روغتیا

پاکستان په قبایلي سیمو کې د پوهاوي او روزنې سره د ماشومانو د مړینې مخه نیسي

د محمد آهل لخوا

د روغتیا شنونکي او د کارمندانو ټیم د ډاکټر غزنه خالد په مشرۍ کې د اګست په میاشت کې د باجوړ ضلعې د مرکزي هسپتال څخه لیدنه کوي. [محمد آهل]

د روغتیا شنونکي او د کارمندانو ټیم د ډاکټر غزنه خالد په مشرۍ کې د اګست په میاشت کې د باجوړ ضلعې د مرکزي هسپتال څخه لیدنه کوي. [محمد آهل]

پیښور -- د قبایلي ضلعو اوسيدونکي وروسته له هغې د وفاقي حکومت څخه غواړي، چې د ماشومانو د مړینې لوړې کچې سره د مبارزې لپاره زيات روغتيايي مرکزونه پيل کړي، کله چې چارواکو د اګست په مياشت کې په باجوړ ضلع کې په يو هسپتال کې د ماشومانو وارډ جوړ کړو، چې په دې کې د نويو زيږيدلو ماشومانو د پاملرنې لپاره جامع سهوليات موجود دي.

د فبرورۍ په میاشت کې د ماشومانو د مړينې په اړه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د راپور له مخې، پاکستان په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې ترټولو ناوړه کچه لري.

د یونیسیف راپور څرګنده کړه چې په دې هيواد کې، چې په جنوبي ايشيا کې د زيږيدنې ترټولو لوړه کچه لري، په نويو زیږيدلو ماشومانو کې په ۲۲ کې ۱ په لومړۍ میاشت کې مري.

ډاکتر غزنه خالد، چې په اسلام آباد کې د نفسياتو ماهره، نیورولوجسټه او د بشري حقونو فعاله ده، د باجوړ ضلعې په خار کې په مرکزي هسپتال کې د دغه وارډ پرانيسته وکړه. دا د کور کمانډر پیښور لفټننټ جنرل احمد نذير بټ سره د سول او پوځ د ګډ نوښت يوه برخه ده.

د یونیسیف له مخې، قحط ځپل شوي پاکستاني ماشومان د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۱مه په ميټهي، تهرپارکر کې په يو هسپتال کې په انکيوبيټر علاج ترلاسه کوي. پاکستان په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې لوړه کچه لري. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د یونیسیف له مخې، قحط ځپل شوي پاکستاني ماشومان د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۱مه په ميټهي، تهرپارکر کې په يو هسپتال کې په انکيوبيټر علاج ترلاسه کوي. پاکستان په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې لوړه کچه لري. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

غزنه خالد پاکستان فارورډ ته وویل، "قبايلي ضلعې د روغتیايی مرکزونو په برابرولو کې ترټولو بدترینه سيمې دي ... په داسې حال کې چې د ماشومانو د مړینې کچه دا ده چې په ۱۰۰۰ ماشومانو کې (دواړه نارينه او ښځينه) ۸۷ ماشومان مري. "د نارينه ماشومانو د مړينې کچه لوړه ده، ځکه چې په ۱،۰۰۰ نويو زيږيدلي ماشومانو کې ۹۵ نارينه ماشومان مري، او په ۱،۰۰۰ نويو زيږيدلي ښځينه ماشومانو کې ۷۲ ماشومانې مري."

هغې د يونيسيف د راپور په حواله وويل، د ۸۰٪ نه د زياتو نويو زېږيدلي ماشومانو د مرګ مخه نيول کيدی شي که چيرې ښځې دايانو، پاکو اوبو، دوايانو او ښه خوراک ته لاسرسی ترلاسه کړي او په لومړۍ ګهنټه کې مور ماشوم ته پۍ ورکړي او هغه د ځان سره جوښت ونيسي.

ټريننګ ښه کول او پوهاوي رامنځته کول

غزنه خالد وويل، د موجوده انفراسټرکچر نه علاوه، د روزل شوي کارکوونکو کمی او په ځوانو ميندو کې د پوهاوي نشتوالی د نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې لاملونه دي.

هغې وويل، متخصصين به د کارکوونکو د تربيت لپاره د باجوړ نوي مرکز ته سفر کوي.

غزنه خالد وضاحت وکړو، روغتیايي مسلکیان مخکې د امنیتي خطر له کبله دغه سیمې ته نه و راغلي. خو، اوس، امنیتي ځواکونو دغه سيمه پاکه کړې ده او متخصصين په رضاکارانه توګه باجوړ ته راځي چې د روغتیایي ټیمونو او د هغوی د ناروغانو سره مرسته وکړي.

باجوړ د اوږدې مودې راهيسې د وسله والو ډلو، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون، مرکزي ځای و، او پاکستاني پوځ په کې ګڼ شمير عملیات ترسره کړي دي.

هغې وويل، چارواکي به داسې نور مرکزونه جوړ کړي او نورو قبايلي ضلعو ته به ېې وغځوي چې د زېږېدنې په اړه زيات پوهاوی رامنځته کړي.

د محمد سلیم، چې په دغه ډي ايچ کيو هسپتال کې ميډيکل سپرنټنډنټ دی، له مخې، په خار هسپتال کې، چې په باجوړ کې نږدې د ۱.۲ میلیونو اوسیدونکو خدمت کوي، د ښځو ګایناکالوجسټ ډاکټره نشته، حتی چې هر کال ۵،۰۰۰ ماشومان زيږيږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په باجوړ کې د ماشومانو د زیږون په وخت کې د مرګ شرحه نږدې ۲۵٪ ده، چې د انديښنې وړ ده."

هغه وويل، "د مړينې د لوړې کچې لامل د اسانتياو نشتوالی دی." "که څه هم څلور ښځینه روغتیایي کارکونکي او ايم بي بي ايس [د طب او جراحۍ بيچلر ډګري] ډاکترانې موجود دي، خو دلته کې د ښځو ګایناکالوجسټ ډاکټره نشته."

هغه وويل، د ماشومانو د زيږيدلو د پاملرنې مرکز به د نوي زيږيدونکو ماشومانو د مړينې په کمولو کې مرسته وکړي.

ډاکټر سويرا خان، چې په ډي ايچ کيو هسپتال کې ډاکټره ده، موافقه وکړه، د ماشومانو د زيږيدنې وارډ او د ژوند ژغورلو درمل به د نويو ماشومانو د مړینې په کمولو کې مرسته وکړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "بي ايچ يوز [د بنيادي روغتیا مرکزونه] او آر ايچ سيز [سیمه ایز روغتیایي مرکزونه] به په قبايلي سيمو کې د ماشومانو د مړینې په کمولو کې هم مرسته وکړي."

په روغتيايي پاملرنه کې يو ځانګړی ګام

د باجوړ اوسېدونکي هیله مند دي چې د خار په ډي ايچ کيو هسپتال کې به دا نوښت د ماشومانو د مړینې د جدي ستونزو مخه ونيسي.

رحمان الله، چې په خار کې په پرايويټ سکول کې ښوونکی دی او يو نوم لري، پاکستان فارورډ ته وویل، "حتی په ډي ايچ کيو هسپتال کې د ښځو د ګایناکالوجسټ ډاکټرې نشتوالی يوه لويه اندیښنه ده، او موږ په ټولو برخو کې روزل شویو روغتیایی کارکوونکو ته سخته اړتیا لرو."

هغه هيله څرګنده کړه چې په ډي ايچ کيو هسپتال کې د کارکوونکو د تربيت لپاره به د پوهاوي نوې يونټ د ماشومانو د مړينې او د مور د ژغورلو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

محمد سلیم، چې په باجوړ کې يو ژورناليسټ دی، پاکستان فارورډ ته وویل، زياتره میندې او نوي زیږیدونکي ماشومان روغتیایي مرکزونو ته د فاصلې او د ټرانسپورټ د خرابو سهولتونو له امله مري.

هغه وويل، پیرامیډیکس اکثر مريضان خار ته وړي او بيا يې دير او پيښور ته وړي. هغه په خيبر پښتونخواه کې دوو نږدې ښارونو ته اشاره وکړه.

اخونزاده چټان، چې د باجوړ نه د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، ټولنه ډيره اړتيا لري چې په ميندو او والدينو کې پوهاوي رامنځته کړي چې د ماشومانو د مړینې مخه ونيسي.

دا مهمه ده چې په لرو پرتو سیمو کې د روغتیا مرکزونه ښه کړو چې په هغه لويو هسپتالونو باندې بار کم کړو، اوس کله چې په دغه سيمه کې سوله بیرته راغلې ده.

نن، غزنه خالد، هغه ډاکټره چې د اګست په مياشت کې یې په ډي ايچ کيو هسپتال کې یې د دغه مرکز پرانيسته کړې وه، وويل، چې دا د ماشومانو د مړینې کنټرولولو او د پوهاوې لوړولو په برخه کې ښه کار کوي.

هغې د نومبر په ۷ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا مرکز په اغیزمنه توګه کار کوي." هغې زیاته کړه چې متخصصین د هسپتال او بي ايچ يو کارمندانو ته تربيت ورکوي او د والدینو لپاره د پوهاوي غونډې کاميابۍ رامنځته کوي.

هغې زیاته کړه، "اوس به د ماشومانو د مړینې مخه په اغیزمنه توګه ونيول شي، په داسې حال کې چې والدين دې نوښت ته مثبت ځواب ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا مقاله د پاکستان د عامو خلکو سره تړاو لري او په ځانګړي توګه د قبایلي ضلعو اوسیدونکي د وفاقي حکومت څخه غواړي چې د ماشومانو د مړینې د لوړې کچې سره د مقابلې لپاره وروسته له هغې زيات روغتيايي مرکزونه جوړ کړي کله چې چارواکو د باجوړ ضلعې په هسپتال او د خيبر پښتونخواه په نورو ضلعو کې د زېږېدنې وارډ جوړ کړل. په دې برخه کې، د خیبر پښتونخواه حکومت دا نوښت پیل کړو او عام وګړو ته یې په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخواه کلیوالو سیمو ته بنيادي مرکزونه چمتو کړل. د روغتیایي ستونزو د حل کولو لپاره د داسې هڅو څخه مننه.

ځواب