سوداګري

پوليس په پېښور کې د سوداګریزو ګټو د ساتلو لپاره ځانګړی پوسټ جوړوي

د عديل سعيد لخوا

پاکستاني مزدوران د اپریل په ۳۰ مه په پېښور کې په تعميراتي ځای کې کار کوي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

پاکستاني مزدوران د اپریل په ۳۰ مه په پېښور کې په تعميراتي ځای کې کار کوي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه چارواکو په پېښور کې په صنعتي سیمه کې د پولیسو يو ځانګړی پوسټ جوړ کړې چې موخه يې په ښار کې د سوداګرۍ او تجارت ساتنه کول دي.

د پيښور مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان د سپتمبر په ۱۴ مه په افتتاحي مراسمو کې وویل، "د سوداګرۍ لپاره د امنیت چمتو کول د پولیسو لومړنۍ دنده ده، او په پیښور کې د صنعتي سیمې پوسټ د دې مسوولیت بشپړولو لپاره یو ګام دی."

امنیت زياتول او روزګار رامینځته کول

د سرحد سوداګرۍ او صنایعو د خونو صدر، زاهد الله شینواري، پاکستان فارورډ ته وويل، "د ځانګړي پوسټ جوړول د سوداګرۍ او د خیبرپښتونخواه د پولیسو د ګډو هڅو نتیجه ده، چې د ... د ټولنې د دوو مهمو برخو ترمنځ قوي همکاري په ګوته کوي."

د پوسټ لپاره ځمکه د خیبرپښتونخواه د اقتصادي زونونو پراختیا او مدیریت شرکت ورکړه، په داسې حال کې چې د پيښور د صنعتکارانو ټولنې د پوسټ په داخلي سنګار کې مرسته وکړه.

د پيښور مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان او د سرحد سوداګرۍ او صنایعو د خونو صدر، زاهد الله شینواري، په پیښور صنعتي سایټ کې د سپتمبر په ۱۴ مه د پولیسو د نوي ځانګړي پوسټ معاينه کوي. [د سرحد سوداګرۍ او صنایعو خونه]

د پيښور مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان او د سرحد سوداګرۍ او صنایعو د خونو صدر، زاهد الله شینواري، په پیښور صنعتي سایټ کې د سپتمبر په ۱۴ مه د پولیسو د نوي ځانګړي پوسټ معاينه کوي. [د سرحد سوداګرۍ او صنایعو خونه]

هغه وويل، د پېښور په صنعتي سیمه کې ښه امنيت د اوږدې مودې غوښتنه ده.

شينواري وويل، د سوداګرو خاوندان اکثر قبایلي سيمو ته د نږديوالي له کبله د ناامنۍ احساس کوي، په ځانګړې توګه کله چې دوی د نغدو پیسو ورکړه راکړه ترسره کوي.

د سوداګرو خاواندان د تاوان لپاره د تښتونې څخه هم ويريږي، چې دا نه یوازې د ښار نه د پيسو ايستلو لامل وګرځيدو، بلکې بهرنیان یې هم د سرمايه کارۍ کولو او د نوي سوداګرۍ پیلولو نه منع کړل.

هغه وويل، د پوليسو پوسټ جوړول به د سوداګرۍ چاپېريال ښه کړي او د ځوانانو او مسلکي کارګرانو لپاره به د روزګار موقعې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

د شینواري په وینا، تقريباََ ۱۱۸ فيکټرۍ په پېښور صنعتي سیمه کې کار کوي، چې تقريباََ ۶۰،۰۰۰ مستقيم کاري فرصتونه او ۱۷۰،۰۰۰ غیر مستقیم کاري فرصتونه چمتو کوي.

هغه وويل، "د ۱۰۰ نه زيات [نور صنعتي] يونټونه، په ځانګړي توګه د پيسو د ويستلو له کبله، خراب شوي او بند شوي. د پيسو ويستل د سوداګرۍ د اندېښنو له امله رامنځته شول."

د سوداګرۍ د بیرته راوستلو حوصله افزايي کول

د پيښور صنعتي سایټ صدر زرک خان خټک پاکستان فارورډ ته وويل، "په خیبرپښتونخواه کې د سوداګریزې ټولنې لویه اندیښنه امنيت دی."

هغه وويل، ۲۰ پوليس افسران شپه ورځ د دغه پوسټ ساتنه کوي. يو سب انسپکټر د دې پوسټ، چې په سيمه کې په منظمه توګه د ګشت لپاره يو نوی ګاډی او دوه موټرسايکلونه لري، انچارج دی.

خټک وویل، د پيښور صنعتي سايټ غړي ټول غواړي چې خپل کارکوونکي د پولیسو سره ثبت کړي چې د کارکوونکو په جامه کې د پيښور فيکټرو ته د جنايتکارانو د ننوتلو مخه ونیسي.

د خیبر پښتونخواه او پېښور سودګرايزه ټولنه د اورپکۍ له کبله ډیره ځپل شوې ده، په ځانګړی توګه د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کلونو تر مینځ، چې په نتيجه کې د صوبې نه د پام وړ پيسه بهر ته ويستلی شوه."

هغه وويل، "د امنیت ښه چاپیریال به د سوداګرو هغه مالکان وهڅوي چې بيرته راستون شي کوم چې د پيښور نه تللې دي، او همدارنګه دا به هغه بهرنیان وهڅوي چې په خیبرپښتونخواه کې سوداګري پيلول غواړي."

احتشام حليم، چې په پيښور کې د کوچنیو سوداګرو او صنایعو د خونې پخوانی صدر دی، وویل، "د يوې عشرې اوږدې اورپکۍ څپې او د ترهګرۍ موجوده خطر په عمومي توګه د پاکستان اقتصاد او په ځانګړې توګه د خيبر پښتونخواه اقتصاد ډير زيات متاثره کړی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او همکارۍ پرته، سوداګریزه ټولنه نه شي کولی چې سوداګري وکړي او د هیواد او ملت د سوکالۍ لپاره هڅه وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500