ديپلوماسي

د پاکستان د هند سره د دوستانه اړیکو غوښتل نوي امکاناتو ته اشاره کوي

د جاويد محمود لخوا

پاکستاني سړي په پيښور کې په يو ريستوران کې د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۱۹ مه تلویزیون ګوري، په داسې حال کې چې د پاکستان نوی ټاکل شوی وزیراعظم عمران خان قوم ته خطاب کوي. په دغه خطاب کې، خان د هندوستان سره د اړیکو د ښه کولو غوښتنه وکړه. [عبدل مجيد/ای ايف پي]

پاکستاني سړي په پيښور کې په يو ريستوران کې د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۱۹ مه تلویزیون ګوري، په داسې حال کې چې د پاکستان نوی ټاکل شوی وزیراعظم عمران خان قوم ته خطاب کوي. په دغه خطاب کې، خان د هندوستان سره د اړیکو د ښه کولو غوښتنه وکړه. [عبدل مجيد/ای ايف پي]

اسلام آباد -- څارونکي وايي، د پاکستان او هند د پولې دواړو خواوو ته سیاستدانان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره کوچني ګامونه پورته کوي، خو په لویه کچه ګډ کوششونه د سولې او اقتصادي ودې لپاره اړین دي.

د اګست په ۱۹مه د انتخاباتو نه وروسته په لومړي خطاب کې، د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل چې د هغه حکومت به د هند سره د سوله ایزو اړیکو غوښتنه وکړي.

هغه وويل، که چېرې هند د سولې او دوستۍ د ودې لپاره یو ګام پورته کړي، نو پاکستان به دوه ګامونه پورته کړي.

د هند د مطبوعاتي موسسې له مخې، خان دا بيان د اګست په ۱۸ مه د ناریندرا مودي د هغه بيان نه وروسته ورکړو چې هغه په کې د "پاکستان سره د ښه او معني خيز اړيکو" لپاره غږ وکړو.

د هند کرکټر او سیاستدان او د پنجاب کابینې وزیر نوجوت سنګھ سدھو (په منځ کې) د نورو سکهانو پيروانو سره په هند کې د اګست په ۲۵ مه په امرتسر کې د هغه سکھ حاجیانو لپاره د "لارې" د خلاصولو لپاره دعا کوي کوم چې په هند کې د ديرا بابا نانک نه کارتارپور صاحب، پاکستان ته راځي. [ناريندر نانو/ای ايف پي]

د هند کرکټر او سیاستدان او د پنجاب کابینې وزیر نوجوت سنګھ سدھو (په منځ کې) د نورو سکهانو پيروانو سره په هند کې د اګست په ۲۵ مه په امرتسر کې د هغه سکھ حاجیانو لپاره د "لارې" د خلاصولو لپاره دعا کوي کوم چې په هند کې د ديرا بابا نانک نه کارتارپور صاحب، پاکستان ته راځي. [ناريندر نانو/ای ايف پي]

سکھ حاجیان په جنوری ۲۰۱۷ کال کې په پنجاب صوبه کې لاهور ته نژدې په نانکانا صاحب کې ګوردوارا جنم استان ته ځي. [جاويد محمود]

سکھ حاجیان په جنوری ۲۰۱۷ کال کې په پنجاب صوبه کې لاهور ته نژدې په نانکانا صاحب کې ګوردوارا جنم استان ته ځي. [جاويد محمود]

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند، محمد فیصل، په اسلام آباد کې د سپتمبر په ۱۳ مه وویل، "موږ د هند سره خبرو اترو ته چمتو یو." "موږ همداراز نړيوالې ټولنې ته خپل موقف وړاندې کړی، او دا د هند کار دی چې ځواب ورکړي."

د کرکټ او سیاست له لارې خير ښيګڼه

د پاکستان تحریک انصاف یوه غړي، نصرت وحید، پاکستان فارورډ ته وویل،"د پاکستان وزیر اعظم د ګاونډي هند سره د دوستانه اړیکو د پراختیا لپاره د خير ښيګڼې نښې ښودلې دي."

هغې وويل، "زموږ حکومت د هند سره د دوستانه اړيکو د پراختيا لپاره خپله اراده ښودلې ده، او اوس دا د هغوی وار دی چې په مثبته توګه ځواب ورکړي."

هغې وويل، دواړه هېوادونه بايد د خبرو اترو بيا پيل وکړي او په ليکلو کې دوه اړخيزې معاهدې وکړي چې هرڅه روښانه کړي. هغې زياته کړه، د هند حکومت بايد د پاکستان سره د اړيکو د پياوړتيا لپاره نرمي او زغم وښایي.

نصرت وحيد وويل، "د هند په چلند کې سخت والی او د روغې جوړې نشتوالی د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د سوله ايزو اړيکو په لاره کې يو لوی خنډ دی."

هغې وويل، د هندوستان سره د ښه اړيکو د پياوړتيا لپاره د هڅو د برخې په توګه، خان -- چې د کرکټ پخوانی لوبغاړی دی -- د اګست په ۱۸ مه په اسلام آباد کې د حلف بردارۍ د مراسمو لپاره د هند د کرکټ ريټايرډ ملګرو ته بلنه ورکړه.

هغې وويل، د پاکستان حکومت همداراز موافقه وکړه چې د هند کرکټر او سياستدان ناوجوت سنګھ په درخواست باندې د کارتار پور لاره خلاصه کړي چې د هغه سکھ حاجیانو په تګ راتګ کې مرسته وکړي کوم چې د هند نه ګوردواره دربار صاحب کارتارپور ته سفر کوي.

د جيو نيوز له مخې، د سپتمبر په ۱۹ مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، محمد فیصل، يو بيان ته اشاره وکړه، که څه هم، د پولې دا لاره بنده ده او پاکستان او هندوستان د کارتارپور د پولې د پرانيستلو په اړه رسمي اړیکي نه لري.

د دوه اړخیزو ګټو د اړيکو غوښتنه

آغا مسعود شوريش، چې په سيند صوبه کې د اطلاعاتو پخوانی وزير او په پاکستان تلويزيون کې د اوسني چارو ډايريکټر و، وويل، "پاكستان او هند بايد خپلې اوږد مهاله مسلې، لکه كشمير او د اوبو د ويش مسله حل كړي او د تاوتريخوالي او جګړې دور پاى ته ورسوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "تر څو چې دواړه هیوادونه خپلې مهمې مسلې حل نه کړي، نو سوله، ثبات او اقتصادي وده به یوازې یو خوب وي."

هغه وويل، "پاکستان او هندوستان هر کال د وسلو په اخیستلو باندې میلیارده ډالرې خرچ کوي او په لاين آف کنټرول (ايل او سي) باندې بار بار له يو بل سره جګړې کوي، چې په پايله کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوړي."

ايل او سي د هندوستان او پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې اصلي سرحد دی.

شوريش وويل، که چيرې [دواړه] حکومتونه د خپلو مسلو لپاره د حل وړ لاره په ګوته کړي، نو دوی کولی شي چې خپل پوځي لګښتونه کم کړي او دا د خپلو میلیونو اتباعو، چې د زيات غربت او د غير متوازن خوراک سره مخامخ دي، د بهبود لپاره استعمال کړي.

روضينه جلال، چې په کراچۍ کې د تلويزيون شنونکي ده، وويل، دواړه هېوادونه بايد خپلې پولې پرانيزي چې د سپورټ او تفريح په برخه کې سياحت ته وده ورکړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "دوستانه اړیکې کولی شي چې سپورټ او همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ کلتوري او سوداګریزو اړیکو ته وده ورکړي."

هغې وويل، په مليونونو مينه وال به وغواړي چې په خپلو پيچونو باندې د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ ميچونه وګوري. دا ډول ميچونه د پاکستان او هند تر منځ د خنډونو له امله معطل شوي او یوازې په دریم هیواد کې، زياتره په عرب اماراتو کې، ترسره شوي دي.

سوداګريزو او کلتوری اړیکو ته وده ورکول

مرتضی مغل، چې د پاکستان د سوداګرۍ د څار صدر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "پاکستان او هند په کال کې د ۲.۳ میلیاردو امریکايي ډالرو سوداګري کوي، چې زياتره د سوداګرۍ توازن د هند په ګټه دی، په داسې حال کې چې د نړیوال بينک يوې مطالعې اندازه لګولې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په کال کې د ۱۰ ميليارده آمريکايي ډالرو سوداګرۍ امکان شتون لري."

هغه وويل، د دواړو هېوادونو اوسيدونکو خپلې سوداګرۍ او نورې اړيکې د تاوتريخوالي، سياسي فشار او په لاين آف کنټرول باندې بار بار د ډزو د پېښو له امله محدود کړي دي.

هغه وويل، "دا اړینه ده چې دوی جامع خبرې اترې پيل کړي او [دوه اړخيزه] بې باوري ختم کړي، د عشرو زړې مسلې حل کړي، او د سوداګرۍ او همداراز کلتوري او سفارتي اړیکو ته وده ورکړي."

مغل وويل، د پاکستان او هند سوداګران په منظمه توګه د يو بل کرنيز محصولات اخلي چې د خپلو محلي پيرودونکو ضروريات پوره کړي. د دواړو هیوادونو ترمنځ سوله ایز اړیکه کولی شي چې داسې سوداګري پراخه کړي، چې په پايله کې به د کروندګرو او سوداګرو عاید زيات کړي.

فرحان ولايت بټ، چې په پاکستان کې د مدني ټولنې فعال او د پاکستان د سوله ایز ماموریت باني دی، وویل، "د دواړو هېوادونو په زرګونو [اوسيدونکي] نه شي کولی چې د ويزو د پابندو له کبله په پاکستان او هند کې د خپلو بزرګانو د زيارتونو لیدنه وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د دغو پابندو د لرې کولو سره، پاکستان او هند نه یوازې مذهبي سياحت ته وده ورکولی شي، بلکې په میلیونونو ډالره هم ترلاسه کولی شي چې دا به د دوی سوداګرۍ، او همدارنګه زغم او سوکالۍ ته وده ورکړي."

هرکال، د هند څخه زر ګونو سکهان غواړي چې په پنجاب صوبه کې نانکانا صاحب ته سفر وکړي چې خپل روحاني مشر او د سکھ مذهب باني، ګورو نانک ديو جي ته درناوی وړاندې کړي، په داسې حال کې چې په زرګونو پاکستانیان غواړي چې د هند په راجستان کې د خواجه مهی الدين چشتي د اجمیر شریف درګاه ته سفر وکړي. البته، سفارتي مسلې او د ويزې پيچيدګي اکثر د دې مخه نيسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500