چاپیریال

'د پاکستان لپاره ونې لګول' په نامه نوښت پلان لري چې په ۵ کلونو کې ۱۰ میلیارده ونې ولګوي

د عديل سعيد لخوا

وزير اعظم عمران خان د اګست په مياشت کې په اسلام آباد کې د بهرنيو چارو وزارت په ودانۍ کې يوه ونه لګوي. [حکومت پاکستان]

وزير اعظم عمران خان د اګست په مياشت کې په اسلام آباد کې د بهرنيو چارو وزارت په ودانۍ کې يوه ونه لګوي. [حکومت پاکستان]

پیښور -- پاکستان پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې "د پاکستان لپاره ونې لګول" پروجيکټ لاندې ۱۰ملیارده ونې ولګوي.

د سپتمبر په ۲ مه، وزیر اعظم عمران خان په رسمي توګه دا پروجيکټ د "پاک شين پاکستان" د یوې مهمې برخې په توګه پيل کړو. "پاک شين پاکستان"یوه پراخه نوښت دی چې موخه یې آلودګي کمول او راتلونکي نسلونو ته یو پاک او شين هیواد چمتو کول دي.

هغه دا کمپاين په هري پور کې د يوې ونې لګولو سره پیل کړو او د خپلو هیوادوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې دا هیواد شين کړي.

خان د خیبر پښتونخواه (کی پي) په هري پور ضلع کې په مراسمو کې وویل، "که چيرې اوس موږ د ونو کښت پیل نه کړو، نو ټول هیواد به یو صحرا شي."

پرويز منان، چې د خیبر پښتونخواه د ځنګلاتو د ادارې ډايريکټر دی، د می په ۱۷ مه د شمال لویدیځ پاکستان په هيروشاه ضلعې کې د ونو کښت ته ګوري. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

پرويز منان، چې د خیبر پښتونخواه د ځنګلاتو د ادارې ډايريکټر دی، د می په ۱۷ مه د شمال لویدیځ پاکستان په هيروشاه ضلعې کې د ونو کښت ته ګوري. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

رسنیو راپور ورکړو چې د دې پروجيکټ په افتتاحی ورځ نږدې ۱.۵ میلیونه ونې وکرل شوې. تمه کیږي چې دا پروجيکټ به په جنوري ۲۰۱۹ کال کې نقطه عروج ته ورسي.

د اقلیم بدلون په اړه د وزیر اعظم سلاکار ملک امین اسلم وویل، "اوس مهال د دې پروجيکټ په اړه سلا مشوره د صوبو سره روانه ده، او ژر به موږ د پلي کولو چوکاټ جوړ کړو."

اسلم د مراسمو په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، "موږ موخه لرو چې دا پروجيکټ د ژمي د کښت موسم نه مخکې د مالي تمویل او د تطبیق پلان سره چمتو کړو."

اسلم، چې د ميليارده ونو کرلو پروجيکټ (‌‌بي ټي ای پي) باني دی، وويل چې بي ټي ای پي په ټول هيواد کې پيل شوی دی. کارکونکو د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کال ترمنځ د بي ټي ای پي لاندې ۱.۱۸ ميليارده ونې کرلي وې.

د خیبرپښتونخواه تعقیب کول

محمد طهماسب خان، چې د بي ټي ای پي پروجيکټ ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، چې وفاقي حکومت "د پاکستان لپاره ونې کرل" پروجيکټ د ‌بي ټي ای پي "د خورا ګټو" او پاکستان شين جوړولو لپاره د وزیر اعظم خان د پالیسۍ نه وروسته پيل کړو.

طهماسب د نومبر په ۵ مه وويل، کارکونکو په تيرو څو کلونو کې د بي ټي ای پي لاندې د ۶۰۰،۰۰۰ نه په زياته ايکړه ځمکه باندې ونې وکرلې، چې له دې امله د کاربن مقدار ۰.۰۴ ګیګاټن کم شو او د اقلیم د بدلون په اثراتو کمولو کې يې مرسته وکړه.

هغه وويل، "د یو ملیارده ونو د کښت ستر پلان د خیبرپښتونخواه د ځنګلاتو برخه ۶.۳٪ زیاته کړه." "دې نه یوازې د خیبرپښتونخواه په جنوبي سیمو کې د لوړ حرارت په کنټرولولو کې مرسته وکړه بلکې په صوبه کې کې یې د نیم میلیون نه زیاتې دندې چمتو کړې."

طهماسب وويل، "موږ چمتو یو چې تخنیکي مرستې چمتو کړو او د بي ټي ای پي ماډل تجربه له ټولو صوبايي حکومتونو سره شریکه کړو چې د هغوی سره د میلیاردونو ونو په کرلو کې مرسته وکړو."

محمد طارق، چې په خيبر پښتونخواه کې فارسټ افسر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د خیبر پښتونخواه صوبې د پلاننګ او د پراختيا ادارې په صوبه کې د پروجيکټ، د پاکستان لپاره ونې کرل، د کار د پيلولو لپاره ۸۹۰ ميلیونه روپۍ [۶.۶ میلیونه ډالره] خوندي کړي دي."

دا فنډونه به د بوټو د اخيستلو، د بوټو د ویشلو لپاره د نرسرۍ په جوړلو، د ځمکې په هوارولو، د زیرمو په جوړولو او د ونو د کښت په اړه د ځوانانو په ټريننګ باندې خرچ شي.

هغه وويل، "د دې ستر پلان پلي کولو لپاره بنيادي کار پيل شوې، او زه هیله مند یم چې عملي کار به د راتلونکي کښت په موسم کې د فبروري ۲۰۱۹ په منځ کې پیل شي."

يو ستر پروجيکټ

محمد ابو بکر، چې د ماحولياتو ژورناليسټ او په ويلز کې په کارډيف يونيورسټۍ کۍ په ژورنليزم کې د ماسټرز ډګري ترلاسه کوي، د ګرين واچ ګلوبل کلايميټ ريسک انډيکس ۲۰۱۸ ته په اشاره پاکستان فارورډ ته د نومبر په ۱۰ مه وويل، "پاکستان په نړۍ کې اووم هيواد دی چې د نړيوالې ګرمۍ له امله متاثره شوی دی، او 'د پاکستان لپاره پلان' په څير پروجيکټونه زموږ د راتلونکو نسلونو د مستقبل لپاره اړین دي."

هغه وويل، د پاکستان يوازې ۱.۹٪ برخه ځنګلات لري، چې دا په جنوبي ايشيا کې ترټولو ټيټه فيصدي ده.

محمد ابوبکر وویل، "که څه هم دا پروجيکټ ډیر لوی پروجيکټ دی، خو داسې ښکاري چې دا مونږ پای ته رسولی شو."

هغه وضاحت وکړو چې په پنځو کلونو کې د لس ميليارده ونو کرل مطلب هر کال دوه ميليارده ونې کرل دي، يا هره ورځ نږدې ۵.۴ ميليونه ونې کرل دي.

هغه زياته کړه، د ماحولياتي کارپوهانو، عام وګړو، مدني ټولنې، زده کونکو او متعلقه حکومتي ادارو په ګډون سره، دا هدف آسان دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د ای سي پي پروجيکټ لپاره يو پلان لرم چې زه غواړم چې په پاکستان کې "د خاورې غونډوسکي" او يا "شين غونډوسکي" معرفي کړم چې په "حقيقت کې دا د خاورې وچ غونډوسکي دي چې توخم لري." پخپله د کښت لپاره يوه اسانه او ارزانه ستراتيژي ده ځکه چې يو کس به يوازې دا غونډوسکي په ځکمه باندې شيندي، چې دا به هغه وخت راټوکيږي کله چې دوی اوبه لکه باران ترلاسه کړي. زه له حکومت څخه د مرستې لپاره غوښتنه کوم چې زه د ۱۰ ميليارده ډالرو په دې پروجيکټ کې مرسته وکړم. سلامونه: حريرا عامر

ځواب

کله به د ميلياردو ډالرو پروجيکټ پيل کيږي ځکه چې خيبر پښتونخواه ته تر اوسه پورې فنډونه نه دي انتقال شوي.

ځواب

زه په خپل ۴۰ کناله ځای کې بوټې کرل غواړم، خو د دې په اخیستلو څو پیسې لګي.

ځواب

د ځنګلاتو ادارې سره اړيکه ونيسئ. هغوی به تاسو ته وړيا بوټي ولګوي

ځواب

زمونگہ پہ عمران خان دا خپل زان ھم قربان دی

ځواب