دین

عمران خان د هند او پاکستان د مذهبي کوريډور پرانيسته کوي

د نظر الاسلام لخوا

سکھ حاجیان د نومبر په ۲۸ مه د کارتارپور کوريډور د افتتاحي مراسمو نه مخکې په کارتارپور کې د ګوردوارا دربار صاحب مخې ته ناست دي. دا مذهبي کوريډور به د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سکھ حاجیانو په تګ راتګ کې مرسته وکړي. [عارف علی/ ای ايف پي]

سکھ حاجیان د نومبر په ۲۸ مه د کارتارپور کوريډور د افتتاحي مراسمو نه مخکې په کارتارپور کې د ګوردوارا دربار صاحب مخې ته ناست دي. دا مذهبي کوريډور به د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سکھ حاجیانو په تګ راتګ کې مرسته وکړي. [عارف علی/ ای ايف پي]

لاهور-- وزير اعظم عمران خان د چهارشنبی په ورځ (د نومبر په ۲۸ مه) پاکستان او هند له يو بل سره د منسلک کولو لپاره د مذهبي کوريډور په افتتاحي مراسمو کې ګډون کوي.

د کارتار پور کوريډور موخه د پاکستان په کارتارپور کې د ګوردوارا دربار صاحب مقدس زيارت د هندوستان په ګرداس پور ضلع کې د ګوردوارا ديره بابا نانک مقدس زيارت سره منسلک کول دي.

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه، د هند د خوراکي توکو د پروسس کولو د صنعت وزير هرسيمرات کاور بدل، نيوجات سينګھ سيدهو ( چې په هندوستان کې د پنجاب دولت د سیمه ییز حکومت، سياحت، فرهنګي چارو او ميوزيمونو وزیر دی) او ژورناليسټانو په دې مراسمو کې ګډون وکړو.

د ډان ورځپاڼې له مخې، خان وويل، "نن زه غواړم چې هغه ټولو خپلو ميلمنو، زموږ سکھ وروڼو او خويندو ته هرکلی ووايم کوم چې د نړۍ له هر ګوټ نه راغلې دي."

په کراچۍ کې د سکهانو ټولنه د نومبر په ۲۸ مه د کارتارپور د کوريډور په اړه نيوز کانفرنس کوي. [ضياء الرحمان]

په کراچۍ کې د سکهانو ټولنه د نومبر په ۲۸ مه د کارتارپور د کوريډور په اړه نيوز کانفرنس کوي. [ضياء الرحمان]

یو کس د نومبر په ۲۸ مه په ګوردوارا دربار صاحب کې دننه سلفي اخلي. [نظر الاسلام]

یو کس د نومبر په ۲۸ مه په ګوردوارا دربار صاحب کې دننه سلفي اخلي. [نظر الاسلام]

امنیتي پرسونل د نومبر په ۲۸ مه په کارتارپور کې د ګوردوارا دربار صاحب نه بهر لیدل کيدی شي. [نظر الاسلام]

امنیتي پرسونل د نومبر په ۲۸ مه په کارتارپور کې د ګوردوارا دربار صاحب نه بهر لیدل کيدی شي. [نظر الاسلام]

هغه وويل، "چيرته چې پاکستان او هند نن ورځ ولاړ دي، موږ له ۷۰ کالو راهيسې داسې حالت ليدلی دی." "موږ له پکار ده چې تیر وخت ته پام ونه کړو."

خان وويل، "موږ لا تراوسه پورې ژمنه نه لرو چې پريکړه وکړو چې مونږ له په هر صورت کې پکار ده چې خپلو اړيکو ته وده ورکړو."

لاسرسي ښه کول

د هندوستان او د نړۍ په زرګونو سکھ مريدان هرکال پاکستان ته سفر کوي چې د سکھ مذهب د باني، ګورو نانک د زیږیدنې جشن ولمانځي.

سږ کال، په نوي ډیلي کې د پاکستان هايي کمیشن هغه سکھ حاجیانو ته د ۳،۵۰۰ نه زياتې ويزې جاري کړي کومو چې غوښتل چې په دغه جشن کې ګډون وکړي.

د نوي کوريډور، چې د ویزو اړتیا نه لري، موخه دا ده چې د هند څخه سکھ حاجیانو ته آسانه لاسرسي چمتو کړي.

پخوا به دې حاجيانو د ګوردوارا دربار صاحب د ليدلو لپاره د بلې پولې لارې سلګونو کیلو مټره اوږد سفر کولو. کوردوار دربار صاحب د پاکستان په ناروال ضلع کې موقعیت لري چې د پولې نه يوازې ۴ کيلوميټره لرې دی.

نارينجان سنګھ، ۷۵ کلن، چې د لندن اوسېدونکی دی، په هغه کسانو کې و چې د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۷ مه) يې د ګوردوارا څخه لیدنه وکړه.

سنګھ پاکستان فارورډ ته وویل، "دا زما لپاره یو ښکلی ساعت دی." "زه دلته مخکې هم راغلې وم، خو، د دې کوريډور د پرانیستلو لپاره د دواړو هيوادونو نوښت د لیدلو وړ دی."

هغه وویل، "موږ هیله لرو چې هر څه په سمه توګه پای ته ورسي."

محمد رمضان، ۲۲ کلن مسلمان چې د ګوردوارا سره نږدې ژوند کوي، وویل چې هغه د ګورو ناناک، یا بابا، په فضیلت باور لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه هره ورځ زيارت ته ځم." "په حقيقت کې، زه د زيارت څخه د ليدنې وروسته خپله ورځ پيلوم."

هغه وويل، "موږ مسلمانان د درناوي له کبله د قبر څخه ليدنه کوو، په داسې حال کې چې سکهان زيارت ته دننه ځي چې د خپل دين باني ته درناوی وړاندې کړي."

'د دې نه بله ستره خوشحالي نشته'

د سکهانو د ټولنې مشرانو او د مدني ټولنې فعالانو وویل، دا نوښت د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په لور يو مثبت ګام دی.

سردار راميش سنګھ، چې د پاکستان د سکهانو شورا چيرمين دی، وویل، دا يو لوی خدمت دی چې سکھ حاجیان د ویزې نه بغير د ګوردوارا دربار صاحب ليدنه کولی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل چې "د ګورو نانک د ۵۵۰ مې کليزې په موقع، د پولې دواړو غاړو ته د ټولنې اوسيدونکو د غړو لپاره د دې نه بله ډيره خوشحالي نشته." هغه زياته کړه چې د سکهانو ټولنې او حاجیانو له کلونو راهيسې د دې کوريډور د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د سولې او جمهوريت لپاره د پاکستان او هند د خلکو فورم (پيپډ) هم د دې کوريډور د جوړولو او د پاکستان حکومت ستاينه وکړه چې د هند د سولې فعالینو او ژورناليستانو ته يې په افتتاحي مراسمو کې د ګډون لپاره بلنه ورکړه.

پيپډ د سه شنبي په ورځ په يو بيان کې وويل، "د خلکو ترمنځ د اړيکو ټينګښت د تاوتريخوالي د کمولو لپاره اړين دی، او د سکھ حاجيانو لپاره د کارتارپور پوله پرانيستل يو ښه پرمختګ دی."

عزيز احمد خان، چې په هند کې د پاکستان مخکینی هايي کميشنر و، پاکستان فارورډ ته وويل، د کارتارپور کوريډور پرانستل د پاکستان لخوا یوه مهمه اشاره ده او وړاندیز کوي چې دا غواړي چې له هند سره سوله ایزي اړیکې ولري."

[د کراچۍ نه ضياء الرحمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پښتونخواه او افغانستان د پښتنو لپاره هم د ويزې نه بغير د اړيکو ضرورت دی

ځواب