ټاکني

په خیبر پښتونخواه کې د ضمني انتخاباتو نتيجې د ترهګرۍ لپاره شکست دی

د جاويد خان لخوا

په پاکستان کې د انتخاباتو افسران د ۲۰۱۸ د اکتوبر په ۱۳ مه په پیښور کې د ویشلو په مرکز کې د انتخاباتو لپاره مواد وړي. له ۱۰۰ څخه زیاتو اميدوارانو د اکتوبر په ۱۴ مه په ضمني انتخاباتو کې د قوامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ د ۳۵ سيټونو لپاره انتخاباتو ته ولاړ ول. [عبدل مجيد/ای ايف پي]

په پاکستان کې د انتخاباتو افسران د ۲۰۱۸ د اکتوبر په ۱۳ مه په پیښور کې د ویشلو په مرکز کې د انتخاباتو لپاره مواد وړي. له ۱۰۰ څخه زیاتو اميدوارانو د اکتوبر په ۱۴ مه په ضمني انتخاباتو کې د قوامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ د ۳۵ سيټونو لپاره انتخاباتو ته ولاړ ول. [عبدل مجيد/ای ايف پي]

پیښور -- د جولای په ۲۵ مه د عمومي انتخاباتو نه مخکې، د دوو سیاستدانانو د کورنيو غړي په ځانمرګي بریدونو کې ووژل شول، خو دوی ترهګرو ته تسليم نه شول او د اکتوبر په ۱۴ مه په ضمني انتخاباتو کې يې د خپلو کورنيو غړو سيټونه وګټل.

ثمر هارون بلور د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د پي کې-۷۸ نه سيټ وګټلو او د خپل میړه هارون بشیربلور، چې د عوامي نیشنل پارټۍ (ای اين پي) مشر و او د جولای په ۱۰ مه وژل شوی و، ځای یې ترلاسه کړو.

هارون بلور هغه وخت ووژل شو کله چې یو ځانمرګي برید کونکي په يکه توت کلې کې په هغې يوې ريلي کې ځان ته چاودنه ورکړه چيرې چې بلور موجود و. په دغه بريد کې، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يې مسوليت منلی و، لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي ول.

سردار آغاز ګنډا پور د پي کې-۹۹ ډيره اسماعيل خان نه خپل سيټ وګټلو او د خپل پلار سردار اکرام الله ګنډا پور، چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) غړی او د خیبر پښتونخواه د زراعت لپاره پخوانې وزیر و، ځای ترلاسه کړو. اکرام الله ګنډا پور د جولای په ۲۲ مه د خيبر پښتونخواه په کلاچي سيمه کې هغه وخت ووژل شو کله چې یو ځانمرګي برید کوونکي د هغه ګاډی په نښه کړو.

په پیښور کې د پولیسو او پوځ سينير چارواکي د اکتوبر په ۱۴ مه د پولنګ سټيشنونو څخه ليدنه کوي چې د اکتوبر په ۱۴ مه د ضمني انتخاباتو لپاره د امنیتي ترتیباتو معاینه کوي. [کی پي پولیس]

په پیښور کې د پولیسو او پوځ سينير چارواکي د اکتوبر په ۱۴ مه د پولنګ سټيشنونو څخه ليدنه کوي چې د اکتوبر په ۱۴ مه د ضمني انتخاباتو لپاره د امنیتي ترتیباتو معاینه کوي. [کی پي پولیس]

یوه ښځه په پیښور کې د جولای په ۲۵ مه په پيښور کې په عمومي انتخاباتو کې په يو پولنګ سټيشن کې ووټ اچوي. په پيښور او ډيره اسماعيل خان کې ګڼ شمير ووټ ورکوونکو د اکتوبر په ۱۴ مه د ځانمرګي بريدونو د قربانيانو د کورنۍ غړو ته ووټ ورکړو چې د هغو کسانو لپاره خپل ملاتړ څرګند کړي کوم چې د ترهګرۍ پر وړاندې ولاړ وي. [جاوید خان]

یوه ښځه په پیښور کې د جولای په ۲۵ مه په پيښور کې په عمومي انتخاباتو کې په يو پولنګ سټيشن کې ووټ اچوي. په پيښور او ډيره اسماعيل خان کې ګڼ شمير ووټ ورکوونکو د اکتوبر په ۱۴ مه د ځانمرګي بريدونو د قربانيانو د کورنۍ غړو ته ووټ ورکړو چې د هغو کسانو لپاره خپل ملاتړ څرګند کړي کوم چې د ترهګرۍ پر وړاندې ولاړ وي. [جاوید خان]

په اکتوبر ۲۰۱۳ کال کې، د ګنډا پور ورور، سردار اسرار الله خان ګنډا پور، چې په خیبر پښتونخواه کې د قانون پخوانی وزیر و، په ډیره اسماعیل خان کې په خپل میلمه خانه کې په يو ځانمرګي برید کې وژل شوې و.

'د ترهګرو لپاره شکست'

افراسياب خټک، چې د پاکستان د بشري حقوقو کمیشن مشر او د ای اين پي سنيټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ترهګر کولی شي چې خلک ووژني، خو دوی د خلکو اراده نه شي وژلې."

هغه وويل، ترهګرو هارون بلور شهيد کړو، خو دوی د هغو خلکو اراده نه شي کمزوري کولی کوم چې د سولې ملاتړ کوي.

هغه وويل، "همداراز د شهید اکرم الله ګنډا پور کورنۍ د ستاينې وړ ده چې دوی ټينګ پاتې شول او د عزتمندو پښتنو په څير د ترهګرو د جرمونو په وړاندې ودريدل." "خلکو په مثبت ډول د هغوی زړورتیا ته ځواب ورکړو."

خټک وويل، "د هغوی برياليتوب د ترهګرو لپاره شکست دی."

د ژوند د ټولو برخو پاکستانیانو د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو د نتيجو هرکلې وکړو.

فهيم ولي، چې په مردان کې يو سينير وکيل دی، په يو ټويټ کې وويل، "دا ښه خبره ده چې ثمر بلور او د اکرام الله ګنډا پور زوی انتخابات وګټل. مونږ د دې کورنيو ستاينه کوو چې دوی ټينګ پاتې شول او د هغه خلکو ستاينه کوو چې د هغوی د کاميابۍ لپاره يې ووټونه ورکړل."

رضا احمد رومي، چې يو سينير ژورناليسټ او د ډيلي ټايمز ورځپاڼې مدير دی، په يو ټويټ کې وويل، "مونږ ثمر بلور ته مبارکي وايو چې ترهګرو ته يې ماتی ورکړو او د پېښور نه بریالۍ شوه."

بريګيډير (ريټايرډ) اسد منير، په يو ټويټ کې وويل، "مونږ ثمر بلور، چې د دوو سترو شهيدانو بلور سياستدانانو ميرمن او نګور ده، ته مبارکي ورکوو."

د هارون بلور پلار، بشیر احمد بلور، چې د هغه حلقې نه قانون جوړونکی او په صوبايي کابینه کې يو سينير وزير و، په دسمبر ۲۰۱۲ کال کې په قیصه خواني کې په ځانمرګي برید کې وژل شوی و.

د ترهګرۍ سره د مبارزې تاریخ

ثمر بلور د خپلي کاميابۍ نه وروسته پاکستان فارورډ ته وویل، "زه به د خپلو خلکو لپاره کار وکړم لکه څنګه چې د بلور د کورنۍ نورو غړو د ټولنې لپاره کار کړی و."

د بلور کورنۍ د ۱۹۹۸ کال راهیسې په پېښور کې په سیاست کې نفوذ لري کله چې غلام احمد بلور، چې د بشير بلور مشر ورور دی، د پارلمان د سيټ لپاره انتخابات وګټل.

غلام د اکتوبر په ۱۴ مه خبريالانو ته وويل، "موږ د ټولو ووټ ورکوونکو او همدارنګه د هغه سياسي پارټو مننه کوو چې په انتخاباتو کې يې ووټ ورکړو او زمونږ سره يې مرسته وکړه."

هاشم خان، ۴۸ کلن، چې د مهمند ايجنسۍ قبايلي غړی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په خپلو حلقو کې ووټ ورکوونکي د يکشنې په ورځ په ګڼ شمير کې راوتل چې د شهید د کونډې لپاره ووټ ورکړي او د دغې کورنۍ او قربانیانو لپاره خپل درناوی څرګند کړي."

هغه وويل، د هغه او د هغه د کورنۍ غړي ټولو ثمر ته ووټ ورکړو چې وسله والو ته وښيي چې په زرګونو خلک د شهيدانو د کورنۍ سره ولاړ دي.

ثمر هم لومړۍ ښځینه ده چې په ۱۶ کالو کې په خیبر پښتونخواه کې د غزاله حبيب تنولي، چې په ۲۰۰۲ کال کې د ضلع مانسهره نه ټاکل شوي وه، نه وروسته د عمومي سيټ لپاره د مستقيمو انتخاباتو له لارې وټاکل شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بلور کورنۍ ډيره ښه کورنۍ ده

ځواب