امنیت

په خيبر پښتونخواه کې د کاميابو په رڼا کې په پنجاب پولیسو کې اصلاحات کيږي

د جاويد خان لخوا

په هغه وخت کې د خیبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني (په مينځ کې) او د خیبرپښتونخواه ګورنر، افتخار حسين شاه (ګس اړخ ته) د کوهاټ ضلعې د پولیسو افسر شعيب اشرف (ښي اړخ ته) نه معلومات ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې دوی په نومبر ۲۰۱۶ کال کې په کوهاټ کې د پولیسو د مرستې د لینونو او پولیسو ته د لاسرسۍ خدمتونو لپاره د یوې نوې ودانۍ پرانسته کوي. [کوهاټ پولیس]

په هغه وخت کې د خیبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني (په مينځ کې) او د خیبرپښتونخواه ګورنر، افتخار حسين شاه (ګس اړخ ته) د کوهاټ ضلعې د پولیسو افسر شعيب اشرف (ښي اړخ ته) نه معلومات ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې دوی په نومبر ۲۰۱۶ کال کې په کوهاټ کې د پولیسو د مرستې د لینونو او پولیسو ته د لاسرسۍ خدمتونو لپاره د یوې نوې ودانۍ پرانسته کوي. [کوهاټ پولیس]

پيښور -- د پاکستان نوی ټاکل شوی حکومت ناصر خان دراني، چې د خیبر پښتونخواه د پولیسو پخوانی انسپکټر جنرل و، ته دنده سپارلې ده چې د خیبر پښتونخواه په پولیسو کې د اصلاحاتو په شان په پنجاب پولیسو کې اصلاحات وکړي.

د اګست په ۱۹ مه قوم ته په خپل لومړي خطاب کې، وزير اعظم عمران خان په پاکستان کې د غوره ملکي ځواک په توګه د خیبر پښتونخواه پولیسو ستاينه وکړه -- دا هغه ځواک دی چې د ترهګرۍ او جرمونو سره د مبارزې کولو توان لري او په خلکو کې د پوليسو مثبت انځور برقرار ساتي. هغه په پنجاب پولیسو کې هم د اصلاحاتو لپاره د خپلې ارادې څرګندونه وکړه.

خان وويل، دراني به په پنجاب پوليسو کې د اصلاحاتو لپاره په يوې ځانګړي برخه کې د حکومت سره مرسته وکړي. خان د کورنيو چارو وزير د ټاکلو پر ځاى د کورنيو چارو وزارت په خپله لري.

دراني، چې د سپتمبر ۲۰۱۳ کال نه تر مارچ ۲۰۱۷ کال پورې يې د خیبرپښتونخواه د آی جي پي په توګه دنده ترسره کړی وه، وويل، "ما ته ويل شوي چې په پنجاب پوليسو کې هغه اصلاحات معرفي کړم کوم چې ما په خپل دور کې په خیبرپښتونخواه پوليسو کې معرفي کړي ول."

په خیبرپښتونخواه کې د دراني په لاسته راوړنو کې په ټوله صوبه کې د تروریزم سره د مبارزې ستراتیژي شامله وه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه به د [پنجاب] پولیسو د اصلاحاتو د کمیټۍ مشري وکړم. هغه زياته کړه چې هغه به د دې کار لپاره تنخوا نه اخلي."

په رسمي توګه د اصلاحاتو د معرفي کولو او د خلکو سره د پولیسو د اړیکو د ښه کولو لپاره د پروسې پيلولو نه مخکې، دراني د سپتمبر په لومړۍ نيټه د خان سره ليدنه وکړه.

هغه وویل چې هغه به په پنجاب کې د شخړو د حل شوراګانې، د پولیس د مرستې لینونه، پولیسو ته د لاسرسۍ خدمت (چې د ملکي وګړو نه د پولیسو د چلند په اړه شکایتونه ترلاسه کوي)، په عصري توګه د راپور ورکولو کمرې، د ښځو لپاره د مرستې ډسکونه او نور هغه اصلاحات وکړي کوم چې هغه په خپل وخت کې په خیبرپښتونخواه کې معرفي کړي ول.

د پولیسو ځواک د سياسي نفوذ نه خلاصول

محمد طاهر، چې د پنجاب آی جي پي دی او د جون د نیمایۍ نه تر ۱۰ سپتمبر پورې په خیبر پښتونخواه کې د آی جي پي په توګه دنده ترسره کړی وه، د راتلونکو اصلاحاتو هرکلی وکړو.

طاهر پاکستان فارورډ ته وویل، "د شخړو د حل شوراګانو پرته، په خیبرپښتونخواه پولیسو کې تصویب شوي نور اصلاحات به په راتلونکو میاشتو کې په پنجاب پولیسو کې راوستل شي."

د پنجاب وزير اعلی سردار عثمان بزردار د اګست په ۲۵ مه وویل، پنجاب به پولیس ځواک د سياسي اثر نه پاک کړي او د دراني له خوا وړانديز شوي اصلاحات به پلي کړي.

بزدار د سپتمبر په لومړۍ نيمايۍ کې د اصلاحاتو په اړه د خبرو اترو لپاره د دراني او طاهر سره دوه ځله ليدنه وکړه.

د پيښور مرکزي ښار د پوليسو افسر قاضي جمیل الرحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "په زرګونو [ملکي وګړي] په ټول خيبر پښتونخواه کې پولیسو ته د لاسرسۍ خدمت، د پولیسو د مرستې لینونو، د مثالي راپور ورکولو کمرو، د ښځو لپاره د مرستې ډسکونو او د آنلاین شکایتونو اسانتیاو نه مرسته ترلاسه کوي."

هغه وويل، ایلیټ ځواک، ځانګړی جنګي يونټ او د تروریزم ضد ادارو په خیبرپښتونخواه کې د سولې په راوستلو کې مرسته کړې ده.

رحمان وويل، "په تېرو څو کلونو کې، د مهمو اصلاحاتو له امله د پوليسو ځواک انځور ډير ښه شوى دى."

د پولیسو ظرفیت لوړول

څارونکي خيبر پښتونخواه پوليسو ته کريډټ ورکوي چې په وروستي کلونو کې يې د نورو صوبو د اصلاحاتو په پرتله ډیر اصلاحات پلي کړي دي.

طارق وحيد، چې په پيښور کې د هم نيوز ټي وي بيورو چيف دی، وويل، "د پولیسو ځواک د ظرفیت لوړولو او د هغې ټريننګ ته د وده ورکولو لپاره، [خیبرپښتونخواه پولیسو] د چاودیدونکو توکو، استخباراتو راټولولو، تحقیقاتو ترسره کولو، په ښه توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارولو، د ټريفک او د عامه اړې ګړي د کنټرولو لپاره ځانګړي سکولونه جوړ کړل."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "هره میاشت، د [صوبې] په ټولو ضلعو کې د شخړو د حل شوراګانې په سلګونو کيسونه حل کوي چې د خونړۍ جګړو او د پولیسو کيسونو مخه ونیسي."

هغه وويل، "د تروریزم سره د مبارزې د ښه والي لپاره، [د خیبرپښتونخواه پولیسو] د تروریزم سره د مبارزې په اداره او په ایلیټ ځواک کې اصلاحات وکړل او یو ځانګړي جنګي يونټ ته یې تربيت ورکړو." هغه زیاته کړه، د خیبرپښتونخواه پولیسو د مجرمانو او ترهګرو د تعقیب لپاره جديد ټیکنالوژي معرفي کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د پنجاب پوليسو سره مينه لرم

ځواب

ماته د دې کار ضرورت دی ځکه چې زه د دې سره مينه لرم او زما شوق دا دی چې پوليس شم

ځواب

زه ستاسو څخه کار ته اړتیا لرم

ځواب

زه طيب زمان خان يم

ځواب

د پوليسو دنده ښه دنده ده

ځواب