ديپلوماسي

پاکستان ته د پومپيو سفر د تازه اړيکو لپاره نوی اميد رامنځته کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د امریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو د سپتمبر په ۵ مه په اسلام آباد کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره خبرې اترې کوي. [ټویټر/ د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو]

د امریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو د سپتمبر په ۵ مه په اسلام آباد کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره خبرې اترې کوي. [ټویټر/ د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو]

اسلام آباد -- حکومتي چارواکو او شنونکو وویل چې د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۵ مه) اسلام آباد ته د امریکې د بهرنیو چارو د سيکريټري مایک پومپيو سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د سفارتي تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته کړې ده.

وروسته له هغې چې پاکستان په تيره مياشت کې نوی حکومت جوړ کړو، د دا د واشنګټن لخوا د لوړې کچې لومړی سفر و.

پومپيو، چې د آمريکې د پوځ د مشرانو ګډ چيرمين، جنرل جوزف ډنفورډ، ورسره و، په اسلام آباد کې تقريباََ د پنځو ګهنټو لپاره پاتې شول او په دغه وخت کې د نوي ټاکل شوي وزير اعظم عمران خان سره یې ملاقات وکړو.

دا وفد همداراز د نورو سينير پوځي او ملکي مشرانو، د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي په شمول، سره ليدنه وکړه.

د آمریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو (ګس اړخ ته) او د آمريکې د پوځ د مشرانو ګډ مشر جنرل جوزف ډنفورډ د سپتمبر په ۵ مه اسلام آباد ته راورسیدل. [ټويټر/ د بهرنیو چارو سیکریټري مایک پومپيو]

د آمریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو (ګس اړخ ته) او د آمريکې د پوځ د مشرانو ګډ مشر جنرل جوزف ډنفورډ د سپتمبر په ۵ مه اسلام آباد ته راورسیدل. [ټويټر/ د بهرنیو چارو سیکریټري مایک پومپيو]

په اسلام آباد کې، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وياندې هيتهر ناورټ په يو بيان کې وويل، په اسلام آباد کې، پومپیو څرګنده کړه چې "پاکستان له ضروري ده چې د هغه وسله والو او اورپکو په وړاندې دوامداره او پريکنده اقدامات وکړي کوم چې سیمه ییز سولې او ثبات ته زيان رسوي."

قريشي وويل، اسلام آ‌باد ته د پومپيو د سفر نه وروسته، د واشنګټن او اسلام آباد تر منځ سفارتي تاوتريخوالی د څه حده پورې کم شوی دی.

قريشي خبريالانو ته وويل، "پاکستان غواړي چې په نوي حالاتو کې د متحده آيالاتو سره خپله پاليسي وګوري او بيا کتنه يې وکړي او داسې چلند اختيار کړي چې په هغې کې د هغې ګاونډيان شامل وي."

ښه اړیکو ته وده ورکول

که څه هم واشنګټن په ۱۹۴۷ کې د پاکستان د آزادۍ راهيسې د اسلام آباد يو اتحادي پاتې شوې، خو په تيرو دریو لسیزو کې د دواړو ترمنځ اړیکي ښه نه دې پاتې شوي.

د جولای په ۲۵ مه د انتخاباتو نه وروسته، خان په ټيلي ويژن باندې قوم ته په خطاب کې ژمنه وکړه چې د هغه حکومت به د "آمريکې سره متوازن تعلقات" وغواړي.

شنونکي، چې د واشنګټن په اړه يې د خان د غوره موقف ستاينه وکړه، وويل چې په دې وروستيو کې پاکستان ته د پومپيو سفر امکانات لري چې د دواړو هيوادونو ترمنځ ناوړه تعلقات ښه کړي.

ابراهيم قاضي، چې په لاهور کې يو سياسي شنونکی دی او د پاکستان د خارجه اړيکو مطالعه کوي، وويل، "آمريکې د څه تذبذب نه بغير پاکستان ومنلو او مونږ ته يې مالي مرستې برابر کړې کله چې مونږ ته د آزادۍ نه وروسته د هند سره د مال د ويش له کبله دهند سره د شخړې له کبله ضرورت و."

هغه وويل، حتی د سپتمبر په ۱۱ مه د بریدونو وروسته، واشنګتن پاکستان د ترهګرۍ پرضد د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې په جګړه کې د ناټو یو لوی اتحادي وګڼلو او پاکستان په افغانستان کې د جګړې لپاره ځمکني، هوايي او سمندري لارې چمتو کړې.

قاضي پاکستان فارورډ ته وویل، "[متحده ایالاتو] د پاکستان د آزادۍ نه وروسته پاکستان ته ډير مالي امداد (پوځي او ملکي) ورکړو، چې دا نږدې ۷۸ ملیارده ډالره (۹.۶ ټریلیونه پاکستانۍ روپۍ) و."

قاضي پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان په سرد جنګ کې د آمريکې یو مهم اتحادي پاتې شوې، خو .. آمريکې د هند او پاکستان په اړه خپله سیمه ایزه تګلاره بدله کړه ځکه چې پاکستان چین ته نږدې شو."

هغه وويل، البته، د پومپيو وروستی سفر د دواړو هیوادونو لپاره يوه نوي موقع ده چې خپل اختلافات ختم کړي، تعلقات ښه کړي او په مهمو سیمه ایزو مسلو کې همکاري وکړي.

د افغانستان په اړه د پاکستان موقف

ډیر شنونکي وایي چې د امریکې او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د خرابوالي تر ټولو لويه وجه د افغان شخړو په اړه د پاکستان پالیسي ده.

د متحده ایالاتو او افغان چارواکو بار بار په پاکستان تور لګولی چې دا افغان طالب وسله والو ته پټنځايونه او ملاتړي شبکې ورکوي، چې په منظم ډول په ناټو او افغان ځواکونو برید کوي.

اسلام آباد دا ادعاګانې رد کړي او ادعا کوي چې پاکستاني وسله والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د افغانستان په سرحدي سیمو کې پټې دي او په پاکستان کې دننه بریدونه ترسره کوي.

تيره هفته، واشنګټن پاکستان ته د ۳۰۰ ميليونو ډالرو (۳۷ ميليارده پاکستانۍ روپو) د پوځي مرستو د معطل کولو خپله اراده څرګنده کړه او ويې غوښتل چې دا فنډونه به د نورو مقاصدو لپاره استعمال کړي. واشنګټن دې ته هم اشاره وکړه چې اسلام آباد د تروريستې ډلو په وړاندې اقدامات نه کوي.

ځينې افغان سیاسي شنونکي وايي، په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ زياتوالی، په غزني صوبه کې د پنځو ورځو د محاصرې په شمول، له کبله اسلام آباد ته د پومپيو سفر اهميت لري.

شريف الله شينواري، چې په کنړ کې يو قومي مشر او شنونکی دی او د پاکستان او افغان د تعلقاتو څارنه کوي، وويل، د پاکستان نه بغير، په افغانستان کې د سولې کوششونه ناممکن دي."

شینواري پاکستان فارورډ ته وویل، د وزیراعظم د جوړيدو نه وروسته، [عمران] خان د باجو سره درې اوږدې غونډې ترسره کړې چې د پومپيو د سفر نه مخکې د امنيتي مسلو په اړه خبرې اترې وکړي. "داسې ښکاري چې د پاکستان ملکي او پوځي ليډرشپ د پومپيو سره د ملاقات په اړه ورته خيالات لري. دا يو ښه فال دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې مقاله کې څه نوي خبره نشته. دا د تجزيې نه بغير يوازې د حقایقو يوه مقاله ده.

ځواب