امنیت

پوځي عملیاتو او له طالبانو سره نښتو په افغانستان کې د داعش د پراختیا مخه نیولې ده

د جاوېد محمود راپور

د داعش جنګیالي د روان کال په لومړیو کې په جوزجان ولایت کې په طالبانو ډزې کوي. [آرشیف]

د داعش جنګیالي د روان کال په لومړیو کې په جوزجان ولایت کې په طالبانو ډزې کوي. [آرشیف]

اسلام اباد -- کتونکي وایي، چې د طالبانو او داعش اورپکو تر منځ جنګ او همدارنګه پوځي فشار، چې د افغانستان - پاکستان تر منځ د پولې په دواړو غاړو کې اچول شوی دی، د داعش پراختیا محدوده کړې ده.‌

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو جیګپوړي تحلیلګر، متقاعد جګړن، اسحاق احمد خټک، د تلې په ۲۶مه وویل، چې د یادو دوه ترهګرو ډلو تر منځ نښتې له یو کال نه ډېر وخت راهیسې زور اخلي، خو د تېرو شپږو اونیو په ترڅ کې د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیر تنګي سیمه کې ډېرې زیاتې شوي دي.

خټک، چې د پاکستان هاوس په نامه د پالیسۍ د یوه انسټیټیوټ، چې مرکز یې په ډنمارک کې دی، او په اسلام اباد کې یوه اداره لري، رییس دی، وویل، طالبان او داعش په سیمه کې د ستراتیژیک کنټرول د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي، او دواړه هڅه کوي چې خپل تلفات پټ کړي.

د داعش پراختیا درېدلې ده

خټک، چې په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو د انسټیټیوټ له خوا جوړ شوي یوه پروګرام کې یې خبرې کولې، پاکستان فارورډ ته وویل، «دا یو غلط باور دی چې داعش په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې پراختیا مومي،»

افغان کمانډو سرتېري د مرغومي په ۱۳ مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د امریکایي - افغان سرتېرو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ګزمه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان کمانډو سرتېري د مرغومي په ۱۳ مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د امریکایي - افغان سرتېرو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ګزمه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو د انسټیټیوټ رییس، عبدالله خان (چپ)، د تلې په ۲۶ مه په اسلام اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې د داعش په افغانستان او سیمه کې موضوع باندې خبرې کوي. [جاوېد محمود]‌

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو د انسټیټیوټ رییس، عبدالله خان (چپ)، د تلې په ۲۶ مه په اسلام اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې د داعش په افغانستان او سیمه کې موضوع باندې خبرې کوي. [جاوېد محمود]‌

هغه وویل، د داعش هوایي بریدونو «په افغانستان کې د داعش یو شمېر مهم مشران او د دې ډلې ګڼ شمېر اورپکي وژلي دي، او دغه نړیوال ترهګر سازمان ته یې یو سخت ګوزار ورکړی دی،»

خټک وویل، متحده ایالاتو خپل تر ټولو غټ غیر اتومي بم، جي بي یو - ۴۳/ب، چې د ټولو بمونو مور بلل کیږي،د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش په یوه پټنځای وغورځاوه.

هغه وویل، دغه بمي برید نه یوازې دا چې د داعش په لسګونو جنګیالي ووژل بلکې همدارنګه یې سیمه د هغوی له کنټرول څخه واېستله.‌

خټک یاده کړه، چې یوه هوایی برید د وږي په ۳ مه په افغانستان کې د داعش مشر، ابو سعد ارهابي -- چې د ابو سعید اورکزي -- په نامه یادېده، وواژه. دا پېښه یوازې درې میاشتې وروسته له هغه وشوه چې هغه له ځان نه مخکې، عبدالحسیب، له وژل کېدلو څخه وروسته واک ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه، یوه مخکیني برید د وري په ۱۷مه په فاریاب ولایت کې قاري حکمت الله، چې د افغانستان په شمال کې د داعش جیګپوړی قوماندان وو، وواژه. نوموړي یادونه وکړه، چې د تېر کال له مرغومي څخه د تلې د میاشتې تر وروستیو پورې،‌ په افغانستان کې په بېلابېلو هوایي بریدونو کې د داعش لسګونه جنګیالي او د هغوی مشران وژل شوي دي.‌

هغه وویل، چې په ورته وخت کې،‌ په پاکستان کې پوځي عملیاتو پاکستان ته د داعش د نفوذ مخه نیولې ده.

خطرونه لا پاتې دي

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو د انسټیټیوټ رییس، عبدالله خان، له خټک سره په هوکړه، وویل، چې د داعش پراختیا د دغه ترهګر ګروپ د جیګپوړو مشرانو د وژنې او له طالبانو سره د هغوی د سختو جګړو له لارې بنده شوې ده.

خو هغه د داعش له خوا سږ کال د لویو بریدونو یوې سلسلۍ ته په اشارې سره وویل، چې په افغانستان کې داعش خپل تمرکز ترهګریزو بریدونو ته اړولی دی.

هغه استدلال وکړ، چې دغه ډله لا هم د بدخشان، جوزجان، فاریاب، ننګرهار، کونړ او نورستان په شمول د افغانستان په لږ تر لږه اتو ولایتونو کې څه ناڅه حضور لري.

خان خبرداری ورکړ، چې له سوریې او عراق څخه د نورو جنګیالیو رارسېدل کولی شي چې د دې ډلې عملیاتي ظرفیت لوړ کړي، او په پاکستاني او سیمه ییزو امنیتي ادارو دواړو باندې یې تاکید وکړ چې په سیمه کې د یادې ډلې د پراختیا د مخنیوي لپاره دې په وخت سره ګامونه واخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سولې د ساتلو لپاره جګړې ته اړتیا نشته چې هر څه خراب کړي.

ځواب

نه، هیڅکله نه

ځواب