امنیت

پاکستان د سوله ايز محرم لپاره امنیت ټینګوي

د جاويد خان لخوا

پولیس د سپتمبر په ۱۰ مه د هغه ګاډو تلاشي کوي کوم چې پیښور ته ننوځي. دا اقدامات په ټول پاکستان کې د سخت امنيتي پلانونه برخه ده څو دا يقيني کړي چې خلک له سولې سره محرم ولمانځي او د عاشورا جلوسونه او غونډې ترسره کړي. [جاوید خان]

پولیس د سپتمبر په ۱۰ مه د هغه ګاډو تلاشي کوي کوم چې پیښور ته ننوځي. دا اقدامات په ټول پاکستان کې د سخت امنيتي پلانونه برخه ده څو دا يقيني کړي چې خلک له سولې سره محرم ولمانځي او د عاشورا جلوسونه او غونډې ترسره کړي. [جاوید خان]

پیښور -- په داسې حال کې چې پاکستان د عاشورا د لمانځلو لپاره تياری کوي، په ټول هیواد کې امنيت سخت کړی شوې څو دا يقيني کړي چې خلک له سولې سره عاشورا ولمانځي.

سږکال، عاشورا، د محرم میاشتې لسمه ورځ، به د پنجشنبې او جمعې په ورځو (د سپتمبر په ۲۰-۲۱ مه) ولمانځل شي.

وقار احمد، د خيبر پښتونخواه د پوليسو وياند، پاکستان فارورډ ته وويل، "په خیبر پښتونخواه کې به د ۲۶۶ امام بارګاهونو نه ۴۶۰ جلوسونه وځي، په داسې حال کې چې د عاشورا ۲،۶۴۳ غونډې به تر سره شي."

احمد وويل، د امنیتي پلانونو د یوې برخې په توګه، په خیبرپښتونخواه کې به په محرم کې تقريباََ ۳۲،۷۰۰ پولیس افسران د امنيت دنده ترسره کړي. "د خیبرپښتونخواه د پولیسو نه علاوه، فرنټیر کانسټبلري، فرنټير ریزرو فورس، ایلیټ فورس او کويک رسپانس فورس د امنیتي پلان برخه وي."

يو پولیس افسر د سپتمبر په ۱۰ مه د محرم له پیل څخه دوه ورځې وړاندې د هغه ګاډي د ډريور شناختي کارډ ګوري کوم چې پیښور ته ننوځي. [جاوید خان]

يو پولیس افسر د سپتمبر په ۱۰ مه د محرم له پیل څخه دوه ورځې وړاندې د هغه ګاډي د ډريور شناختي کارډ ګوري کوم چې پیښور ته ننوځي. [جاوید خان]

احمد وويل، "د بم شنډلو اداره به د ټولو جلوسونو د لارو معاينه وکړي چې ترهګر د چاوديدونکو توکو د خښولو نه منع کړي."

په پیښور کې سخت امنیت

په پېښور کې، چې د خیبرپښتونخواه مرکزي ښار دی، پولیسو په کوهاټي ګيټ کې د کمانډ پوسټ جوړ کړې او په زرګونه افسران یې ځای پر ځای کړي دي.

قاضي جميل الرحمان، چې په پيښور کې د مرکزي ښار د پوليسو افسر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د خیبرپښتونخواه پولیسو "د محرم نه مخکې د ديني عالمانو، مشرانو، سوداګرو او محلي خلکو سره خبرې اترې وکړې چې د هغوی په ملاتړ د امنيت سخت اقدامات يقيني کړي."

هغه وويل، هغوی همدارنګه "پېښور ته د ننوتلو او وتلو په ځایونو کې امنيت سخت کړو او په ښار کې يې د پلټنې او ګوزار عملیات ګړندي کړل."

د پیښور سوداګران د خپلې برخې کار ترسره کوي.

عبدل مجيد، چې په پيښور کې يو سوداګر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د پېښور په داخلي ښار کې سوداګران د محرم د شپږمې [د سپتمبر د شپاړسمې نيټې (يکشنبې)] راهيسې خپل بازارونه بندوي چې پولیس د جلسونو لارې بندې کړي او امنیتي اقدامات وکړي."

هغه وويل، د عاشورا نه څلور ورځې مخکې به د بهرنه هيڅوک ښار ته داخل نه شي، په داسې حال کې چې چارواکي امنيتي اقدامات پورته کوي.

بلال فيضي، چې د ژغورنې د بیړنیو خدماتو ادارې، ريسکيو ۱۱۲۲، ویاند دی، وویل، "امبولينسونه، طبي ماهران، د اور وژلو ګاډي او نور سهولتونه به د محرم په دوران کې شپه ورځ چمتو وي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ريسکيو ۱۱۲۲ ټول کارکونکي به چمتو وي، په داسې حال کې چې هغه کسان چې په چهټۍ ول، د محرم د دندې لپاره بيرته راغوښتل شوي دي."

په ټول هیواد کې د امنیت زيات اقدامات

د عاشورا نه مخکې د تیارۍ د برخې په توګه، پولیسو په ټول پاکستان کې د تلاشۍ او لټون عملیات زیات کړي دي.

آمير شيخ، چې په کراچۍ کې د پولیسو ايډيشنل انسپکټر جنرل دی، د سپتمبر په ۱۰ مه د سيند وزير اعلی مراد علي شاه په مشرۍ کې د امنیت په اړه په يوې غونډ کې وويل، "په سيند صوبه کې ۱،۹۹۶ امام بارګاهونه دي، چې په هغې کې ۳۵۶ په کراچۍ او ۵۹۰ په حيدر آباد کې دي."

شیخ وویل چې ټولټال ۳،۵۱۳ جلوسونه به په [سيند] صوبه کې ترسره شي، چې چارواکو د دې لپاره يو امنيتي پلان جوړ کړې. په دغه پلان کې ۶۹،۵۰۰ پولیس افسران ځای پر ځای کول شامل دي.

چاواکي په پنجاب صوبه کې هم امنیت لوړوي.

د قانون او پارلماني چارو لپاره د پنجاب وزير، محمد بشارت راجا، او ديني عالمانو ترمنځ د يوې غونډي نه وروسته، د پنجاب حکومت د سپتمبر په ۱۰ مه په يو بيان کې وويل، "د پنجاب حکومت ژمن دی چې د محرم د جلوسونو او مجلسونو په بشپړه توګه ساتنه وکړي."

د سپتمبر په ۱۰ د پوځ د عامه اړيکو دفتر لخوا د خپاره شوي يو بيان له مخې، په بلوچستان صوبه کې، فرنټير کور په ژوب ضلع کې ۲۳۵ کلوګرامه چاودیدونکي توکي (آی اي ډيز) ترلاسه کړل او د ترهګرۍ يوه لويه پيښه يې ناکامه کړه.

آی ايس پي آر وويل، "دغه چاوديدونکي توکي د محرم په جلوسونو کې د چاودنو لپاره کارول کيدې شوې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500