امنیت

د پاکستان پولیس په کويټه کې په ډزو کې د داعش لخوا د مرګ ژوبلې ادعاګاني ردوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د سپتمبر په ۳۰ مه په ټيلي ګرام باندې د داعش لخوا په خپور شوي بيان کې د دغه ډلې غړي د کويټې په هزارګنجي کې په ډزو کې د دريو "صوفيانو" د وژلو ادعا کوي. په حقيقت کې، پولیس وايي چې نامعلومو وسله والو درې کسان ژوبل کړې ول. [فايل]

د سپتمبر په ۳۰ مه په ټيلي ګرام باندې د داعش لخوا په خپور شوي بيان کې د دغه ډلې غړي د کويټې په هزارګنجي کې په ډزو کې د دريو "صوفيانو" د وژلو ادعا کوي. په حقيقت کې، پولیس وايي چې نامعلومو وسله والو درې کسان ژوبل کړې ول. [فايل]

کويټه -- په کويټه کې پوليس د "داعش" لخوا د مسؤلیت ادعا ردوي.

دې ډلې وویل چې دې په کويټه کې د يکشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۳۰ مه) درې صوفيان -- د صوفيانه اسلامي عقیدې پيروکار -- په ډزو وويشتل.

پوليس وايي، په حقيقت کې، په دغه برید کې درې کسان زخمي شول او هيڅ يو کس نه دی وژل شوی.

داعش اکثر د بريدونو نه وروسته د مسؤلیت ادعا کوي او یا زياته مرګ ژوبله ښيي چې د ډلې زيات اهمیت په ګوته کړي.

امنیتي پرسونل د سپتمبر په ۳۰ مه په کويټه کې په ډبل روډ باندې د يو موټرسايکل چلونکي نه پوښتنه کوي. [عبدل غني کاکړ]

امنیتي پرسونل د سپتمبر په ۳۰ مه په کويټه کې په ډبل روډ باندې د يو موټرسايکل چلونکي نه پوښتنه کوي. [عبدل غني کاکړ]

عبدل سلام، چې په شالکوټ کې د پوليسو ډپټي سپرنټنډنټ دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د یکشنبې په ورځ، نامعلومو وسله والو د کويټې نه بهر هزار ګنجي ته د ننوتلو په سيمه کې درې کسان په نښه کړل. که څه هم، دغه درې واړه کسان ژوبل شول، خو دوی له خطر څخه بهر دي."

هغه وويل، "ژوبل شوي کسان په يوه لارۍ کې په نښه شول، او دوی د محمد آمين، محمد صادق او مرهاب خان په نامه وپېژندل شول. دا درې واړه کسان د بلوچستان د صحبت پور سيمې اوسيدونکي دي."

جعلي ادعا

سلام وويل، "دا دروغ دي چې دغه درې کسان وژل شوي، او دا د وخت نه مخکې خبره ده چې [دا ووايو چې ولې] دوی په نښه شوي دي." هغه زياته کړه، "زموږ د پلټنې ډلې دغه سيمې ته لاړل او موجود شواهد يې راټول کړل."

هغه وويل، "شالکوټ د کویټې يوه ناکراره سيمه ده، او په تيرو کې وسله والو يو شمير کسان په نښه کړي دي." هغه زياته کړه چې "په تيرو کې په امنيتي کارکوونکو هم بريدونه ترسره شوي دي."

سلام وويل، "موږ د ټولو زاویو نه د دې ځانګړی پیښې تحقیق کوو ... په دې وخت کې دا درې مريضان په کويټه کې په بولان طبی کمپليکس هسپتال کې علاج ترلاسه کوي."

غلام نبي، چې په هزارګنجي کې يو امنيتي چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ پرسونلو، چې د شالکوټ مياغونډي سیمې ته نژدې يې ګشت کولو، موږ ته وویل چې وسله والو کسانو په یوه لارۍ ډزې وکړې. امنیتي کارکوونکو هڅه وکړه چې د برید کوونکو تعقیب وکړي خو ... دوی له سیمې څخه وتښتېدل."

هغه وويل، "زموږ د چټک غبرګون څانګې چارواکو په دغه ځای کې د ځینو عيني شاهدانو بيانونه هم ثبت کړل او هغوی وويل چې په موټر سایکلونو څلور برید کونکو په يو ټرک ډزې وکړې. عیني شاهدانو وویل چې برید خورا ناڅاپي وو -- له دې کبله، دوی د بريد کوونکو مخونه ونه لیدل."

هغه د تررويستي ډلې د پروپيګنډې لپاره خبري اژانس ته په اشاره سره وويل، "زه دا تاییدوم چې د داعش لخوا ادعا دروغ ده او دلته کې په دې پیښه کې، چې داعش د عماق له لارې د دې ادعا کړې ده، هيڅ يو کس نه دی وژل شوی."

د جولای په میاشت کې، دغه تروريستي ډلې په کويټه کې یو وژونکی برید ترسره کړو چې په انتخابي ريلي کې يې تقريباََ ۱۵۰ پاکستانیان ووژل.

داعش په تير دسمبر کې په کويټه کې په چرچ باندې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی و چې نهه کسان په کې وژل شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې په ايف سي کې شامل شم.

ځواب