تروريزم

القاعدې په مسلمانانو باندې له دې امله سخت انتقاد وکړ چې د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د هغوی د رول په هکله شک کوي‌

پاکستان فارورډ

یو سړی په نیویارک کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه د نړیوال سوداګریز مرکز د لومړي برج له را لوېدلو څخه وروسته د ویجاړۍ تر څنګ تېرېږي. [ډوګ کانټر/ای اېف پي]‌

یو سړی په نیویارک کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه د نړیوال سوداګریز مرکز د لومړي برج له را لوېدلو څخه وروسته د ویجاړۍ تر څنګ تېرېږي. [ډوګ کانټر/ای اېف پي]‌

سوریه -- القاعدې د خپل حضور او پياوړتیا په هکله د تاکید کولو په لړ کې، په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د ۱۷مې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړه چې د وحشتونو ترسره کولو په برخه کې د دغې ډلې په مسؤلیت منلو باندې تاکید کوي او په ټولو هغو کسانو باندې انتقاد کوي چې بل ډول باور لري.

د القاعدې په پیاوړتیا د تاکید کولو تر څنګ، دغه پیغام همدارنګه د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په هکله د توطیې یوه پراخه خپره شوې تیوري غلطه ثابته کړه.‌ دا تیوري وایي، چې دغه پېښه متحده ایالاتو پخپله مهندسي کړې وه چې په منځني ختیځ کې خپل پوځي یرغلونه پرې توجیه کړي.

د القاعدې د رسنیو، بیان بنسټ، دغه اعلامیه د سې شنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۱مه/ د «هو، مونږ کړې وې» تر عنوان لاندې خپره کړه.

اعلامیه په سوریه کې د القاعدې یوه جیګپوړي مشر، شیخ بلال خوریست (ابو خدیجه الاردني) خپره کړې چې له ایمن الظواهري سره، چې له اسامه بن لادن څخه وروسته د القاعدې مشر شو، نژدې اړیکې لري.

القاعده په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د ۱۷مې کلیزې په مناسبت وایي، 'هو، مونږ کړې وې'.‌ [آرشیف]‌

القاعده په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د ۱۷مې کلیزې په مناسبت وایي، 'هو، مونږ کړې وې'.‌ [آرشیف]‌

که څه هم چې د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست، په اسلامي نړۍ کې د توطیې د داسې یوې تیورۍ په استدلال اصرار کیږي چې وایي متحده ایالاتو دغه کار د دې لپاره وکړ چې په منځني ختیځ کې جنګونه پرې توجیه کړي.‌ په یوه وروستۍ اعلامیه کې، القاعدې په دغه ډول فکر باندې سخت انتقاد کړی دی. [آرشیف]‌

که څه هم چې د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست، په اسلامي نړۍ کې د توطیې د داسې یوې تیورۍ په استدلال اصرار کیږي چې وایي متحده ایالاتو دغه کار د دې لپاره وکړ چې په منځني ختیځ کې جنګونه پرې توجیه کړي.‌ په یوه وروستۍ اعلامیه کې، القاعدې په دغه ډول فکر باندې سخت انتقاد کړی دی. [آرشیف]‌

د مجاهدینو دښمنان

دغه اعلامیه د «دښمنانو» پر یوه کوربه په دې تورونو پیلیږي چې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په ماهیت باندې شک کوي.

په اعلامیه کې راغلي، «دا حیرانوونکې نه ده، چې دښمنان په دې هکله د شک کولو پالیسۍ ته مخه کوي څو په مجاهدینو باندې اعتماد کمزوری شي، او استدلال کوي چې که د نړیوالو استخباراتي ادارو تر منځ پټه همکاري نه وای، مجاهدین به نه وای توانېدلي چې دا کار وکړي،»‌

هغه وایي، «البته، څه چې واقعاً حیرانوونکي دي، هغه دا دي‌ چې ځینې اسلامستان، چې ارواګانې یې د ژوند په هره مرحله کې د ماتې منلو ته تیارې دي، به خپله بدرنګه چوپتیا وساتي. دا اسلامستان د مجاهدینو په دې وړتیا باندې شکونه کوي چې دغه ډول د لوړې کچې بې ساري عملیات ترسره کړي.»

دغه اسلامستان، چې د القاعدې په وړتیا شک لري،‌ «خپله وړتیا د دښمن له وړتیا سره مقایسه کوي» او «د دښمن د پیاوړتیا او استبداد تر تاثیر لاندې تللي دي».‌

دا اعلامیه د یو شمېر افراطي سازمانونو تر منځ د دې شور ماشور په ترڅ کې خپرېږي، چې وایيالقاعدې پورې تړلو ډلو، داعش، او نورو ته په سوریه، افغانستان او نورو ځایونو کې سخت تاوانونه ور رسېدلي دي.

داسې ښکاري چې القاعده هم د خپل ځان او نورو اورپکو ډلو -- په سیمه کې د اسلامپالو شک کوونکیو -- تر منځ یوه کرښه را کاږي.

اعلامیه وایي، دغه د ادعاوو په اساس کمزوري او ډارن اسلامپالي، «خپل ځانونه، او نور دې ته هڅوي، چې صبر وکړي،‌ یو ګام شاته واخلي، او داسې اعلامیې خپرې کړي چې نړیوال قوتونه پرې خوښ کړي».‌

هغه وایي، هغوی «په هغه څه، چې هغوی یې، وایي اعتراف کوي او د خپلو ځانونو پر ضد دښمني کوي»‌.‌

«د دې پرځای چې هغوی د هغو ناروغیو درملنه وکړي چې د هغوی په زړونو کې دي، الله تعالی ته رجوع وکړي او په هغه باندې اعتماد قوي کړي، تاسو به ووینئ چې هغوی هڅه کوي چې خپل موقف روښانوي، خپل حالت ښیي، او خپل هدفونه او مقصدونه اعلانوي!»‌

د توطیې د تیوریو غلط ثابتول

د القاعدې د اعلامیې هدف دا دی چې په خپل ارتباط او «بریا» باندې بیا تاکید وکړي -- حتی په داسې حال کې چې د داسې څه په هکله تمرکز کوي چې هغه ۱۷ کاله مخکې پېښ شوي -- او همدارنګه هڅه کوي چې په سیمه کې د توطیې تیورۍ غلطې ثابتې کړي.

د هغو تیوریو له جملې څخه یوه دا ده چې د سپتمبر په ۱۱مه الوتکې متحده ایالاتو پخپله د دې لپاره تښتولي چې په منځني ختیځ کې جنګونه پرې توجیه کړي.‌

د توطیې یوه بله تیوري، چې ډېر اصرار پرې کېږي، دا ده چېداعش او د هغه په څېر افراطي ګروپونه د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو له خوا جوړ کړای شوي دي.‌

دغه دواړه تیوریانې د اسلامي نړۍ په بېلابېلو برخو کې، د سیاستوالو په شمول، په ډېرو خلکو کې د پام وړ ملاتړ لري.

د پوهانو،‌ متخصصانو او مذهبي څېرو یوه کوربه وویل، دغه ډول تیوریانې داسې دروغ دي چې بېلابېل ګروپونه او دولتي فعالان یې د دې لپاره کاروي چې په ځمکه کې موجود حقیقتونه پرې تحریف کړي.

په ځانګړې توګه د ایران اسلامي انقلابي ګارډ اکثر وختونه داسې د دروغو تبلیغات کوي چې لوېدیځ هېوادونه په منځني ختیځ کې د شخړو په اور تېل شیندي.

که څه هم، چې ایران د دغو دروغو خپرولو ته کار ویلی دی،داسې ویل کيږي چې دغه هېواد له ډېر وخت راهیسې د القاعدې غړو ته پناه ورکړېاود بن لادن زوی، حمزه،‌ چې د خپل پلار د ترهګر ګروپ یو تازه راټوکېدلی مشر دی، ته یې ځای ورکړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

القاعده هم د سي آی ای بي ټيم دی

ځواب

۱۱-۹ او القاعده د اسلامي نړۍ په وړاندې سازش و.

ځواب