کابل -- له را روانو انتخاباتو څخه د طالبانو ښکاره وېره نه یوازې دا چې په افغانستان کې له هغوی څخه د ولس د ملاتړ غلطې ادعاوې کمزورې کوي، بلکې همدارنګه د اسلام او له ولسواکۍ سره د هغه د ارتباط په هکله د اورپکو قصدي غلط تفسیر هم څرګندوي.
په یوه ګواښونکې اعلامیه کې، چې تېره اونۍ خپره شوه، طالبانو افغان عوامو ته خبرداری ورکړ چې د تلې د ۲۸ مې په پارلماني ټاکنو کې برخه نه اخلي، او خپلو جنګیالیو ته یې لارښوونه وکړه چې د دغې ولسواکې پروسې مخه ونیسي او هغه کسان په نښه کړي چې د دې پروسې د بریالیتوب لپاره کار کوي.
په اعلامیه کې، چې طالبانو په کې ځانونه اسلامي امارت بللی، راغلي، «د افغانستان اسلامي امارت باور لري چې زمونږ د هېواد موجود شرایط نه له منطقي پلوه او نه هم له دیني پلوه د دې اجازه ورکوي چې داسې انتخاباتي پروسې دې په کې ترسره شي،»
اورپکو له افغانانو څخه غوښتي چې له دغو انتخاباتو څخه بایکاټ وکړي او ترې تېر شي.
غلطې نظریې تلپاتې ساتل
د طالبانو له خوا د انتخاباتو د ردولو ریښه له داسې یوې غلطې نظریې څخه سرچینه اخلي چې اورپکي غواړي چې تلپاتې یې وساتي -- او هغه دا چې ولسواکي د اسلام او اسلامي دولت پر ضد ده، او هغه د لوېدیځو هېوادونو له خوا په افغانستان باندې تپل شوې ده.
افغان دیني عالمان، چې د طالبانو نظریه ردوي،وایی، هغوی باور لري چې د هېواد اساسي قانون، چې په اسلامي اساساتو ولاړ دی، افغانانو ته داسې بنسټونه برابر کړي چې د هغو په اساس کولی شي چې د ولسواکو انتخاباتو له لارې خپل مشران وټاکي.
په کابل کې یوه دیني عالم، سلیم حسني، سلام ټایمز ته وویل، «انتخابات او ولسواکي په بشري ټولنه کې د عصري مفاهیمو په ډله کې دي، خو هغه په هېڅ صورت هم له اسلام سره په تضاد کې نه دي،»
هغه وویل، «مونږ د اسلام له لومړني تاریخ څخه ډېر داسې مثالونه لرو چې هغه له اوسنۍ ولسواکۍ او انتخاباتي سیستم سره ورته دي. د هغو مشابهتونو په ډله کې داسې مېکانېزم هم شامل دی چې په کې د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مسلمان خلیفه ګان او واکمنان انتخاب شوي وو،»
«حتی په هغه وخت کې هم، مسلمان خلیفه ګان او واکمنان -- چې د اوسني وخت د ولسمشر قیاس پرې کېږي -- د توافق د مستقیمې رایې او د مستقیم بیعت له لارې انتخاب شوي وو.»
حسني وویل، «انتخابات د ولسواکۍ له جوړوونکیو اجزاوو څخه یو جز دی. د انتخاباتو اساس په اسلامي تاریخ کې موجود دی، او د انتخاباتو د ترسره کولو په وړاندې هېڅ مذهبي ممانعت نشته،»
هغه وویل، «په اسلام کې د حکومت د کارونو د څارنې د موضوع په هکله بحث شوی دی، او په قران کریم کې د مسلمانانو لپاره د ټولنیزې څارنې حق د یوه حق -- او ان یوه مسؤلیت، په توګه پېژندل شوی دی،»
حسني وویل، «خو د یوه شخص لپاره دا ناممکنه ده چې د حکومت کړنې وڅاري. له دې امله، دا ضروري ده چې انتخابات ترسره شي چې خلک تصمیم ونیسي او د انتخاباتي پروسې له لارې پارلمان ته خپل استازي وټاکي څو د حکومت د چارو د کتونکي په توګه کار وکړي.»
حسني تاکید وکړ، «په اسلامي کلتور کې، داسې یو مفهوم موجود دی چې 'د ټولنیز مسؤلیت احساس' بلل کیږي. مسلمانان باید دا احساس ولري چې هغوی د خپل برخلیک او راتلونکي مسؤل دي. له دې امله، په انتخاباتو کې برخه اخیستنه د هر مسلمان صحیح او ټولنیز مسؤلیت دی،»
له ولسواکۍ څخه وېره لرل
افغان تحلیلګران او د مدني ټولنې مشران باور لري چې ولسواکي له اسلام سره مطابقت لري او دا چې طالبان په قصدي توګه اسلام د خپلې اجندا لپاره غلط تفسیروي.
د کابل پوهنتون یوه استاد، داود راوش، سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ د هېواد د اساسي قانون په اساس، انتخابات ترسره کول او انتخابېدل د افغانستان د هر تبعه حق دی،»
هغه وویل، «ولسمشران، او همدارنګه په پارلمان کې د خلکو استازي، ټول د خلکو له خوا د ازادو او منصفانه انتخاباتو له لارې ټاکل کیږي. په انتخاباتو کې د رایې ورکولو له لارې، خلک کولی شي چې خپل حکومت او مشران وټاکي،»
راوش وویل، «ولسواکي یعنې د خلکو حکومت د خلکو له خوا او د خلکو لپاره. له دې امله، دا په مونږ ټولو لازمه ده چې په انتخاباتو کې برخه واخلو او موجود دیموکراتیک سیستم وساتو، د طالبانو د حکومت په څېر سیستم رد کړو او د تېرو ۱۷ کالو لاسته راوړنې خوندي کړو،»
د افغان مدني ټولنو د مجتمع رییس، عزیز رفیعي، سلام ټایمز ته وویل، «د انتخاباتو په هکله د طالبانو موقف د هغوی کمزورتیا ښیي او هغه له مدني او دیموکراتیکو پروسو سره د مخامخ کېدلو په برخه کې د هغوی نه وړتیا په ګوته کوي. د دې دلیل، چې هغوی عصري او ولسي پروسې ردوي، دا دی چې دغه ډول پروسې به د هغوی [د طالبانو] مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.»
رفیعي وویل، «په اوس وخت کې، انتخابات د خلکو لپاره یوازنۍ لاره ده چې خپل مشران پرې انتخاب کړي او د انتخاباتو له هغو میتودونو سره مطابقت لري چې د اسلام د تاسیس په کلونو کې ترې استفاده شوې وه او خلکو خپل مشران د مستقیمې رایې او د بیعت د اعلامولو له لارې انتخابول،»
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، «د انتخاباتي پروسې د مخنیوي لپاره د خپلو پلانونو په اعلانولو سره، طالبان غواړي چې د هغې ملي پروسې، چې ټول افغانان یې غواړي، مخه ونیسي،»
هغه وویل،«خلک خپل حکومت او پارلمان ته په رایه اچونه کې د برخه اخیستنې له لارې مشروعیت ورکوي، خو طالبانوېرېږي چې ولسواکي او انتخابات به په افغانستان کې په یوه نورماله پروسه باندې بدل شي،»
رفیعي تاکید وکړ، «په اساس کې، دیموکراسي او انتخابات له اسلام سره په ټکر کې نه دي. طالبان په سیاسي پروسه کې د زیات شمېر خلکو له برخه اخیستنې څخه وېرېږي ځکه چې هغوی نه غواړي چې د هېواد اتباع خپل برخلیک د دیموکراتیکو پروسو له لارې وټاکي،»
په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، شاکر منیر، سلام ټایمز ته وویل، «ولسواکي او انتخابات په سیاسي قدرت کې د خلکو برخه اخیستنه ښیي، چې اوس د نړۍ په ټولو هېوادونو کې منل شوې ده،»
«له ښه مرغه، زمونږ اساسي قانون -- چې په اسلامي اساساتو ولاړ دی -- افغانانو ته دا حق ورکوي چې خپل ولسمشران او د پارلمان غړي د انتخاباتو له لارې، چې د ولسواکۍ یوه اساسي مبنا ده، وټاکي.»
منیر څرګنده کړه، «دیموکراسي او انتخابات د سیاسي سیستمونو لپاره د اعتبار او مشروعیت اساسات جوړوي. خلک غواړي چې د یوه مشروع حکومت د جوړونې لپاره له خپلو حقونو څخه استفاده وکړي. د انتخاباتو او دیموکراسۍ یوازنی بدیل به د مطلقه واکمنیو، ترهګرو رژیمونو رامنځته کېدل وي، او انتخابات له استبداد او انارشۍ څخه د هېواد د ژغورنې یوازنۍ لاره ده،»
د ازادۍ دښمن
په ولسي جرګه کې د کابل ولایت یوه استازي، محمد فرهاد صدیقي، سلام ټایمز ته وویل، «طالب اورپکي د حکومتولۍ لپاره هېڅ پلان نه لري. د هغوی باور د ولسواکو پروسې پر خلاف دی. دغه ډله غواړي چې د دکتاتورۍ او استبداد له لارې قدرت ترلاسه کړي،»
صدیقي وویل، «۱۷ کاله کیږي چې افغانان سوله غواړي خو طالبان غواړي چې [د انتخاباتو پرځای] د جګړې، تاوتریخوالي او ټولوژنې له لارې پر خلکو خپل دکتاتورانه او مطلقه واکمني تحمیل کړي،»
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي، محصل، محمد وارث، د صدیقي نظر تایید کړ.
وارث سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د ازادۍ، ولسواکۍ او انتخاباتو دښمنان دي،»
هغه وویل، «رایه ورکونه زما مدني او سیاسي حق دی. زه به په انتخاباتو کې برخه واخلم او رایه به ورکړم څو زما په هېواد کې دیموکراسي رامنځته شي. زه به هېڅکله هم طالبانو ته اجازه ورنه کړم چې ما زما له مدني او سیاسي حقونو څخه، چې اسلام او د افغانستان اساسي قانون ماته راکړي دي، محروم کړي.»
هغه زیاته کړه، «په انتخاباتو کې برخه اخیستنه هم یوه اسلامي وجیبه ده،»
په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر، جنرال سکندر اصغري، سلام ټایمز ته وویل، «د خلکو له نظره، طالبان یوه منفوره ډله ده،»
هغه وویل، «له یوه حقوقي، سیاسي او دیني موقف څخه، طالبان یوه غیرمشروع، ناکامه ډله ده چې ناقانونه فعالیتونه ترسره کوي.کله چې هغوی په افغانستان کې واکمني کوي، هغوی د خپلو ټوپکونو له لارې واک چلوي -- نه د خلکو د خوښې له لارې. او هغوی له دې امله انتخابات نه مني چې هغوی د خلکو له رایې څخه وېرېږي،»
«که انتخابات ترسره شي، طالبان به لا نور څنډې ته ټېل وهل شي.»
طالبان د جمهوريت نه نه ويريږي، بلکې مغرب او هغه کسان، چې په دنيا کې فساد کوي، د اسلام او اسلامي قوانينو نه ويريږي. په اسلام کې د مالدار لپاره ځای نشته خو د نيکو خلکو لپاره ځای شته. د جمهوريت هر يو اصول د اسلام خلاف دی. د مثال په توګه نارينه او ښځې يو شان دي رنډۍ او عالم يو شان دي بد او ښه يو شان دي منافق کافر او مسلمان يو شان دي په اسلام کې قانون جوړونکی يوازې الله دی او په جمهوريت کې اصل قانون ساز پارلمان دی چې شرک دی قرآن د چا منظورۍ ته محتاجه ګڼل کفر دی که دلته کې پارلمان نه غواړي نو اسلامي سزا نشته. سود حلال دی. د غل لاس پريکول دغه شان د جمهوريت هر شی د اسلام خلاف دی. او الله فرمايي چې څوک د اسلام نه علاوه بله لاره اختيار کړي، هغه به د منلو وړ نه وي او د قيامت په ورځ به په زيان ترلاسه کوونکو کې وي .. سوره عمران آيت ۸۵
ځوابتبصرې 5
په دې مقاله کې، د اسلامي تاريخ په رڼا کې د جموريت او انتخاباتو لپاره بيعت يو بنياد ګرځول شوی دی. دا ډيره د افسوس خبره ده چې داسې ګمراه کونکی دليل ورکول کيږي. بيعت د خليفه د انتخاب نه وروسته د هغه د اطاعت وعدې ته ويل کيږي، لکه څنګه چې د وزيرانو د انتخاب نه وروسته حلف برداري ترسره کيږي. که څه هم د دې نه مخکې د انتخاباتو ترسره کول دي.
ځوابتبصرې 5
د جمهوريت پيروکارانو له پکار ده چې په پاکستان ته راشي او وګوري چې جمهوريت زمونږه سره څه کړي دي. جمهوري مشران د مغرب نه قرض اخلي، په هغې کې غبن کوي او بيرته يې په مغربي بينکونو کې جمع کوي او د غريبو عوامو ټول ژوند په قرض ورکولو کې تير شي.. جمهوريت جمهوريت کوئ په تيرو لسو کلونو کې دې افغان جمهوریت پسندو خلکو په دوبئ کې د ټولو نه زيات جايداد اخيستلی دی .. د دې نه وروسته بيا پاکستانيان .. يوه بله خبره شيعه ګان په افغانستان کې اقليت دي.
ځوابتبصرې 5
طالبان د جمهوريت نه نه ويريږي، بلکې مغرب او هغه کسان، چې په دنيا کې فساد کوي، د اسلام او اسلامي قوانينو نه ويريږي. په اسلام کې د مالدار لپاره ځای نشته خو د نيکو خلکو لپاره ځای شته. د جمهوريت هر يو اصول د اسلام خلاف دی. د مثال په توګه نارينه او ښځې يو شان دي رنډۍ او عالم يو شان دي بد او ښه يو شان دي منافق کافر او مسلمان يو شان دي په اسلام کې قانون جوړونکی يوازې الله دی او په جمهوريت کې اصل قانون ساز پارلمان دی چې شرک دی قرآن د چا منظورۍ ته محتاجه ګڼل کفر دی که دلته کې پارلمان نه غواړي نو اسلامي سزا نشته. سود حلال دی. د غل لاس پريکول دغه شان د جمهوريت هر شې د اسلام خلاف دی. او الله فرمايي چې څوک د اسلام نه علاوه بله لاره اختيار کړي، هغه به د منلو وړ نه وي او د قيامت په ورځ به په زيان ترلاسه کوونکو کې وي .. سوره عمران آيت ۸۵
ځواباسلام زندہ باد
ځوابتبصرې 5