اقتصاد

په انځورونو کې: د سردرياب د کاڼو سوداګري وده کوي

د نظر الاسلام لخوا

کارګران د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې د کابل سيند نه يو نږدې مارکيټ ته کاڼي وړي. [نظر الاسلام]

کارګران د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې د کابل سيند نه يو نږدې مارکيټ ته کاڼي وړي. [نظر الاسلام]

کارګران د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې کاڼې راټولوي. [نظر الاسلام]

کارګران د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې کاڼې راټولوي. [نظر الاسلام]

د کاڼو د سوداګرۍ مالک د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې مختلف قسم کاڼې راټولوي. [نظر الاسلام]

د کاڼو د سوداګرۍ مالک د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې مختلف قسم کاڼې راټولوي. [نظر الاسلام]

د نومبر په ۸ مه په خیبر پښتونخواه کې چارسده ضلعې ته نژدې د کابل سيند په غاړه د کاڼو نه جوړه شوي يوه نمونه ښودل شوې ده. [نظر الاسلام]

د نومبر په ۸ مه په خیبر پښتونخواه کې چارسده ضلعې ته نژدې د کابل سيند په غاړه د کاڼو نه جوړه شوي يوه نمونه ښودل شوې ده. [نظر الاسلام]

د کاڼو د سوداګرۍ يو مالک د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې په کاڼو اوبه شيندوي. [نظر الاسلام]

د کاڼو د سوداګرۍ يو مالک د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې په کاڼو اوبه شيندوي. [نظر الاسلام]

د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې د يو ځايي کس په بيټک کې د سينګار شويو کاڼو نه جوړ شوی عکس ښودل شوی دی. [نظر الاسلام]

د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې د يو ځايي کس په بيټک کې د سينګار شويو کاڼو نه جوړ شوی عکس ښودل شوی دی. [نظر الاسلام]

د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې د کاڼو نه جوړ شوی ګل ښودل شوی دی. [نظر الاسلام]

د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې د کاڼو نه جوړ شوی ګل ښودل شوی دی. [نظر الاسلام]

پیښور -- د سردرياب ضلعې، چې د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې د کابل سیند په غاړه یو وړوکې ښارګوټی دی، اوسيدونکو د دستکارۍ په پروجيکټونو کې د رنګين کاڼو د کارولو لپاره يو نوی تجارت پيل کړی دی.

تسبيح الله، چې په سردرياب کې د کاڼو د سوداګرۍ مالک دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ خلکو به پخوا دا رنګین کاڼې یوازې د قبرونو د ښایسته کولو لپاره کارول."

هغه وويل، "که څه هم، موږ په دې کې بدلون راوستې دی." "زما کارګران د کابل سيند نه، چې زما د کاڼو هټۍ ته نژدی دی، نږدې د ۱۶ رنګونو کاڼې راوباسي."

تسبيح وضاحت وکړو چې "زموږ سوداګري وده کوي، او اوس موږ چین، کویت او د منځني ختیځ هیوادونو ته ښایسته ځلانده کاڼې صادروو."

یو کارګر د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې د کابل سيند په غاړه کاڼي وينځي. [نظر الاسلام]

یو کارګر د نومبر په ۸ مه د خیبر پښتونخواه په چارسده ضلع کې د کابل سيند په غاړه کاڼي وينځي. [نظر الاسلام]

دا نوی کاروبار په سیمه کې ډیر کارونه رامنځته کوي. تسبيح ۱۸ کارکوونکي لري.

ځايي پیرودونکي په کورونو او د ګلونو په باغونو کې د کارولو لپاره هم دا کاڼې غواړي.

تشريف الله، چې د تسبيح رشته دار نه دی، وويل، "زه دا کاڼې د ګلونو د ځای جوړولو لپاره وړم." "دا به ګلونه ته یو نوی شکل ورکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، وخت بدل شوی او ځایی اوسیدونکي نه غواړي چې د ګلونو د ځای جوړولو لپاره سمنټ کارولو ته دوام ورکړي او د ګلانو د ځای د ديوال رنګ کولو لپاره رنګ استعمال کړي. "دا کوچني، ښکلي، رنګين کاڼي د دې ښه متبادل دي."

د سيند نه د کاڼو راټولو لپاره ژمې تر ټولو غوره وخت دی ځکه چې د اوبو مقدار کم وي.

اقبال خان، ۵۸ کلن، چې د تسبيح سره په دوکان کې د کلونو راهيسې کار کوي، وويل، "په ګرمۍ کې، اوبه زياتې وي، او کاڼې راټولول خطرناک وي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا يوه ښه سوداګري ده." هغه زياته کړه، موږ د سیند نه د يو درجن رنګونو کاڼي راټولوو."

هغه زياته کړه، "د شين، زيړ، تور او سپين کاڼو ډيمانډ ډير زيات دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500