۍ کې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په اړه خبرې کوي

ځواب

جعلي راپور مونږ د دې جعلي راپور جوړولو غندنه کوو

ځواب

لعنتي ميډيا به هیڅکله ريښتيا نه وايي جاهله! خلک په پي ټي آی لعنت وايي، د مذهب دښمن او د عيسايانو او يهوديانو سپی او د ټي ايل پي سره يو ځای کيږي

ځواب

دا ټول فضول خبرې دي، حکومت د اسلام خلاف ادارو په لاس کې دی.. حکومت او ججان د هغه کسانو غلامان دي چې چاپلوسي يې کوي. مونږ به خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم خوشحاله کړو، چې مونږ د هغه غلامان يو

ځواب

د دې ټول راپور بنياد په دروغو باندې دی، حقيقت بل شان دی. د خلکو په زړونو کې د ټي ايل پي لپاره مينه زياته شوې ده.

ځواب

ستاسو راپور ستاسو د مرضۍ مطابق جوړ شوی او تاسو په دې کې خپل اصلي هدف ترلاسه کړې او ډیر ریښتيني حقایق مو نظر انداز کړې دي. تاسو چې څه غواړئ هغه ښودل شوي دي.

ځواب

لعنت دې وي په هغه کسانو چې د اسیې ملاتړي دي

ځواب

د آسيه ملعونه په کيس کې د وکيلانو ټولنه هم وايي چې دا فيصله چې چيف جسټس ورکړې ده د بې شماره غلطو نه ډکه ده. دوی اسلام ته دهوکه ورکړې ده او الله به دوی ته سزا ورکړي. ټي ايل پي يوه منظمه پارټي ده. د دې پارټۍ په وړاندې تراوسه پورې د تاوتريخوالي يوه پيښه هم نه ده ثابته شوې او نه د دې پارټۍ مشرانو د داسې کار ملاتړ کړی او يا دوی د داسې څه کار لپاره خپل کارکوونکي هڅولي دي. که چيرې تاسو څه ثبوت لرئ نو وړاندې يې کړئ. د عمران خان په اړه مناسب ويډياګانې شته چې خپل کارکنان هڅوي. د هغوی په وړاندې داسې کيسونه يا داسې کاروايۍ ولې نه دي شوي. تاسو ځواب لرئ؟

ځواب

تاسو ميډيا واله څه غيرت نه لرئ. تاسو هم د هغه کسانو په شان يئ چې د پيسو لپاره خپله مور خرڅوي. تاسو به وګورئ چې د خادم حسين رضوي نوم به تل پاتې شي او باطل به ذليل او رسوا شي. وخت به تاسو ته ثابته کړي. الله ډير زيات کارساز دی او په خپلو بنديګانو ډير مهربانه دی.

ځواب

۱. دا مقاله ټول دروغ دي. دا ټوله لیکنه د دروغو ښه مثال دی. ډاکټر اشرف آصف جلالي له مخکې نه په جلا توګه کار کوي او د فیض آباد دهرنا هم جدا وه. ۲. ناصر خان: تاسو د دې تحريک په اړه هیڅ معلومات او خبر نه لرئ. زه د "افراطیانو" د لفظ استعمالولو غندنه کوم. تحريک لبيک پاکستان د مسلمانانو په زړونو کې ژوند کوي. ۳. لبيک يا رسول الله

ځواب

ټي ايل پي په حقيقت کې د ټي ټي پي دويم شکل دی، نو د پاکستان حکومت له پکار ده چې د خلکو او د خلکو د مال د خونديتوب لپاره دې بدمعاش او د هغه ټولې پارټې ته سبق وښایي.

ځواب

زه د لبيک يو اخلاصمند کارکن يم. هيڅ يو کس هم لبيک نه دی پريښودی. تاسو دا مقاله غلطه ليکلي ده او دا ټول دروغ دي.

ځواب

د پاکستان ايشيا نه خپل نوم پاکستان آسيه ته بدل کړئ. تاسو ميډيا والو څه غيرت هم نه لرئ. تاسو هم د هغه کسانو په شان يئ چې د پيسو لپاره خپله مور خرڅوي. خو ياد وساتئ تاسو به وګورئ چې د خادم حسين رضوي نوم به تل پاتې شي او باطل به ذليل او رسوا شي. وخت به تاسو ته ثابته کړي او تاسو به يې ژر وګورئ. الله ډير زيات کارساز دی او په خپلو بنديګانو ډير مهربانه دی.

ځواب

تاسو يو فضول سوچ لرئ خو تاسو له څه شرم نه درځي

ځواب

ټي ايل پي يوه افراطي پارټي وه. دا ډول پارټي ختمول د حکومت دنده ده.

ځواب

انتهايي فضول او دا دروغ ليکل دي. ټي ايل پي نوره هم منظم شوې ده. د الله په فضل سره، د پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم نظام به په پاکستان کې پلي شي او مونږ به د قادياني او يهودي حکمرانانو نه خلاصی ترلاسه کړو.

ځواب

ډير زيات د دروغو نه کار اخيستل شوی دی. دا ټول ليکل دروغ دي. ډاکټر اشرف آصف جلالي له مخکې نه په جلا توګه کار کوي. د هغه د فیض آباد دهرنا هم جدا وه... زه نه پوهيږم چې ولې د ميډيا خلک دروغ وايي... شرم وکړئ

ځواب

د جاهلانو جاهل عمران طلاقي په مشرۍ او په داسې حکومت دې لعنت لعنت لعنت لعنت وي.

ځواب

په اسلامي تاریخ کې ستر مشر حضرت علامه مولانا خادم حسین رضوي

ځواب

داسې عظيم مشر او زما مشر علامه خادم حسين رضوي ته سلام

ځواب

دا ټول دروغ دي چې يوازي خلک ګمراه کوي، خو وګورئ چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم غلامان راپاڅيدلي دي او هغوی ته تاسو دهوکه نه شئ ورکولی.

ځواب

زه فکر کوم چې دا ميډيا د قاديانانو ده.

ځواب

تاسو د دې تحريک په اړه هيڅ معلومات او خبرونه نه لرۍ، لومړۍ دا چې زه د دې غندنه کوم چې تاسو هغوی ته افراطيان وويل، دويمه دا چې تاسو وويل چې دوی په خلکو کې شهرت نه لري، تاسو غلط معلومات لرئ، تحريک لبيک پاکستان يوه سوله ايزه پارتي ده، تر ټولو پياوړي دليل دا دی، که چيرې مونږ دا وګڼو چې د حکومت حقايق او شمير ريښتيا دي، نو بيا هم، که چيرې د هغه پارټې ټول مشران چې ۲.۶ ميليونه ووټونه يې ترلاسه کړې ول ونيول شول او آيين يې ريښې ريښې کړو او د هغوی بنيادي حقونه يې ختم کړل او بيا هم څه مزاحمت نشته، او د درې کسانو د وژلو سر بيره، خلکو سړکونه نه و بند کړي او نه يې څه بيان ورکړې و، بيا هم پاکستان زمونږ هيواد دی او مونږ به د دې ساتنه وکړو، او اسلام زمونږ دين دی او حتی چې زمونږ ژوند د دې لپاره کافي نه دی مونږ به په دغه دواړو باندې روغه جوړه ونه کړو. لبيک يا رسول الله

ځواب

دا د جمهوري حکومت سره ښه نه ښکاري چې د احتجاج له کبله ګرفتاري وکړي او د هغه پارټۍ مشر ونيسي چې ۲،۵۰۰،۰۰۰ ووټونه يې ترلاسه کړل. په فرانس کې احتجاجونه وشول، آيا فرانس په هغوی د بغاوت تور ولګولو؟ منظور پشتون اچکزۍ ونيسئ، خو د ملانو سره داسې چلند سم نه دی. دا به هيڅ ګټه رامنځته نه کړي او نفرت به رامنځته کړي. دا ياد وساتئ چې زه د تحريک انصاف ملاتړی يم، خو خپله پارټي د غلط کار نه منع کول زما دنده ده. ما د خپلې پارټۍ لپاره کار کړی او دا اوس ما خفه کوي کله چې زه د خپلې پارټۍ لخوا داسې کارونه وينم. په داسې حالت کې، مونږ به په راتلونکو ټاکنو کې د مذهبي خلکو ووټونه له لاسه ورکړو لکه څنګه چې د نواز شريف سره وشوه او د مذهبي خلکو ووټ تل اهم وي. د الله لپاره، زما د خان نه مشرف مه جوړوئ.

ځواب

دا يوه هڅه وه چې دا تحريک په ناوړه توګه بدنام کړي، خو ياد ساتئ چې د پروپيګندې سره، دا تحريک به نور هم پياوړی شي. د دې ټاکل شوي حکومت ورځې د شمير دي، چې عالمان يې ونيول او د ملعونې سره يې مرسته وکړه. بريا به د ريښتيا وي. الله دې باباجي خوندي وساتي. آمين.

ځواب

افسوس! تاسو هم ورته ليکل کوئ چې تش په نامه ميډيا يې د قاديانيانو د مرستې په اړه خبرې کوي. کيدی شي چې تاسو د عمران د حکومت بيرته راګرځيدل هير کړې وي چې خپلې وعدې يې ماتې کړې.

ځواب

دا ټول فضول خبرې دي. زه د پي ايم ايل-اين ملاتړی يم او دا يوه ډله ده چې په غلطه ده. که چيرې تاسو په ريښتيا سره د اسلام ملاتړي يئ، نو خپل ايمان تازه کړئ. ای ظالمانو! د الله نه ويريږئ، د پيغبر صلي الله عليه وسلم سره يو ځای شئ او يا په خپله د داسې ملعونې په اړه فيصله وکړئ.

ځواب

که زمونږ تعلق د ټي ايل پي سره وي او يا پي ټي آی، نون ليګ، پي پي پي يا د بلې سياسي پارټۍ سره وي، خو مونږ په هر حال کې د مذهب سره چيړچاړ نه خوښوو او نه مونږ د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په شان کې ګستاخي براداشت کولی شو او نه به يې براداشت کړو. که زمونږ عدالتونه او حکمرانان د بهرني هيوادونو د مرضۍ مطابق داسي فضول او د بې انصافۍ فيصلې ولې ونه کړي خو مونږ غلط ته د غلط ويلو حوصله لرو او که چيرې زمونږ ژوند په کې هم قرباني شي، مونږ به د داسې غلطو فيصلو پر وړاندې له خولې او لاس سره احتجاج وکړو.
مونږ به دا وګڼو که الله زمونږ نه په ژوند کې يو ښه کار ترسره کړو، نو هغه به زمونږ د آقا په شان کې د ګستاخۍ کولو په وړاندې زمونږ ردعمل وي.

ځواب

حاضر يم! حاضر يم! يا رسول! حاضر يم!
د يهودي اولاد داسې دروغ خبرونه ليکي

ځواب