سياست

د پاکستان مذهبي اقلیتونه د سیاسي واکمنۍ په لور روان دي

د محمد شکيل لخوا

راديش سنګھ ټوني (ګس اړخ ته)، چې يو سيکھ اميدوار دی او د جولای په ۲۵ مه په عمومي انتخاباتو کې د خیبر پښتونخواه د صوبايي اسمبلۍ د سيټ لپاره د یو آزاد اميدوار په توګه انتخاباتو ته ولاړ و، په دې تصوير کې ښودل شوی چې په پيښور کې د جولای په ۳ مه پمفليټونه ویشي. هغه الیکشن ونه ګټلو. [عبدل مجيد/ای ايف پي]

راديش سنګھ ټوني (ګس اړخ ته)، چې يو سيکھ اميدوار دی او د جولای په ۲۵ مه په عمومي انتخاباتو کې د خیبر پښتونخواه د صوبايي اسمبلۍ د سيټ لپاره د یو آزاد اميدوار په توګه انتخاباتو ته ولاړ و، په دې تصوير کې ښودل شوی چې په پيښور کې د جولای په ۳ مه پمفليټونه ویشي. هغه الیکشن ونه ګټلو. [عبدل مجيد/ای ايف پي]

پیښور -- څارونکي وايي، په دې وروستيو کې د پاکستان قومي اسمبلۍ لپاره د مذهبي اقلیت -- یوه ډله، چې د اوږدې مودې راهيسې د محرومۍ احساس لري -- غړی ټاکلد محرومه شويو ډلو د پياوړتيا او په ځايي سياست کې د شاملولو په لور يو مثبت ګام دی.

د جولای په مياشت کې، مهيش کمار مالاني په سيند صوبه کې د حلقه اين ای-۲۲۲ (تهرپارکر-۲) نه د پاکستان پيپلز پارټۍ د اميدوار په توګه د قومي اسمبلۍ سيټ لپاره وټاکل شو. هغه لومړی پاکستانی هندو دیچې د قومي اسمبلۍ هغه سيټ يې وګټلو کوم چې د اقليتونو لپاره نه و مختص شوی او د اګست په مياشت کې يې حلف واخيستلو.

د پاکستان تقريباََ ۵٪ آبادي مسلمانان نه دي.

مالاني پاکستان فارورډ ته وويل، د قومي اسمبلۍ د سيټ لپاره د اقليت د يو غړي انتخاب "هغه ذهنیت په ګوته کوي چې د مذهبي عقیدې د توپیر سره خلک[په پاکستان کې] په ټولنه کې د مختلفو برخو د موجودګۍ د منلو لپاره تيار دي."

مهيش کمار مالاني، چې يو پاکستانې هندو دی او په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوی دی، د جولای په عمومي انتخاباتو کې د قومي اسمبلۍ سيټ وګټلو. د هغه بریالیتوب په هیواد کې د مذهبي اقليتونو د پیاوړتیا لپاره د یوې لارې په توګه ګڼل کیږي. [د مهيش کمار مالاني نه په مننه]

مهيش کمار مالاني، چې يو پاکستانې هندو دی او په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوی دی، د جولای په عمومي انتخاباتو کې د قومي اسمبلۍ سيټ وګټلو. د هغه بریالیتوب په هیواد کې د مذهبي اقليتونو د پیاوړتیا لپاره د یوې لارې په توګه ګڼل کیږي. [د مهيش کمار مالاني نه په مننه]

هغه وویل، "د پاکستانيانو اکثریت د اقلیتونو په اړه یو پراخه نظر لري، چې د حوصله افزايۍ خبره ده او دا به دوه اړه خيزه درناوی او د یو بل لپاره زغم رامنځته کړي."

هغه زياته کړه، په حکومت کې کارکوونکي د اقليت غړي به د محرومه شويو مذهبي ډلو د پياوړتيا لپاره لاره هواره کړي او د هغوی د ودې او پرمختيا لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

هغه وضاحت وکړو، "ما د اکثریت او اقلیت [ووټ ورکوونکي ډلو] نه ووټونه ترلاسه کړل، چې دا يو ثبوت دی چې [ووټ ورکوونکو] خپل حقونه استعمال کړل او د ټولنیزو او مذهبي خنډونو نه يې ګام واخيستلو."

هغه وويل، "د اقليت د مذهبي ډلو د یو غړي بریاليتوب د پاکستان مثبت انځور وړاندې کړی دی -- چې د دې [اوسيدونکي] د ژوند نه ډير خوند اخلي او د زغم او دوه اړخیزه ژوند د اهمیت د احساس له لارې د یو بل دریځ ته درناوی ورکوي."

مالاني وويل، "پارلمان ته زما ننوتل د يوې اقليتي ډلې برياليتوب نه دى، بلکې دا د هغه ټولو مذهبي ډلو برياليتوب دی کوم چې دا باور لري چې په ټولنه کې د يو کس د حيثيت او مقام برعکس هر يو کس واک ترلاسه کړي."

د بریالیتوب لپاره د اقلیتونو پیاوړتیا

وزير زاده، چې د کالاش خلکو -- چې يوه کوچنۍ نسلي-مذهبي ټولنه ده -- د حقوقو لپاره يو سماجي کارکن دی او د خیبر پښتونخواه د صوبايي اسمبلۍ غړی دی، وويل، په پاکستان کې د اقلیتونو پیاوړتیا به د دوی ټولنیز-اقتصادي دریځ په لوړولو کې مرسته وکړي، په داسې حال کې چې په سیاسي بهیر کې د دوی ونډه به د ډاډ سرچینه وي چې دوی کولی شي چې د خپلو ګټو او حقونو ساتنه وکړي.

وزير زاده، چې د خیبرپښتونخواه په چترال کې د وادي رامبور سره تعلق لري، د پاکستان تحریک انصاف د اميدوار په توګه د اقليتونو لپاره مختص شوی سيټ وګټلو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار ده چې اقلیتونو ته یو چاپیریال چمتو کړی شي چې دوی ته توان ورکړي چې د خپلو مشروع ګټو تعقیب وکړي." "دا به یواځې هغه وخت ممکن شي کله چې دوی زموږ په ټولنه کې د پیاوړتيا او متقابل عمل لپاره پوره فرصتونه ولري."

هغه زياته کړه، "اساسي قانون اقليتونو ته د پاکستان د اکثريت په شان حق او قانوني حيثيت ورکوي، او که چيرې موږ ته د اکثريتي ډلو د استازيتوب لپاره موقعې راکړل شي، نو د دې به په ټولنه باندې حيرانوونکي او پراخه اثرات وي."

هارون سراب ديال، چې په پېښور کې د پاکستان د ټولو هندوانو د حقونو غورځنګ چيرمين دی، وويل، چې د ووټ ورکوونکو لخوا د اقلیتي ډلې غړي ته اجازه ورکول، چې په قومي اسمبلۍ کې د دوی استازیتوب وکړي، يوه تاريخي خبره ده او د پاکستان په سیاست کې يو نوی پرمختګ دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "که چيرې مذهبي ډلې د باور جوړولو د تدبيرونو، لکه اقليتي ډلو ته اجازه ورکول چې د اکثريت استازیتوب وکړي، له لارې يوځاى شي، نو متقابل احترام او د منلو امکانات به زيات شي او د اقليت د پياوړتيا امکان به هم زيات شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500