ځوانان

د خیبرپښتونخواه حکومت ځوانان هڅوي چې د ټولنې ښه غړي جوړ شي

د محمد آهل لخوا

ماشومان د مارچ په میاشت کې په پیښور کې د اسلاميه هايي سکول نه بهر ښودل شوي دي. د وروستي سرشمیرنې له مخې، د ۱۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ ځوانان د پاکستان ۶۰٪ برخه ده. [محمد شکیل]

ماشومان د مارچ په میاشت کې په پیښور کې د اسلاميه هايي سکول نه بهر ښودل شوي دي. د وروستي سرشمیرنې له مخې، د ۱۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ ځوانان د پاکستان ۶۰٪ برخه ده. [محمد شکیل]

پیښور -- مشارکتي تابعيت ته د ودې لپاره د خیبر پښتونخواه حکومت لخوا د ښه وګړی نوښت (جي سي آی) له پیل څخه د شپږو میاشتو نه زياتې مودې وروسته، ښوونکي او محلي چارواکي مثبت پایلې په ګوته کوي.

په يوټيوب باندې د پاکستان تحریک انصاف په رسمي چينل باندې د مارچ په ۹ مه د خپور شوي یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا نوښت درې برخې لري.

په دغه بيان کې راغلې، په لومړۍ برخه کې، جي سي آی موخه لري چې "اخلاقي، باخبره او مشارکتي تابعیت یقیني کړي او د سکول ماشومانو ته په اخلاقي تعلیماتو ورکولو باندې په ځانګړي توګه ټینګار وکړي." دا پړاو په دې تمرکز کوي چې په سکولونو کې د اخلاقي او سماجي مسلو په اړه د تعليم ورکولو له لارې طالب علمانو ته توان ورکړي چې دوی ذمه دار وګړي جوړ شي.

دویمه برخه د ښه وګړو قول (جي سي سي) جوړوي، چې د دې په نتیجه کې به د کالج طالب علمان د ۲۱ ورځو په کورس کې برخه واخلي او په فلاحي مرکزونو کې به کار وکړي، چې په دې کې د وینې د ورکولو په کيمپونو او هسپتالونو کې کار کول شامل دي.

د پاکستان تحریک انصاف اعلاميه په تفصيل سره وايي، د کالج په کچه، جي سي سي به د ملي کیډیټ کورس ځای واخلي.

په دغه بيان کې راغلي چې دریمه برخه د صوبې په ټولو کلني پراختيايي پروجيکټونو کې د فارغانو لپاره د انټرنشپ موقعې رامنځته کوي. زده کونکي "به په ځانګړو برخو کې وروزل شي او دوی ته به توان ورکړي چې د ګريجويشن نه وروسته روزګار ومومي."

د بدلون استازي

د خيبر پښتونخواه د ځوانانو د چارو ډايريکټر، اسفنديار خټک، د سپتمبر په پای کې پاکستان فارورډ ته وویل، "ځوانان د خپلو ژمنو، د مخکې تلو توان او په ټولنه کې د نفوذ لپاره د زياتې لیوالتیا له امله د بدلون استازو په توګه ګڼل کیږي."

. وروستۍ سرشمیرنه ښیي چې د ۱۵ او ۲۹ تر منځ ځوانان د پاکستان د آبادۍ تقريباََ ۶۰٪ برخه ده. هغه وویل، د دوی زيات شمیر زياته پاملرنه او د سرچینو زياته برخه غواړي، چې د خیبرپښتونخواه حکومت ترې په بشپړ توګه خبر دی.

د ځوانانو د پياوړتيا لپاره د خيبر پښتونخواه هڅې يو څو کاله وړاندې تاريخ لري.

خټک وويل، "د واک د منتقلۍ [د حکومت ټيټې کچې ته د فدرالي واکونو منتقلي، يوه پروسه ده، چې په ۲۰۱۰ کال کې پيل شوې وه] نه وروسته د ځوانانو لپاره د يوې فعالې پاليسۍ پيلولو لپاره ... د خیبرپښتونخواه حکومت د ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي مرستې لپاره ۱ ملیارده روپۍ (۸.۱ میلیونه ډالره) پيکيج ورکړی، چې دا زمونږ ژمنه ثابتوي چې ځوانان نسل ښه وګړي جوړ کړي او د هغوی انرژي د غوره ټولنې لپاره استعمال کړي."

هغه وويل، "زموږ د هڅو، د ځوانانو د آزادۍ ترڅنګ، موخه دا ده چې ځوانان د ترهګرۍ، افراطيت او نشه يي توکو نه خوندي وساتو او هغوی ته د خود کفالت او شخصي ودې امکانات چمتو کړو."

هغه وويل، "موږ د لاهور منيجمنټ ساينسز يونيورسټۍ سره همکاري کوو چې هغو ځوانانو ته تخنيکي مهارتونه چمتو کړي چې غواړي چې خپل کار پيل کړي، خو عملي پوهه او تجربه نه لري." هغه زياته کړه، د خيبر پښتونخواه حکومت د دې مقصد لپاره ۵۰۰ ملیونه روپۍ (۴ میلیونه آمريکايي ډالره) مختص کوي."

هغه په تفصيل سره وويل، "تمه کیږي چې تخنيکي روزنه به د ځوانانو لپاره ۳۳۰ سوداګریزې برخې [د سوداګرۍ په مديريت او معلوماتي ټيکنالوژۍ کې د ډګري پروګرامونو په ګډون] جوړې کړي، چې دا به هغوی ته توان ورکړي چې د ځان لپاره په خپله د روزګار موقعې رامنځته کړي."

د وړو زده کونکو لپاره، د خیبرپښتونخواه حکومت د تير دسمبر په میاشت کې د ملي ځوانانو فيسټيول، چې ذهين طالب علمان په کې لټول کيږي، انتظام وکړو. په دغه فيسټيول کې په خيبر پښتونخواه، بلوچستان، سيند او قبايلي سيمو کې د ۱۲۰ سکولونو نه ۱۵،۰۰۰ ماشومانو ګډون وکړو.

خټک وويل، د خيبر پښتونخواه حکومت په دې فيسټيول کې هڅه وکړه چې "د ځوان نسل ملاتړ وکړي، هغوی د خپلو مدني دندو څخه خبر کړي او هغوی د ټولنې ګټوره برخه جوړه کړي."

په ځوانانو تمرکز کوونکي پالیسۍ

انس تکريم کاکاخيل، چې د خیبر پښتونخواه د پرايويټ سکولونو د ريګوليټری اتهارټۍ غړی دی، وویل، "کله چې حکومت يوه پالیسی جوړول پيلوي، نو پکار ده چې د ټولنې هره برخه، د ځوانانو په شمول، په پام کې ونیول شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د پالیسیو په جوړولو کې د ځوانانو اهميت په آبادۍ کې د هغوی د شرحې او شمير له کبله خورا زیات شوی." "په ښه وګړو کې د هغوی بدلون په ټولنه کې د مثبت بدلون په راوستلو کې کارول کیدی شي."

کاکاخيل وويل، جي سي آی ځوانانو ته د خپلو مسؤليتونو په اړه معلومات ورکوي چې د ښه اتباعو په توګه عمل وکړي. "که موږ دا هدف ترلاسه کړو، نو په ټولنه باندې به د دې اثرات اوږدمهاله او ګټه ور وي."

سايمه شيخ، چې په پېښور کې د سوداګرۍ او مدیریت علومو ليکچراره ده، وویل، د ځوانانو وړتیا او صلاحيتونه دا لازم کوي چې د ځوان پلوه پالیسۍ پلي کړو او په ټولنه کې د هغوی تعميري ونډه يقيني کړو.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ د غیر مسلکي او بېروزګار ځوانانو انرژۍ په غوره توګه کارول زموږ د ټولنیزو-اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته کولی شي."

ښه وګړي جوړول

مهر علي شاه، چې په ډیره اسماعيل خان کې په ګومل نونيورسټۍ کې د قانون طالب علم دی، وويل، یوې ټولنې ته وده ورکول ناممکنه ده تر څو چې ټولنه د ځوانانو اهميت ونه پيژني او د هغوی صلاحيتونه استعمال نه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د حکومت نوښت [په احتمالي توګه] کولی شي چې د ټولنیزې پرمختیا لپاره ځوانانو ته په لارښوونې، تدريس او تعليم کې پرمختګ يقيني کړي."

اکبر آفريدي، چې په ګورنمنټ هاير سيکنډري سکول پهندو روډ، پيښور کې پخوانې پرنسپل او ليکچرار پاتې شوی دی، وویل، د جي سي آی په مختلف قسم کړنو کې د خیبرپښتونخواه په ټولو سکولونو کې تقريرونه، بحثونه او په اسمبلو کې لیکچرونه شامل دي، چې موخه يې د زده کوونکو د مسؤلیتونو په اړه پوهاوی رامنځته کول دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه په زده کونکو کې د اخلاقياتو اساسي معیارونه رامنځته کول يو لومړنۍ ګام ګڼم، ځکه چې دا کولی شي چې د ښه اتباعو جوړيدو په اړه د هغوی فکر او سوچ بدل کړي."

هغه وويل، "جي سي آی به ځوانان ګټور وګړي جوړ کړي او دا به په ځوانانو کې د ښه وګړې جوړيدو احساس هم رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500