جرم او انصاف

سيند رینجرز په کراچۍ کې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره کار کوي

ضياء الرحمان

په کراچۍ کې د پولیسو افسران د اګست په ۱۰ مه تربيت ترلاسه کوي. په تیرو پنځو کلونو کې عملياتو په ښار کې د جرم او تاوتریخوالي کچه راټیټه کړې ده. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د پولیسو افسران د اګست په ۱۰ مه تربيت ترلاسه کوي. په تیرو پنځو کلونو کې عملياتو په ښار کې د جرم او تاوتریخوالي کچه راټیټه کړې ده. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ - د پاکستان قانون پلي کونکو ادارو پنځه کاله مخکې د جنایتکارانو او د وسله والو په وړاندې د مبارزې له پیل راهیسې په کراچۍ کې، چې د پاکستان تجارتي مرکز دی، د تاوتریخوالي سره په مبارزه کې ښه پرمختګ کړی دی.

د کراچۍ د پوليسو له مخې، کراچۍ، چې د پاکستان په هغه ښارونه کې شامله ده چيرته چې ترټولو زيات د تاوتریخوالي پيښې رامنځته کيږي، د تیرې عشرې راهيسې د تاوتریخوالي سره مخامخ ده. تاوتريخوالی د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ موده کې زيات شوی و. په دغه موده کې، په زرګونو اوسيدونکي د تاوتريخوالي په جرمونو، د ترهګرۍ، هدفي وژنو او فرقه ایزو بریدونو په شمول، کې وژل شوي ول.

ايکسپریس ټریبيون په جنوري ۲۰۱۴ کال کې د قانون پلي کوونکو ادارو ارقامو ته په اشاره سره راپور ورکړو، یوازې په ۲۰۱۳ کال کې، د تاوتريخوالي په جرمونو کې د زياتوالي له کبله نږدې ۲،۷۰۰ کسان وژل شوي ول، چې دا په کراچۍ کې ترټولو ناوړه کال و.

په ځواب کې، په هغه وخت کې د پاکستان حکومت، چې وزیراعظم مياں محمد نواز شریف يې مشري کوله، د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په ۵ مه یو لویه مبارزه پيل کړه او مختلفې جنایي ډلې، ځايي ډلې او منع شوي وسله والې ډلې يې په نښه کړې.

سيند رینجرز په دسبمر ۲۰۱۶ کال کې په کراچۍ کې ګشت کوي. [ضیاء الرحمان]

سيند رینجرز په دسبمر ۲۰۱۶ کال کې په کراچۍ کې ګشت کوي. [ضیاء الرحمان]

د اګست په ۳۰ مه د هڅو په اړه د خپاره شوي ارزونې له مخې، د کراچۍ عملیات، چې موخه يې ښار د امنیتي او جنایي ګواښونو نه پاکول دي، د هر ډول تاوتریخوالي ډلو په مخه نیولو کې اغيزمن دي.

د مجرمانون په وړاندې مبارزه

د رینجرو د پنځو کالو د کاردګۍ په راپور (۲۰۱۳-۲۰۱۸) کې ويل شوي، د سيند د رینجرو د ترسره شوي عملیاتو له کبله په ښار کې استحکام راغې.

د سيند د رینجرو يو کس، چې اجازه يې نه لرله چې د ميډيا سره خبرې وکړي، پاکستان فارورډ ته وويل، "د طالب وسله والو شبکې، جنایي ډلې، فرقه ايزې ډلې او د نسلي او سیاسي پارټو وسله والې څانګې په پنځه کالو کې ویجاړې شوي دي."

د راپور له مخې، د سيند رینجرو په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې د عملیاتو د پیل راهيسې ۱۴،۳۲۷ بریدونه ترسره کړي، ۱۰،۷۱۶ شکمن کسان يې په کې نیولي او پولیسو ته يې سپارلي.

په راپور کې ویل شوي چې په نیول شويو کسانو کې ۲،۱۸۹ ترهګريز شکمن او ۱،۸۲۶ هغه کسان شامل دي کوم چې په هدفي وژنو کې ښکيل دي. نور ۷۸۶ کسان د بهته خورۍ په کيسونو کې ښکیل ول او ۱۹۳ د تاوان لپاره د تښتونې په کيسونو کې تورن ول.

په تېرو پنځو کلونو کې، سيند رینجرو په کراچۍ کې په عملیاتو کې ۲۹ عسکر له لاسه ورکړي دي. په دغه راپور کې ویل شوي چې د دوی ۱۰۳ نور کارکوونکي د ډيوټۍ په دوران کې ژوبل شوي دي.

د راپور له مخې، د عملياتو د پيل راهيسې د پیسو لپاره تښتونې، هدفي وژنې، بهته خوري او نور جرمونه خورا کم شوي دي.

په کراچۍ کې د تروریزم د پیښو کچه په ۲۰۱۴ کال کې د ۶۶ په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې صفر ته راټيټه شوه. همداراز، د هدفي وژنو پيښې په ۲۰۱۳ کال کې د ۹۶۵ په پرتله په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال کې ۴۵ او ۲ ته په ترتیب سره راټیټې شوې.

په عین حال کې، د بهته خورۍ پيښې په ۲۰۱۳ کال کې د ۱،۵۲۴ په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې ۳۱ وې. د پیسو لپاره د تښتونې د پیښو کچه په ۲۰۱۳ کال کې د ۱۷۴ په پرتله سږ کال تر اوسه پورې پنځو ته راټيټه شوه.

د پام وړ پرمختګ

ثاقب صغير، چې په کراچۍ کې يو ژورناليست دی او د امنيتي عملياتو په اړه راپور ورکوي، وويل، د قانون او نظم په حالت کې د پام وړ پرمختګ کريډټ هغه امنيتي عملياتو ته ځي کوم چې پنځه کاله وړاندې پيل شوي ول.

صغير پاکستان فارورډ ته وويل، "کراچۍ، چې شتمن اوسيدونکي او ستر کاروبار لري، يو مرکز پاتې شوې چې د جنایتکارۍ د هر ډول فعالیتونو لپاره مالي مرستې چمتو کړي. په دغه فعاليتونو کې [طالب وسله وال]، نسلي او سياسي پارټۍ او يا جنایي ډلې شامل دي."

سیمه ایزو سوداګرو او صنعتکارانو موافقه وکړه، د ښار د قانون او نظم وضعیت په روښانه ډول ښه شوی دی.

عتيق مير، چې د آل کراچي تاجر اتحاد، چې په ښار کې د سودګرۍ يوه اتحاديه ده، ډايريکټر دی، وویل، په تیرو پنځو کلونو کې د بهته خورۍ او پيسو لپاره د تښتونې په پیښو کې د پام وړ کمی راغلی دی.

مير پاکستان فارورډ ته وويل، "[پخوا به کراچۍ] د نامعلومو شرپسندو -- چې د نامعلوم افرادو [نامعلومه کسان، يوه اصطلاح چې د وسله والو لپاره کارول کيږي] په نامه مشهور ول -- د اعلان سره په يو څو ګهنټو کې بنده شوه او ملي خزانې ته به يې زيات زیان رسولو."

هغه وويل، "رينجرو او پوليسو د هغه جنايتکارانو په وړاندې په برياليتوب سره مبارزه کړې ده چې غوښتل يې چې د هېواد اقتصاد ته زيان ورسوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500