تهر، سيند -- په زرګونو پيروکار، د هندوانو او مسلمانانو په شمول، د دې میاشتې په پیل کې په سيند صوبه کې د سېنټ نينو رام په مزار کې د درې ورځو په جشن کې ګډون وکړو. سېنټ نينو رام د دواړو عقيدو مريدانو لپاره يو محترم شخصیت دی.
په دې جشن کې، چې د تهر ضلعې په اسلام کوټ کې د ۲۹ سپمتبر او ۱ اکتوبر ترمنځ ترسره شو، د رام د مرګ ۴۵ کلیزه ولمانځل شوه.
رام، چې په ۱۸۹۸ کال کې په اسلام کوټ کې په یوې هندو کورنۍ کې زیږیدلی و، چې کله لوی شو نو هغه د آرام ژوند پريښودو او روحاني سفر يې پیل کړو.
هغه، چې نیمه پیړۍ مخکې يې يو عمومي پخلنځی پیل کړی و، په پای کې خپل ښار ته راستون شو او د مذهب، ذات، رنګ یا نسل پرته یې د هرچا خدمت کولو.
![په زرګونو خلک په اسلام کوټ کې د سېنټ نینو رام اشرام په جشن کې ګډون کوي. د عشرو راهيسې په دې مزار کې ټولو ليدونکو ته د هغوی د مذهبونو او نسلونو پرته وړیا خوراک ورکړل کيږي. [ضیاء الرحمان]](/cnmi_pf/images/2018/10/30/15153-photo_2-585_329.jpg)
په زرګونو خلک په اسلام کوټ کې د سېنټ نینو رام اشرام په جشن کې ګډون کوي. د عشرو راهيسې په دې مزار کې ټولو ليدونکو ته د هغوی د مذهبونو او نسلونو پرته وړیا خوراک ورکړل کيږي. [ضیاء الرحمان]
![د سيند ماشومان په اسلام کوټ کې د سېنټ نینو رام د مرګ ۴۵ کلیزه لمانځي. [ضیاء الرحمان]](/cnmi_pf/images/2018/10/30/15154-photo_3-585_329.jpg)
د سيند ماشومان په اسلام کوټ کې د سېنټ نینو رام د مرګ ۴۵ کلیزه لمانځي. [ضیاء الرحمان]
![مسلمانان اکثر په تهر ضلع کې د هندوانو د عقیدې د احترام له کبله د غواګانو د حلالولو نه ډډه کوي. [ضیاء الرحمان]](/cnmi_pf/images/2018/10/30/15155-photo_4-585_329.jpg)
مسلمانان اکثر په تهر ضلع کې د هندوانو د عقیدې د احترام له کبله د غواګانو د حلالولو نه ډډه کوي. [ضیاء الرحمان]
![حاضرین د سېنټ نینو رام، چې د اسلام او هندومت دواړو د پيروکارو لپاره يو محترم شخصيت دی، په مزار کې ګرځي. [ضیاء الرحمان]](/cnmi_pf/images/2018/10/30/15152-photo_1-585_329.jpg)
حاضرین د سېنټ نینو رام، چې د اسلام او هندومت دواړو د پيروکارو لپاره يو محترم شخصيت دی، په مزار کې ګرځي. [ضیاء الرحمان]
په سيمه کې د هغه پيروکار تر اوسه پورې د هغه پيروي کوي. د مثال په توګه، په تهر کې، مسلمانان اکثر د غواګانو د حلالولو نه ډډه کوي چې خپل هندوان ګاونډیان خفه نه کړي.
ويرجي ملح، چې د دې جشن په منتظمينو کې دی، وويل، په دې جشن کې ډیرو پيروکارانو له زيات عقيدت سره ګډون وکړو او د خوشحالۍ او مرستې لپاره يې دعاګاني وکړې.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په دې جشن کې د مذهب، طبقې یا ذات پرته ټولو پيروکارانو ته خوراک او اوبه ورکړل کيږي."
هغه زياته کړه، "په اسلام کوټ کې د ټولو عقيدو سوداګرو او اوسيدونکو د چندو له لارې د دغه خوراک انتظام شوی و."