امنیت

پخوانی طالب قوماندان وایي، ایران او روسیه په افغانستان کې د سولې مخه نیسي

د هدایت الله راپور

د طالبانو یو پخوانی قوماندان، ملا درمحمد، چې د تلې په ۱ له څلورو نورو کسانو سره یوځای د سولې پروسې سره یوځای شو، وویل چې ایران او روسیه د خپلو ګټو لپاره له دغه اورپکي ګروپ سره مرستې کوي. [هدایت الله]‌

کندوز -- د طالبانو یو ګروپ، چې په وروستیو کې په کندوز ولایت کې د سولې پروسې سره یوځای شوی، وایي، چې روسیه او ایران د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د اورپکو دغه ګروپ ته ملاتړ برابروي.

د طالب جنګیالیو یوه ګروپ، چې ملا درمحمد یې مشري کوي، د تلې په ۱، خپلې وسلې د کندوز د پولیسو په ولایتي مرکز کې په یو لړ مراسمو کې ځایي مقاماتو ته وسپارلې.

درمحمد سلام ټایمز ته وویل،«ما له ۱۴ کالو راهیسې د افغانانو او حکومت پر ضد جنګ وکړ. طالبان په څو ډلو او ډلګیو وېشل شوي او پاکستان، ایران او روسیه یې ملاتړ کوي،»

هغه وویل، د ایران او روسیې په څېر هېوادونو له خوا برابرېدونکي ملاتړ د دې مخه نیولې چې د هغه ملګري جنګیالي د سولې پروسې سره یوځای شي.‌

د طالب جنګیالیو یو ګروپ،‌ چې ملا درمحمد یې مشري کوي، د تلې په ۱ په کندوز ښار کې د سولې پروسې سره یوځای شو. [هدایت الله]

د طالب جنګیالیو یو ګروپ،‌ چې ملا درمحمد یې مشري کوي، د تلې په ۱ په کندوز ښار کې د سولې پروسې سره یوځای شو. [هدایت الله]

د اورپکو یو ګروپ د تلې په ۱ د کندوز ولایت د پولیسو په مرکز کې خپلې وسلې او مهمات سپاري. [هدایت الله]

د اورپکو یو ګروپ د تلې په ۱ د کندوز ولایت د پولیسو په مرکز کې خپلې وسلې او مهمات سپاري. [هدایت الله]

هغه وویل، «زه د خپلو خلکو په وړاندې د خجالت احساس کوم، او زه د دې له امله چې کېدای شي... څوک [ملکي خلک] زما له لاسه شهیدان یا ټپيان شوي وي، د زړه له تله بخښنه غواړم،»

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په دغو مراسمو کې وویل، «مونږ خپلو طالبانو ورونو ته، چې جنګ بس کوي او د سولې لاره نیسي، ښه راغلاست وایو او ملاتړ یې کوو،»

نعیمي وویل، «زه په هغو کسانو، چې د خارجیانو په حکم، د خپلو وسلو خولې د خپلو ورونو خواته سیخوي، غږ کوم، او ورته وایم: جنګ بس دی! په خپلو خلکو باندې رحم وکړئ او سولې ته راشئ،»

د افغانستان په چارو کې لاسوهنه

په کندوز کې یوه سیاسي فعال، نورالدین ساپي، سلام ټایمز ته وویل، ایران او روسیه له دې امله طالبان پیاوړي کويچې د هغوی ګټې او هدفونه خوندي کړي.‌

هغه وویل، «د دې لپاره چې په افغانستان کې متحده ایالات او د هغوی شریکان وننګوي،‌ روسیه او ایران د طالبانو په ډله کې پانګونه کوي چې په ټول هېواد کې جنګ روان وساتي،»‌

افغان امنیتي چارواکو ویلي، چې هغوی به د افغانستان په کورنیو چارو کې د هېڅ هېواد لاسوهنه ونه زغمي.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند، انعام الدین رحماني، سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې د هېوادونو استخباراتي ادارې له کلونو راهیسې د افغانستان په شخړه کې ښکېلې دي او د دې لپاره کار کوي چې په افغانستان کې نا امني جوړه کړي،»

هغه وویل، «لکه چې تاسو د کندوز په وروستي جنګ کې وینئ، مونږ د خارجي جنګیالیو جسدونه او ورسره په خارج کېجوړې وسلې وموندل، چې دا هغه ملاتړ ښیي چې طالبان یې له خارجي هېوادونو څخه ترلاسه کوي،»

رحماني زیاته کړه، «مونږ ټولو یاغي ګروپونو ته خبرداری ورکوو چې افغان امنیتي ځواکونه به هېڅکله خارجیانو ته اجازه ورنه کړي چې په بېلابېلو بهانو زمونږ د هېواد لپاره د تخریب سبب جوړ شي، زمونږ ملکي خلک ووژني او زمونږ تاسیسات ویجاړ کړي،»

د طالبانو اصلي هویت

د تسلیم شویو جنګیالیو د مشر، درمحمد، په وینا، د غبرګولي په میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له اعلان شوي درې ورځني اوربند څخه مخکې، د طالبانو د ډلې ډېر غړي د خپل ګروپ د ماهیت په هکله خبر نه ول.

هغه وویل،‌ «دغه اوربند له ډېرو طالب اورپکو سره مرسته وکړه چې خپله لاره وپېژني او هغه لوری، چې هغوی پرې روان ول، درک کړي،» او زیاته یې کړه چې ډېر په دې پوه شول چې «په کور کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کول په ژوند کې تر ټولو غټه خوښي ده.»

هغه روښانه کړه، «د اوربند د دغو درې ورځو په ترڅ کې، ډېرو طالبانو حقیقت درک کړ، خپله ډله یې پرېښودله او لاړل او له خپلو کورنیو سره ژوند کول یې پیل کړل،»

درمحمد وویل، «ډېر طالب اورپکي دې ته تیار دي چې د سولې پروسې سره یوځای شي، خو د خارجي هېوادونو له خوا هغوی له داسې کولو څخه منع کوي،»

د کندوز د سولې د ولایتي شورا رییس، مولوي عبدالبصیر، وویل، «له هغه وخت نه، چې طالب اورپکي د اوربند په ترڅ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره غاړه غړۍ شول،د دغه ګروپ لیکو ته درانه زیانونه ور اوښتي دي،»

هغه وویل، «لکه څنګه چې لیدل کیږي، په کندوز کې د طالبانو حرکت له دې امله کمزوری شوی چې جنګیالي په دې پوه شوي چې افغان امنیتي ځواکونه هم مسلمانان دي،»

هغه وویل، «په عمومي توګه د طالبانو تر منځ د سولې پروسې سره علاقه مندي ډېره زیاته ده،»

د کندوز پوهنتون یوه ۲۸ کلن محصل، عطاءالله حسیني، سلام ټایمز ته وویل،‌«په کوچني اختر کې چې ما طالبان او امنیتي ځواکونه سره یو ځای ولیدل، له خوښۍ نه زما سترګې له اوښکو ډکې شوې،»

هغه وویل، «په طالبانو کې داسې کسان ول چې له ۱۵ کالو راهیسې یې کندوز ښار نه وو لیدلی، او د ښار او خلکو په لیدلو سره د اورپکو په زړونو کې سولې ته هیله بیا پرځای شوه،»

په سوله کې فرصتونه

د مولوي بصیر په وینا، په کابل کې د افغانستان د سولې عالي شورا او د کندوز په شمول، په ولایتونو کې د هغې استازې ادارې، به د هغو طالبانو ملاتړ وکړي چې یاده ډله ترک کوي او د سولې پروسې سره یوځای کیږي.

شورا زیاته کړه، هغه طالبان، چې د طالبانو د ډلې لیکې ترک کوي او له حکومت سره یوځای کیږي، هغوی به وظیفې او د هېواد په پرمختګ کې د برخه اخیستنې په لړ کې د مرستې کولو فرصت ترلاسه کړي.‌

مولوي بصیر وویل، «د اورپکو لپاره به د سولې شورا ته ورتلونکې دروازې پرانستې پاتې شي. مونږ هغو طالبانو ته، چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي، ښه راغلاست وایو،»

هغه وویل، «هغو طالبانو، چې په وروستیو کلونو کې د سولې پروسې سره یوځای شوي، هغوی د حکومت له خوا ګټور امتیازات ترلاسه کړي دي،»‌

د تسلیم شویو اورپکو له ډلې څخه یوه، صدیق کریمي، وویل، چې هغه اراده لري چې ټول ترهګریز فعالیتونه پرېږدي او پرځای یې د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي.‌

کریمي سلام ټایمز ته وویل، «نور، مونږ غواړو چې د خپل هېواد په نېکمرغۍ او بیا رغونه کې برخه واخلو،»‌

هغه وویل،‌ «جنګ ورانی او ویجاړی رامنځته کوي.‌ نور به مونږ د خارجیانو له خوا ونه غولول شو او باید چې د خپلو خلکو او خپل حکومت پر ضد کار ونه کړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500