ديپلوماسي

د افغان او پاکستاني علماوو له خوا د سولې د کانفرانس په پلان سره د طالبانو تر منځ وېرې څرګندې شوې

د اشفاق یوسفزي راپور

د طالبانو د ډلې غړي د اګست په میاشت کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې هغوی ته د هغوی د مشرتابه له خوا د لوی اختر مبارکي لوستل کیږي. د طالبانو مشران په وروستیو میاشتو کې په دفاعي حالت کې هڅه کوي چې د خپلې ډلې غړي او افغانان دې ته وهڅوي چې هغوی د اسلام لپاره جنګ کوي. [آرشیف]

د طالبانو د ډلې غړي د اګست په میاشت کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې هغوی ته د هغوی د مشرتابه له خوا د لوی اختر مبارکي لوستل کیږي. د طالبانو مشران په وروستیو میاشتو کې په دفاعي حالت کې هڅه کوي چې د خپلې ډلې غړي او افغانان دې ته وهڅوي چې هغوی د اسلام لپاره جنګ کوي. [آرشیف]

پېښور -- طالبان، چې د جنګ په میدان کې له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ دي او په افغانستان کې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکوي، اوس یې د توطیې د تیوریو خپرولو ته مخه کړې، او هڅه کوي چې د خلکو په ذهنونو کې بیا مشروعیت ترلاسه کړي.

یوه پلاوي، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي او دیني عالمان په کې برخه لري، تېره اونۍ له پاکستاني عالمانو او چارواکو سره ولیدل چې د علماوو د یوه وړاندیز شوي کانفرانس لپاره په یوه اجندا باندې کار وکړي.‌

دا کانفرانس په اندونیزیا او سعودي عربستان کې د علماوو د شورا د پخوانيو کانفرانسونو په سلسله ترسره کیږي.

دغه پلاوی د جمعې په ورځ /د تلې ۶ مه/ اسلام اباد ته را ورسېد او د دوشنبې په ورځ /د تلې ۹ مه/ بېرته افغانستان ته ستون شو.‌

افغان چارواکي او علماء د سپتمبر په ۳۰ مه د پاکستان په اکوړه خټک کې په حقانیه دارالعلوم کې له پاکستاني دیني عالم مولانا سمیع الحق سره ګوري. [حقانیه دارالعلوم]‌

افغان چارواکي او علماء د سپتمبر په ۳۰ مه د پاکستان په اکوړه خټک کې په حقانیه دارالعلوم کې له پاکستاني دیني عالم مولانا سمیع الحق سره ګوري. [حقانیه دارالعلوم]‌

د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی د تلې په ۹ مه په اسلام اباد کې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق (له چپې خوا نه درېیم) سره لیدل کیږي.‌ [جماعت اسلامي]‌

د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی د تلې په ۹ مه په اسلام اباد کې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق (له چپې خوا نه درېیم) سره لیدل کیږي.‌ [جماعت اسلامي]‌

طالبانو، چې وېرېږي چې د دغو خبرو په پایله کې به څه پېښ شي، د شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او هڅه کوي چې د غونډې په برخه والو علماوو باندې د متحده ایالاتو د حکومت د هغه پلان د برخې تور پورې کړي چې غواړي له دغې ډلې څخه د هغې مشروعیت سلب کړي.

دغه اعلامیه د طالبانو وېرې او نهیلۍ په ګوته کوي او په ښکاره له غلطو معلوماتو څخه ډکه ده.‌

په اعلامیه کې راغلي، «د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی ای) د پنتاګون د چارواکو لپاره داسې یو د عمل پلان جوړ کړی چې تاکید کوي چې په افغانستان کې د روان جهاد پر ضد علماء استعمال کړي، د هغوی له لارې د جهاد پر ضد یوه فتوا صادره کړي، د پرلتونو له لارې د دروغو سوله تبلیغ کړي،‌ په رسنیو کې د دروغو د مذاکراتو راپورونه خپاره کړي او هڅه وکړي چې د امریکا له نظامي ماتې‌ څخه د خلکو پاملرنه بلې خوا ته واړوي،»‌

د علماوو پخوانیو کانفرانسونو د سولې غږ کاوه

په اعلامیه کې په اندونیزیا او سعودي عربستان کې د علماوو پخواني مجلسونه د دغه «امریکايي پلان» پخواني مثالونه بلل شوي دي.‌

د برخه والو لوریو له خوا د یوې ګډې خپرې شوې اعلامیې په اساس،‌ د می په میاشت کې، د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمان په جاکارتا کې سره ټول شول،‌ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د سولې د خبرو لپاره د ولسمشر اشرف غني وړاندیز ومني.

غني د فبرورۍ په میاشت کې د سولې یو پلان اعلان وکړ چې په اساس یې طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت پېژندل کیږي. خو طالبانو د اپریل په ۲۵ مه د پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ او داسې یې وښودله چې دغه پلان ردوي.‌

د جون په ۴ مه، د افغانستان د علماوو شورا په کابل کې د نژدې ۳۰۰۰ دیني عالمانو یو کانفرانس دایر کړ، او هغوی داسې یوه فتوا صادره کړه چې ځانمرګي او بمي بریدونه یې «حرام» وبلل.‌

په جولای کې، د ۵۷ هېوادونو له ۱۰۰۰ څخه ډېرو مسلمانو عالمانو له خپل ګډ قوت او د قران کریم له لارښوونو څخه په کار اخیستلو سره په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.‌

په افغانستان کې د سولې او امنیت په هکله د علماوو نړیوال کانفرانس د سعودي عربستان د حکومت او د اسلامي همکارۍ د سازمان له خوا جوړ شوی وو.

علماوو د جولای په ۱۱مه په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، «مونږ د افغانستان په حکومت او د طالبانو په تحریک غږ کوو چې اوربند وکړي او مخامخ بین الافغاني خبرې اترې ترسره کړي،»

په اعلامیه کې راغلي، «د قران کریم د متونو او دې عرف په اساس، چې اسلام د سولې او رحم دین دی، دا چې مؤمنان باید ټول یو د بل په وړاندې رحم ولري،‌ او دا چې د هغوی وینه، ملکیت، او عزت د سلب وړ نه دي او باید چې د تېري په وړاندې خوندي وي، په دې توګه مونږ تاییدو چې ځانمرګي بریدونه، چې بې ګناه خلک په نښه کوي، او د مسلمانانو تر منځ‌ دوه اړخیزې وژنې، ټول داسې عملونه دي چې الله تعالی او د هغه رسول (ص) په صریحو او متفق علیه متونو سره منع کړي دي،»

په اعلامیه کې راغلي، «یو ملي ډیالوګ د افغان حکومت او د طالبانو د تحریک تر منځ د شخړې د پای ته رسولو معقوله لاره ده،»

خو طالبانو د دغو کانفرانسونو په نړیواله سطحه محترم علماء د ګوډاګیانو په توګه وغندل.‌

د طالبانو په اعلامیه کې، هغوی ځان ته د هغه نامه په کارولو چې ځانونه پرې بلي، لیکلي، «اسلامي امارت یو ځل بیا په افغانستان او پاکستان کې په حقیقي، خپلواکو دیني عالمانو غږ کوي چې له داسې مجلسونو څخه ځانونه وساتي څو د امریکایي ستراتیژیو او د هغوی د استخباراتي ادارو د توطیو ښکار نشي،»

کتونکي تعجب کوي چې، د دې ټکي په پام کې نیولو سره، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ګڼ شمېر او بانفوذه دیني عالمانو په افغانستان کې د سولې په هکله په تېرو کانفرانسونو کې برخه اخیستې وه،‌ هغه «ریښتني، خپلواک دیني عالمان» څو ک دي چې طالبانو یاد کړي دي.‌

د سولې لپاره لارنقشه

د سولې د عالي شورا مرستیال،‌ عطاءالرحمان سلیم، پاکستان ته د تللي افغان پلاوي مشري کوله.‌

مدرسې اعلان وکړ، چې د سولې د عالي شورا غړو د سپتمبر په ۳۰ مه د پاکستان په اکوړه خټک کې د حقانیه دارالعلوم په نامه د دیني مدرسې مشر، مولانا سمیع الحق، سره ولیدل، او هلته هغوی د سیمه ییزې سولې په هکله خبرې اترې وکړې.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال، د سولې د شورا غړو او دیني عالمانو د افغانستان د شخړې د ختمولو لپاره د مولانا سمیع د ملاتړ غوښتنه وکړه.‌

د مدرسې ویاند، یوسف شاه، پاکستان فارورډ ته وویل، «د پلاوي غړو له مولانا سمیع الحق څخه وغوښتل چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د منځګړي رول ولوبوي. د پلاوي غړو هغه ته اطمینان ورکړ چې هغوی به په دې برخه کې د هغه پرېکړه ومني.»

د سولې د عالي شورا ویاند، احسان طاهري، پاکستان فارورډ ته وویل، چې افغان پلاوي د تلې په ۹مه په اسلام اباد کې د پاکستان د یوه اسلامي ګوند، جماعت اسلامي، په مشر سراج الحق غږ وکړ چې په سیمه کې د ترهګرۍ لپاره یوه حللاره راوباسي.‌

هغه وویل، «د دغو کتنو تمرکز د افغانستان په وضعه وو. برخه والو موافقه وکړه چې د دواړو خواوو هڅې به د افغانستان د ملي پخلاینې د پروسې تر نامه لاندې د سولې په یوه لارنقشه کې سره همغږې کړي.»

په طالبانو باندې فشار زیاتېدل

تحلیلګران په داسې حال کې د علماوو د کانفرانس پایلې ته هیله مند دي چې په پاکستان باندې د دې لپاره فشار زیاتیږي چې طالبان د مذاکراتو مېز ته حاضر کړي.‌

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه متقاعد تورن محمود شاه وویل، افغانان د ترهګرۍ له امله سخت کړېدلي دي او په دې هکله نظرونه تبارز کوي چې مذاکرات د سولې د رامنځته کولو یوازنۍ لاره ده.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د خبرو اترو له لارې ترهګرۍ ته حل د هغو دیني عالمانو له لارې ممکن دی چې د هغوی ډلو تر منځ پراخ ملاتړ لري چې په تاوتریخوالي کې ښکېل دي. د افغانستان د شخړې د حل په برخه کې د علماوو رول مهم دی.»

هغه وویل، مولانا سمیع «د طالبانو د ګروپونو په منځ کې پېژندل شوی شخص دی، او هغوی په هغه باندې باور کوي او له دې امله سولې ته هیلې روښانه ښکاري. هغه کولی شي چې د جنګ په کمولو کې مرسته وکړي.»

شاه وویل،‌ «دا ټولو ته روښانه ده چې جنګونه یوازې بدبختۍ رامنځته کوي، له دې امله، افغان حکومت په ټول زور هڅه کوي چې امنیت، ښه حکومتولي، عدالت، تعلیم او تربیه او روغتیا یقیني کړي او د خپلو اتباعو لپاره اقتصادي فرصتونه برابر کړي،»‌

یو محترم مذاکره کوونکی

د دارالعلوم ویاند یوسف شاه تایید کړه چې خلک د مولانا درناوی کوي او هغه کولی شي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په پیلولو کې مرسته وکړي.

د شاه په وینا، مولانا د سولې دعالي شورا ورغلي پلاوي ته وویل،‌ «د افغانستان مسئله ډېره پېچلې ده.‌ ګڼ شمېر نړیوال فعالان په دې خوښ نه دي چې حل یې کړي.»

مولانا سمیع د ټیلیفون له لارې پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ دې ته لېوال یو چې په افغانستان کې د داخلي تاوتریخوالي او دښمنیو پای ته رسېدل وګورو،»

هغه وویل، «ما داسې یو وړاندیز کړی چې په اساس یې افغان علما د خارجي ځواکونو یا د نورو هېوادونو له لاسوهنې څخه پرته د طالبانو له مشرانو سره وګوري چې دواړه خواوې یو د بل په خبرو سره پوه شي او د اعتماد فضا رامنځته کړي،»

هغه وویل، «د افغانستان د مسئلې حل د افغانانو تر منځ یووالي پورې تړلی دی.‌ مونږ باید هڅه وکړو چې جنګي افغان ګروپونه [افغان طالبان] دې ته وهڅوو چې تبرونه وغورځوي او یو تازه ژوند پیل کړي.»

د سولې د عالي شورا یوه غړي او د مشرانو جرګې رییس، فضل هادي مسلمیار،‌ پاکستان فارورډ ته وویل، «مولانا سمیع الحق او سراج الحق مونږ ته د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ راکړ،»

د پېښور پوهنتون د سیاسي علومو یوه پروفیسر، ثاقب الله خان، وویل، دیني عالمان کولی شي چې د شخړې په پای ته رسولو کې د پام وړ رول ولوبوي.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د طالبانو ډېر مشران د مولانا سمیع الحق شاګردان ول.‌ هغوی هغه ته احترام کوي،»‌

هغه وویل،‌ جماعت اسلامي د طالبانو مشرانو او یو شمېر افغان اورپکو ګروپونو سره اړیکې لري چې کیدای شي په مثبت ډول ترې استفاده وشي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 7

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بهرني ځواکونو د طالبانو په رژيم بريد وکړو، اوس به مسله حل شي که چيرې پاتې خلک د ملا عمر په شان اسلامي نظام نافذ کړي.

ځواب

اسلامو علیکم ورحمت اللہ۔۔۔گرانو ٹول فساد امریکی ساز کڑی دی۔اودا ٹولی خرچی امریکا کوی۔۔چہ خپل زان پہ دونیا کی کامیاب وخہ ئ ۔۔پدی طریقہ دا براءت غواڑی چہ سہ کوم نو خہ کوم ۔۔۔دوی تہ کوم چا اجازہ ورکڑیدہ چہ دشپی او ورزی افغانان وجنہ او جنایتونہ کوہ ۔ھرزای کی ڑندی بمبارے کوی بیاوائ پوختنہ کوو۔۔دچانہ۔دچانہ وسلام

ځواب

منتظم! تاسو او د دې کنفرانس پوهان، ټول د يهودیانو، کافرانو، او په ځانګړي توګه د امریکایانو غلامان دي.

ځواب

خبرې اترې به ترهغه کاميابي نه شي ترڅو چې د آمريکې ځواکونه موجود وي. ما راوغواړئ کله چې آخرنی عسکر لاړ شي، نو زه به خبرې اترې کاميابې کړم. دا خبره د يوې ډلې لپاره قابل قبول نه ده چې يو ورځ تاسو هغوی ته دهشت ګرد وايئ او په هغوی بريد کوئ او بله ورځ بيا هغوی ته د امن دعوت ورکوئ.

ځواب

دلته کې تاسو کولی شئ چې یوازې د طالبانو په وړاندې ليکل وکړئ او پوسټ وکړئ، دا د حقيقت سره هیڅ تړاو نه لري. حقیقت دا دی چې افغان خلک او دیني عالمان په تیرو وختونو کې د طالبانو سره وو، دوی اوس د دوی سره دي او په راتلونکي کې به ورسره وي. د سولې یوازینۍ لاره د بهرنی پوځیانو بيرته تلل دي چی تاسو يې هیڅکله نه غواړئ. له همدې کبله موږ هم غواړو چې بهرني ځواکونه دلته پاتې شي او طالبان هم تر هغه وخت پورې د دوی په وړاندې بريدونو ته دوام ورکړي ترڅو چې په هغوی کې يو تو تن هم ژوندی پاتې نه شي.

ځواب

دایوحقیت څخه وتلی اوامریکادوستی پربنسټ ولاړه تبصره ده که طالبانو دسمیع الحق په فتوی جهادپیل کړی وی بی شکه همغه ختمولی شی.که داشغال په ضددشرعی استدلال اوفتوی باندی چهاد پیل کړی وی بیا داشغال خاتمه ددی بحران یوازینی حل دی

ځواب

جنګ د ملت بربادي ده او په زور کلي نه کیږي په صلحه کې خیر دې که په جنګ وطن جوړیداي نو اوس به افغانستان له بل هر هیواد ښه جوړ وو، داټولې هلې ځلې باید جاري وساتل شي او دا رنګه کنفرانسونه باید په نورو ګاونډیو هیوادونوکی هم تر سره شي او فیصلې يي له رسانیوله لارې تشهیر شي،

ځواب