چاپیریال

عمران خان د 'پاک شين پاکستان' په نامه کمپاین پیلوي

د جاويد خان لخوا

د سکول ماشومان د اکتوبر په ۸ مه د پیښور په حيات آباد کې د پاک شين پاکستان کمپاین په لومړۍ ورځ یو پارک پاکوي. [ډي سي پيښور]

د سکول ماشومان د اکتوبر په ۸ مه د پیښور په حيات آباد کې د پاک شين پاکستان کمپاین په لومړۍ ورځ یو پارک پاکوي. [ډي سي پيښور]

پیښور -- د پاکستان حکومت په ټول هېواد کې د 'پاک شين پاکستان' په نوم د صفايۍ يو نوی کمپاین پیل کړی دی.

وزير اعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۸ مه) په مرکزي ښار کې په مراسمو کې دغه کمپاين پيل کړو.

هغه په اسلام آباد کې د پاک شين پاکستان کمپاين په افتتاحي مراسمو کې وویل، "دا کمپاین په څلورو برخو کې تقسيم شوی دی. ټول وزير اعلاګان، ګورنران، وزیران او نور به په دې کمپاین کې په بشپړ ډول برخه واخلي."

د موسمیاتي تبدیلۍ لپاره وفاقي وزیر ملک آمین اسلم او د خیبرپښتونخواه او پنجاب وزير اعلاګان، محمود خان او سردار عثمان بزدار، په ترتيب سره په دغه مراسمو کې موجود ول.

کارګران د اپريل په میاشت کې د پيښور په صدر بازار کې د سړک غاړه رنګ کوي. د پاکستان حکومت د اکتوبر په ۸ مه د پاک شين پاکستان کمپاین پيل کړو چې ککړتيا ختم کړي او یو پاک چاپیریال یقیني کړي. [جاوید خان]

کارګران د اپريل په میاشت کې د پيښور په صدر بازار کې د سړک غاړه رنګ کوي. د پاکستان حکومت د اکتوبر په ۸ مه د پاک شين پاکستان کمپاین پيل کړو چې ککړتيا ختم کړي او یو پاک چاپیریال یقیني کړي. [جاوید خان]

خان وويل چې د دې کمپاين موخه ککړتيا کمول او د راتلونکو نسلونو لپاره پاک او شين هیواد چمتو کول دي.

خان وويل، "صفايي به [هم] د لومړي کلاس نه تر ۵ کلاس پورې [په سکولونو] کې د نصاب برخه جوړه شي." هغه زياته کړه، دا کمپاين له مخکې نه په اسلام آباد کې په سکولونو کې پيل شوی دی.

هغه وويل، چارواکي به په کليو او تحصيلونو کې د خځلو د دفن کولو لپاره ځای په ګوته کړي، او هغه تحصيلونه به هره دوه مياشتې انعامونه ترلاسه کړي کوم چې د صفايۍ په کمپاین کې ښه کارکردګي ښيي.

د خان له مخې، "حکومت به د خځلو د ځای په شاوخوا کې د خځلو - انرژۍ پروجيکټونه پیل کړي چې د ضایع شوي موادو نه بجلي جوړه کړي." هغه زياته کړه چې رضاکاران به له حکومت سره مرسته وکړي چې په کمپاين کې د پرمختګ څارنه وکړي.

يوازې ۴۲٪ پاکستانيان ټایلټونو ته لاسرسی لري، خو حکومت به دا يقيني کړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې هر يو کور يو ټایلټ لري. هغه زیاته کړه چې د تشنابونو پراخه نشتوالي سیاحت کم کړی دی.

خان خلکو ته وويل، "ټول حکومتي او غير حکومتي موسسې بايد د ککړتيا د ختمولو او د زياتو ونو د کرلو له لارې د پاکستان په پاک او شين جوړولو کې خپل رول ولوبوي."

د اقلیم بدلون لپاره وفاقي وزیر اسلم وویل، "د [عمران خان] حکومت ژمن دی چې پاکستان د ککړتیا نه پاک کړي او شين هیواد ترې جوړ کړي." اسلم وويل چې حکومت به په راتلونکو مياشتو کې مثالي اقدامات وکړي چې د خلکو په ملاتړ پاکستان پاک او شين جوړ کړي.

د 'پاک شين پاکستان' لپاره وګړي

په ټول هيواد کې پاکستانيانو، چې د دې کمپاین له خوا هڅول شوي، د دې کمپاين ستاینه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د 'پاک شين پاکستان' کمپاين په کامیابولو کې به خپل رول ولوبوي.

ملک نذير، چې په پېښور کې د کلي شورا ناظم دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ به ځوانان او د آبادۍ نورخلک بوخت کړو چې زياتې ونې وکري، خپل نيبرهوډونه پاک وساتي او دا يقيني کړي چې په کوڅو او سړکونو کې ضایع شوي مواد ونه غورځوي."

د نذير له مخې، دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې وزیر اعظم په ملي کچه د صفايۍ داسې کمپاین پیل کړی دی. "دا به زموږ سره مرسته وکړي چې په راتلونکو کلونو کې پاکستان پاک او شين جوړ کړو."

څنګه چې کمپاین پیل شو، نو ګڼ شمير زده کونکو په دغه کمپاين کې برخه واخيسته چې پارکونه، سړکونه او نور ځایونه پاک کړي.

عمران حامد شيخ، چې د پېښور ډپټي کمیشنر دی، د سکول ماشومانو او نورو رضاکارانو سره په باغ ناران پارک کې د صفايۍ کمپاین مشري وکړه. دغه ډلې ضايعه مواد، کاغذونه او نور سخاوالي په حيات آباد نيبرهوډ کې د پراخه پارک نه راټول کړل.

د پیښور کميشنر شهاب علي شاه پاکستان فارورډ ته وویل، "د پیښور په ۲۰ ځايونو کې د 'پاک شين پاکستان' کمپاین پيل شوی دی."

خلک کولی شي چې د هغو ځایونو انځورونه د ضلعي انتظاميې وټس ايف نمبر (۰۳۳۶۵۸۱۱۱۱۹) ته واستوي کوم چې د چارواکو پام ته اړتیا لري. "عام خلک او حکومت په ګډه کولی شي چې دا کمپاين کامياب کړي."

نسيم زهره، چې په اسلام آباد کې يوه ژورناليسټه ده، په يو ټويټ کې وويل، "پاک شين پاکستان، بالاخره، حکومت د اوږدې مودې راهيسې نظر انداز شوی خو ډيرې مهمې مسلې ته پام وکړو چې هره ورځ د ټولو پاکستانيانو په ژوند اثر کوي."

په يو بل ټويټ کې، په اسلام آباد کې د ټي وي کوربه او تبصره کوونکي، معيد پيرزاده، وویل، "د عمران خان حکومت لخوا يو حيرانونکی نوښت. دا ډير اړين و. راځئ چې لومړی اسلام آباد د دې يو انتظامي ماډل په توګه جوړ کړو. راځئ چې د اوبو په کوچنیو نالو کې د ضايع موادو اچولو نه ډډه وکړو."

په تیره هفته کې، د خیبرپښتونخواه حکومت په صوبه کې د صفايۍ مهم د برخې په توګه خپل فعالیتونه پیل کړل.

شهرام ترکۍ، چې د ځايي حکومت، انتخاباتو او کليوالي پراختيا لپاره صوبايي وزير دی او د کاري ځواک مشري کوي، د اکتوبر په ۲ مه ميډيا ته وويل، "يو کاري ځواک، چې په ۱۴ غړیو، د صوبايي وزيرانو د انتظامي سيکريټريانو په شمول، مشتمل دی، د دې مقصد لپاره جوړ شوی دی."

هغه وويل، دا کاري ځواک به د ضايع شوي موادو، د صنعتونو، هسپتالونو او زراعت د ضايع شوي موادو په شمول، په خوندي توګه د لرې کولو لپاره د يوې ستراتيژۍ په جوړولو کې مرسته وکړي چې د چاپېريال او د ځمکې د اوبو د ککړتيا مخه ونيسي.

ترکۍ وويل، دا کاري ځواک به د صفايۍ ورځې، هفتې او مياشتې ولمانځي او د ککړتيا په وړاندې په کمپاين کې به نادولتي موسسې او خلک بوخت کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500