امنیت

روسیې او ایران طالبانو ته 'حکم کړی' چې ښوونځي او جوماتونه وران کړي

د نصیر صالحي راپور

د طالب اورپکو یو ۵۰ کسیز ګروپ، چې د زمري په ۲۰مه په بادغیس ولایت کې د سولې پروسې سره یوځای شو، وایي چې خارجي ادارو به هغوی مجبورول چې ویجاړوونکي او د حکومت ضد فعالیتونه ترسره کړي. [نصیر صالحي]

بادغیس -- ډېر تسلیم شوي طالبان ادعا کوي چې خارجي عواملو -- په ځانګړې توګه روسیې او ایران -- د دغه ګروپ فعالیتونه تمویل او رهبري کول.

د طالبانو قوماندان ملا عبدالغفار توپان وویل، «ایران، روسیه او چین هغه هېوادونه ول چې مونږ ته یې مرستې راکولې،»

توپان د هغو ۵۰ طالب اورپکو د ګروپ مشر وو چې په وروستیو کې په بادغیس ولایت کې د سولې پروسې سره یوځای شول،‌ او په مراسمو کې یې له سلام ټایمز سره خبرې وکړې.

هغه وویل، «مونږ ته ویل شوي وو چې ښوونځي او جوماتونه وران کړو، ماینونه وکرو او سړکونه ویجاړ کړو او هېڅ پرمختیایي کارونو ته اجازه ورنه کړو چې ترسره شي،»

د طالب اورپکو یو ۵۰ کسیز ګروپ د زمري په ۲۰مه په بادغیس ولایت کې د سولې پروسې سره یوځای شو.‌ [نصیر صالحي]‌

د طالب اورپکو یو ۵۰ کسیز ګروپ د زمري په ۲۰مه په بادغیس ولایت کې د سولې پروسې سره یوځای شو.‌ [نصیر صالحي]‌

وسله والو سړیو د چنګاښ په میاشت کې د جویک د نجونو ښوونځی وسوزاوه،‌ چې د مېزونو او چوکیو، کتابونو او کتابچو په شمول فرنیچر او تأمینات یې په کې وسوزول. حکومت د برید پړه په طالبانو ور واچوله. [د لوګر د پوهنې ریاست]‌

وسله والو سړیو د چنګاښ په میاشت کې د جویک د نجونو ښوونځی وسوزاوه،‌ چې د مېزونو او چوکیو، کتابونو او کتابچو په شمول فرنیچر او تأمینات یې په کې وسوزول. حکومت د برید پړه په طالبانو ور واچوله. [د لوګر د پوهنې ریاست]‌

د تېر وږي په میاشت کې په فراه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه روس جوړ د توپکو دوربینونه ونیول شول چې په عکس کې ښودل شوي دي. [د فراه د والي د رسنیو دفتر]

د تېر وږي په میاشت کې په فراه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه روس جوړ د توپکو دوربینونه ونیول شول چې په عکس کې ښودل شوي دي. [د فراه د والي د رسنیو دفتر]

هغه وویل، «زمونږ جیګپوړو مشرانو مونږ ته حکم کاوه چې تر ممکن لوړ حده پورې ویجاړتیا رامنځته کړو. که مونږ د هغوی له خوا د ویجاړولو حکمونه نه منل،‌ مونږ ته یې هېڅ هم نه رالېږل.»

په بادغیس ولایت کې پوځي چارواکي وایي، استخباراتي ادارې د زمري په ۲۰ مه د دې بیانونو څېړنه کوي او د هغو موندنې به په کابل کې له مرکزي حکومت سره شریکې کړي.

له طالبانو سره د ایران او روسیې ملاتړ په اسنادو ښه ثابت شوی، خو د توپان له خوا په چین ادعا یو نوی او نه تایید شوی کشف دی.

د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وویل، «مونږ له دې څخه انکار نشو کولی چې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو استخباراتي ادارې په جنګ کې ښکېلې دي او د نا امنۍ اور ته لمن وهي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«طالبان، چې د افغان ځواکونو پر ضد جګړه کوي، د افغانستان دننه د وسلو فابریکې نه لري؛‌ نو دا وسلې حتماً له ګاونډیو هېوادونو څخه راځي،»

هغه وویل، «که د مخالفینو ځواکونو سره د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي ادارو ملاتړ نه وي، هغوی دا ټول وسلې او مهمات، چې هغوی یې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد استعمالوي، له کوم ځای څخه ترلاسه کوي؟ طبعاً، دا د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده،»‌

د سلواغې په میاشت کې،‌د طالب اورپکو یو ګروپ په هرات ولایت کې مقاماتو ته تسلیم شو، هغوی وویل، چې ایران هغوی تربیه کړل، وسلې یې ورکړې او لارښوونه یې ورته وکړه چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) په پایپ لاین او د افتتاح په مراسمو یې برید وکړي.‌

یوازې دوه میاشتې وروسته د وري په میاشت کې،په هرات کې د طالب جنګیالیو یوه بل ګروپ د ایران له حکمونو څخه سرغړونه وکړه، په تاپي پایپ لاین باندېیې برید ونه کړ، او د هغه پر ځای یې خپلې وسلې تسلیم کړې او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې سره یوځای شول.‌

د غوایي په میاشت کې،‌ د طالبانو د «تکړه او وړ جنګیالیو» کوچنیو ګروپونو د پوځي روزنې په موخه ایران ته تګ پیل کړ.

روسۍ او ایرانۍ وسلې

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک وویل،‌په بادغیس کې د نا امنۍ په رامنځته کولو کې د نورو هېوادونو لاسوهنه -- په ځانګړې توګه، طالبانو ته ورکول شوې روسۍ او ایرانۍ وسلې «د خلکو لپاره د اندېښنې یوه سرچینه ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هیله لرو چې مرکزي حکومت بادغیس ولایت ته یو وړ هیئت ور ولېږي، چې دا مسئله په بشپړ ډول وڅېړي او ټول جزیات په ګوته کړي،»

په بادغیس ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالرزاق صدیقي، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو له خوا طالبانو ته ورکړل شوې مرسته او ملاتړ وارخطاکوونکی دی،»

هغه وویل، «مونږ د ملي وحدت په حکومت غږ کوو چې ژر تر ژره د لاسوهنې د دغو پېښو مخه ونیسي، په ځانګړې توګه کله چې هغه د داسې هېوادونو له خوا وي چې هغوی زمونږ هېواد ورانوي او د انکشافي پروژو د بشپړېدلو مخه نیسي،»

په بادغیس کې د مدني ټولنې یوه بل فعال، جنیدالله اشکاني، چې ۳۷ کاله عمر لري، وویل، ځینې هېوادونه چې ادعا کوي چې د افغانستان دوستان دي «د افغان حکومت له دښمنانو سره همکاري کوي، په خپله خاوره باندې طالبانو ته سرپناه برابروي، د طالبانو د ټپیانو درملنه کوي، او داسې نور،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «په نړیوال ډګر کې، [دغه هېوادونه] خپل ځانونه د افغانستان دوستان بلي،‌ خو په حقیقت کې هغوی د پردې تر شا کار کوي چې حکومت او د افغانستان ملي ګټې کمزوري کړي،»‌

فتوا طالبان دې ته وهڅول چې د سولې پروسې سره یوځای شي

د بادغیس د سولې د ولایتي شورا د چارواکو په وینا، په بادغیس کې د طالبانو د ګروپ دا پرېکړه، چې د سولې پروسې سره یوځای شي، له هغې فتوا سره ارتباطلري چې اسلامي علماوو په کې د افغانستان جنګ حرام وباله.

د بادغیس د سولې د ولایتي شورا رییس، عبدالخلیل اڅکزي، وویل، طالبان په دې پوه شوي چې د هغوی جنګ غیر مشروع او په اسلام کې د منلو وړ نه دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «څومره چې مونږ هڅه کوو چې طالبان له حکومت سره یوځای کړو، ګاونډي هېوادونه په عین حد کې او هومره سخته هڅه کوي، چې د طالبانو ذهنونه بدل کړي، او هغوی د افغان حکومت او خلکو پر ضد تحریکوي،»

هغه وویل، «په حقیقت کې، هغوی ډېرې هڅې کوي چې د سولې پروسې سره د طالبانو د یوځای کېدا مخه ونیسي،»

هغه وویل، «په دې کې شک نشته چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان په جنګ کې ښکېل دي او دا چې د دغو هېوادونو استخباراتي ادارې د افغانانو د ډله ییزې وژنې سبب شوي دي،»

«ځینې ګروپونه دې ته حاضر دي چې د سولې پروسې سره یوځای شي، خو، هغوی له حکومت سره په سوله کې نشي یوځای کېدلی ځکه چې د هغوی د مشرانو [چې د خارجیانو لپاره کار کوي] له خوا په هغوی باندې فشار موجود دی.»‌

د افغانستان په ګټو کې لاسوهنه

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، عبدالقدیر کامل، وویل، «په دې کې شک نشته چې روسیه او ایران دواړه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. «د دغو دواړو هېوادونو او افغانستان تر منځ په دولتي توګه ارتباط نشته. د دې برعکس، دوی تروریستي ګروپونه او د وسلو شبکې تمویلوي چې په دې سیمه کې خپلې ګټې ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «ایران او روسیه د متحده ایالاتو پر ضد عقده لري او هڅه کوي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو ګټې په هره ممکنه طریقه ژوبلې کړي،» او زیاته یې کړه، ایران هڅه کوي چې «په هغه باندې د نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو له خوا د اچول شوي زیاتېدونکي فشار انتقام واخلي».‌

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال، سید اشرف سادات، وویل چې اقتصادي فکټورونه هم په افغانستان کې د جګړې په دوام کې د ایران او روسیې د ګټو اساس جوړوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د راپورونو په اساس، ایران او روسیه په افغانستان کې د وسلو او نشه ییزو توکو په قاچاق کولو کې لاس لري. که د طالبان د سولې پروسې سره یوځای شي، جنګ پای ته رسېږي. له دې امله، دا هېوادونه یاغي ګروپونو ته اجازه نه ورکوي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.»

هغه وویل، «روسیه له لوېدیځو هېوادونو سره ژور اختلافات لري، په داسې حال کې چې بلې خواته بیا افغانستان له لوېدیځو هېوادونو سره ډېر تړونونه لري،»‌

هغه وویل، «د ایران او روسیې ګټې د جګړې دوام، او د ترهګرو لپاره د دوامدار ملاتړ غوښتنه کوي. له دې امله، طالبان او نور ترهګر ګروپونه په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ګټو پر ضد جنګ کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا زما لخوا د يو ايس لپاره تجويز دی چې د طالبانو سره د جنګ کولو لپاره ۱۷ کاله ډيره لويه موده ده خو نتيجه دا ده چې د افغانستان ۷۰٪ برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او ۳۰٪ د افغان حکومت تر کنټرول لاندې ده. دا روښانه ده چې جنګ د سولې لپاره د حل لاره نه ده ځکه چې دا ورځ تر ورځه نور خنډونه رامنځته کوي. ولې آمريکه بيرته د طالبانو او افغان حکومت سره خبرې اترې کوي چې دا مسله حل کړي ځکه چې زياتره خلک طالبان خوښوي. آسانه طريقه دا ده چې طالبان او حکومت دواړه په انتخاباتو کې برخه واخلي او دا مسله حل کړي، ګڼې په دغه سيمه کې سوله نه شي راتلې. (طاهر محمود)

ځواب