امنیت

د ستراتيژۍ نوي اسناد د ټي ټي پي کمزوري په ګوته کوي

د ضياء الرحمان لخوا

په دې تصوير کې د ټي ټي پي د نوي ستراتیژۍ د سند لومړۍ پاڼه ښودل شوې ده. [فايل]

په دې تصوير کې د ټي ټي پي د نوي ستراتیژۍ د سند لومړۍ پاڼه ښودل شوې ده. [فايل]

کراچۍ -- د ترهګرۍ پر ضد د حکومت د روانې مبارزې له کبله د ويجاړيدو سره، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) زياته هڅه کوي چې خپل نيټ ورک بیا جوړ کړي او داخلي شخړې او په خلکو کې د هغوی په وړاندې نفرت ختم کړي.

دې ډلې د سپتمبر په وروستیو کې د ۱۳ پاڼو د ستراتیژۍ سند خپور کړو چې موخه یې خپل ځان بیا جوړول دي.

دا سند، چې په اردو ژبه کې ليکل شوی دی، د ټي ټي پي لپاره د لارښوونې کتابچې په توګه جوړ شوی، چې په لسو فصلونو کې د ډلې راتلونکي پلانونه په ډاګه کوي. په دې کې اهداف په ګوته کول، د مال غنيمت ويش، ځانمرګي بريد کوونکي کارول، د یرغلګرو علاج کول او د جاسوسانو خلاف ګامونه پورته کول شامل دي.

زياتيدونکي بې باوري او شخړه

شنونکي وايي، د نوي پاليسۍ سند د تحریک طالبان پاکستان د نوي مشر، مفتي نور ولي، لخوا يوه هڅه ده چې په دې ډله باندې خپل کنټرول پیاوړی کړي. نور د جون په میاشت کې وروسته له هغې د ملا فضل الله ځای واخيستو کله چې هغه په کونړ صوبې، افغانستان کې ووژل شو.

د مدني ټولنې فعالین په تير دسمبر کې په کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والو د ظلم په وړاندې احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

د مدني ټولنې فعالین په تير دسمبر کې په کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والو د ظلم په وړاندې احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پولیس د اکتوبر په ۱۳ مه د يوې عامې غونډې په شاوخوا کې ګشت کوي. د داخلي شخړو او د حکومت د مبارزې نه وروسته، ټي ټي پي هڅه کوي چې خپل نيټ ورک بیا جوړ کړي او داخلي توپیرونه له منځه یوسي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پولیس د اکتوبر په ۱۳ مه د يوې عامې غونډې په شاوخوا کې ګشت کوي. د داخلي شخړو او د حکومت د مبارزې نه وروسته، ټي ټي پي هڅه کوي چې خپل نيټ ورک بیا جوړ کړي او داخلي توپیرونه له منځه یوسي. [ضیاء الرحمان]

محمد اسماعيل خان، چې په اسلام آباد کې د امنيت څيړونکی دی او د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوټ سره کار کوي، پاکستان فارورډ ته وويل، "دې وسله والې ډلې خپل کشش له لاسه ورکړی دی او د دې له کبله د دې سازمان ډيرې ډلې د دې نه جدا شوي دي او په خپلواکه توګه فعاليت کوي او يا د نورو ترهګريزو ډلو لکه د داعش سره د وفادارۍ ژمنه کوي."

په ټي ټي پي کې دننه د جګړې له امله، دا د معمول خبره جوړه شوې چې ټي ټي پي د مخالفو ډلو وسله وال وژني او هغوی د "جاسوسانو" په توګه ښکاره کوي.

په پيښور کې د استخباراتو يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل،د احسان الله احسان، چې د ټي ټي ټي او جميعت الاحرار پخوانی وياند دی او تسليم شوی و، نه وروسته، داخلي جګړي او د مخالفو ډلو لخوا د ياغيانو وژل نه يوازې په مهمند او باجوړ ضلعو کې زيات شول، بلکې په کونړ صوبې، افغانستان کې هم زيات شول."

دي نيوز ورځپاڼې راپور ورکړو چې د اکتوبر په ۵ مه، تحريک طالبان پاکستان په دره آدم خيل کې د ټي ټي پي د پخواني کمانډر، عارف عرف کاکا، د وژلو مسوليت په غاړه واخيستو ځکه چې هغه د بلې ډلې سره يو ځای شوی و او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی و."

د ټي ټي پي د ستراتیژۍ سند د ټیټې کچې وسله وال د یو بل د وژلو نه منع کوي.

په دغه سند کې ويلی شوي: "که چیرې دا ثابته شوه چې یو کس په جاسوسۍ کې ښکیل دی، نو یوازې امیر یا نايب امیر به هغه وژني."

د ملکي وګړو په مرګ ژوبله غصه

د عامو خلکو د زياتيدونکي غوسې سره، تحریک طالبان پاکستان په سیاسي جلسو او انتخابي اميدوارانو باندې د بريدونو ترسره کولو لپاره خپله پاليسي ترک کړه. د ستراتیژۍ سند وسله والو ته لارښوونه کوي چې په راتلونکي کې په دوی برید ونه کړي.

که څه هم، دا ټینګار کوي چې امنیتي ادارې او امنیتي پرسونل او همدارنګه ججان، وکيلان او د حکومت پلوه لشکرونه (قبایلي مليشې) په نښه کول به د هغوی لومړیتوب وي.

ټي ټي پي تاريخ لري چې دې په عامه ځایونو کې، د سکولونو، جوماتونو او سیاسي جلسو په ګډون، ملکي وګړي وژلي دي.

د جولای په ۱۰ مه په يو وروستي مثال کې، د تحریک طالبان پاکستان یو ځانمرګي برید کوونکي د خیبر پښتونخواه اسمبلۍ د سيټ لپاره د عوامي نيشنل پارټۍ اميدوار هارون بشیر بلور او لږترلږه ۲۰ نور پاکستانيان په پیښور کې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زبردست

ځواب

زه د هغوی څخه غوښتنه کوم چې د حکومت سره کيني او خبرې اترې پيل کړي څو دا مسله حل کړي او تحريک ختم کړي او د پاکستاني وګړو په شان له سولې سره ژوند وکړي.

ځواب

هو

ځواب