ټولنه

پاکستاني هيجړاګان د روښانه راتلونکي لپاره هيله لري

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

هيجړاګان په پیښور کې د اګست په ۲۰ مه د يوې هيجړا نازو د وژولو خلاف احتجاج کوي. [بليو وين]

هيجړاګان په پیښور کې د اګست په ۲۰ مه د يوې هيجړا نازو د وژولو خلاف احتجاج کوي. [بليو وين]

پیښور -- په خیبر پښتونخواه کې د يو هيجړا وژلو په پاکستان کې د هيجړاګانو په وړاندې نه زغم، زياتيدونکی تاوتريخوالی او ځورونه په ګوته کړي دي.

نازو، چې په پیښور کې یوه هيجړا و، د اګست په ۱۶ مه وروسته له هغې ووژل شو کله چې هغه په ښار کې په يوې پارټۍ کې ګډا وکړه. مسلکي ګډا يو داسې مسلک دی چې پاکستاني هيجړاګان په کې برخه اخيستې شي.

یوه ورځ وروسته، سیمه ییزو پولیسو د هغې شکمن قاتل او یو ملګری ونیولو.

د ټرانس ايکشن پاکستان له مخې، چې په پيښور کې د حقوقو يوه ډله ده او د هيجړاګانو د حقوقو ملاتړ کوي، نازو ۶۲ م هيجړا و چې د ۲۱۰۵ کال راهیسې په خیبرپښتونخواه کې وژل شوی دی.

يو پاکستانی هيجړا نديم کاشش (ښي اړخ ته)، چې د پارلماني سيټ لپاره په عمومي انتخاباتو کې يې د آزاد اميدوار په توګه برخه اخيستې وه، د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۳ مه په اسلام آباد کې د کمپاين په دوران کې په خپلې حلقه کې کتابچې ویشي. هغه وايي، "ما ته یوه موقع راکړئ." د هغې مبارزه د ځواک لپاره نه ده، بلکې د منلو لپاره، ځکه چې په وروستیو انتخاباتو کې هيجړاګانو تاریخي کاميابۍ ترلاسه کړي وې. [عامر قریشي/ای ايف پي]

يو پاکستانی هيجړا نديم کاشش (ښي اړخ ته)، چې د پارلماني سيټ لپاره په عمومي انتخاباتو کې يې د آزاد اميدوار په توګه برخه اخيستې وه، د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۳ مه په اسلام آباد کې د کمپاين په دوران کې په خپلې حلقه کې کتابچې ویشي. هغه وايي، "ما ته یوه موقع راکړئ." د هغې مبارزه د ځواک لپاره نه ده، بلکې د منلو لپاره، ځکه چې په وروستیو انتخاباتو کې هيجړاګانو تاریخي کاميابۍ ترلاسه کړي وې. [عامر قریشي/ای ايف پي]

د هيجړاګانو د ټولنې غړي په پیښور پریس کلب کې د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۱۴ مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ لمانځي. [قاسم یوسفزۍ]

د هيجړاګانو د ټولنې غړي په پیښور پریس کلب کې د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۱۴ مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ لمانځي. [قاسم یوسفزۍ]

شبانه، چې په مردان کې يوه هيجړا ده، وويل، هيجړاګان اکثر په هغو پارټو کې د ځورونې سره مخامخ کيږي چيرې چې دوی د ګډا لپاره ګمارل کيږي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "ليدونکي موږ ته ګوري، خو زموږ احترام نه کوي." هغې زیاته کړه، چې جنایتکاران اکثر هغوی لوټي کله چې هغوی د شپې ناوخته د کار نه بيرته راځي او په ځينو وختونو کې يې وژني کله چې هغوی مزاحمت کوي."

محرومه شوي ټولنه

شاهین بیګون، چې په وادي سوات کې يوه هيجړا ده، وویل، د ډیرو هيجړاګانو کورنيو هغوی شړلي دي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "د نازو لاش ايدهي فاونډيشن [چې په پاکستان کې د سماجي بهبود ترټولو لویه موسسه ده) دفن کړو، کله چې د هغې کورنۍ د هغې د لاش د اخيستلو نه انکار وکړو. "دا زموږ د ټولو خلکو سره کیږي، او زموږ دا ستونزه د تل لپاره ده."

هغې وويل، "موږ په ټولنه کې د حالاتو له امله ډير زيات مايوسه يو."

فرزانه، چې يوه هيجړا او د حقوقو فعاله ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د تاوتریخوالي په حالت کې ژوند کوو ځکه چې د حکومت یا ټولنې ملاتړ نشته."

هغې وويل، هيڅوک د ستونزو په وخت کې د هيجړاګانو سره مرسته نه کوي. "موږ په هر ځای کې د ګواښونو سره مخامخ یو. [د پارټۍ منتظمين] موږ ته بلنه راکوي، خو مونږ وهي، مونږ ته دهوکه راکوي، او موږ لوټي."

په پیښور کې د قبایلي اين جي اوګانو د ډلې، زار علي خان د هغه مختلفو امتيازي چلندونو په اړه خپګان څرګند کړو چې په پاکستان کې ورسره هيجړاګان مخ دي.

هغه وویل، هيجړاګان اکثر په هسپتالونو کې مناسب علاج نه ترلاسه کوي کله چې هغوی هلته لاړ شي او وروسته د علاج وړ بيمارو له کبله مړه کیږي.

هغه وويل، "پکار ده چې هغوى ته وړيا روغتيايې خدمتونه ورکړل شي، چې په دې کې د ايچ آی وي/ايډز علاج ته لاسرسی شامل دی."

هغه وویل، پاکستان له پکار ده چې د هيجړاګانو د بهبود په لاره کې موجوده خنډونه ختم کړي او د هغوی لپاره فلاحي پروګرامونه پيل کړي.

د راتلونکي لپاره اميد

د نازو د وژلو سربيره، قمر نسيم، چې په پیښور کې په بليو وينز، چې د ښځو د روغتیا مدافعې ډله ده، پروګرام افسر دی او د ټرانس ايکشن باني دی، وويل، هغه د هيجړاګانو د ساتنې لپاره د خیبرپښتونخواه د حکومت د نوي ګامونو په اړه هیله مند دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "خيبر پښتونخواه د کورني تاوتريخوالي (مخنیوی او ساتنه) په نامه يوه مسوده جوړه کړې، چې د هيجړاګانو ټولنې په اړه په کې هم خبرې شوي دي، خو په دې کې د هيجړاګانو د بيابحالۍ، پناه ځای، نفسياتي او سماجي یا قانوني مرستې لپاره اقدامات نشته."

د خیبرپښتونخواه اسمبلۍ دا مسوده لا نه ده منظوره کړې

نسيم وويل، تر اوسه پورې په دې کال کې، پاکستاني چارواکو د هيجړاګانو په وړاندې د کورني او بهرني تاوتريخوالي تقريباََ ۴۸۰ کيسونه ثبت کړي دي.

هغه وويل، د پنجاب او خیبرپښتونخواه حکومت د بشري حقونو یوه پالیسي جوړه کړې چې د هيجړاګانو ساتنه کوي. که څه هم په دغو صوبو کې ټولې ضلعې اوس هم د هيجړاګانو د حقونو د سرغړونو په اړه شکایتونه ترلاسه کوي.

د هيجړاګانو په وړاندې د تاوتريخوالي د ختمولو په برخه کې یوه نیمګړتیا په ملي کچه د کوششونو نشتوالی دی.

نسیم وویل، قومي اسمبلۍ د می په میاشت کې د هيجړاګانو قانون (د حقوقو ساتنه) ۲۰۱۸ منظور کړو. هغه زياته کړه، چې دا اوس هم د قانون د جوړيدو لپاره د سنيټ منظورۍ ته اړتیا لري.

هغه وويل، "دا قانون به هيجړاګانو ته اجازه ورکړي چې ډريوينګ لايسنسونه او پاسپورټونه ترلاسه کړي، په ميراث کې جايداد ترلاسه کړي، خپل جنس بدل کړي، دندې ترلاسه کړي، ووټ ورکړي او روغتيايې پاملرنې ته لاسرسی ترلاسه کړي."

هغه وويل، چې په پاکستان کې تقريباََ د هيجړاګانو ۳،۰۰۰ کورنۍ دي، چې تقريباََ ۱۰،۰۰۰ غړي لري. یواځې په خیبرپښتونخواه کې تقریباََ د هيجړاګانو ۹۰۰ کورنۍ شتون لري.

مدني ملاتړ

موسی خان، چې د ټرانس ايکشن سره د يو فعال په توګه کار کوي، وويل، دا ډله غواړيهيجړاګانو ته د خپلو قانوني حقونو په اړه پوهه ورکړي او هغوی وهڅوي چې خپل غږ پورته کړي.

خو دا په هغه یوه ټولنه کې يو لوی چيلنج دی چيرې چې زياتره خلک هيجړاګانو ته په سپک نظر ګوري.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، "ټرانسجنډر کسان، چې په ځايي ژبه کې ورته هيجړا او يا خواجه سرا ويلې شي، ويره لري چې د هغو کسانو په وړاندې اواز پورته کړي کوم چې هغوی تنګوي ځکه چې ټولنه دغه هيجړاګان په ټولنه کې نه مني او د هغوی ساتنه نه کوي."

خان وويل، پاکستاني هيجړاګان د ټولنې څخه غواړي چې هغوى د ټولنې څخه ونه شړي او د انسانانو په توګه د هغوی درناوى وکړي. هغه زياته کړه، اکثر دغه کسان مجبوره شې چې "چکلو ته لاړ شي او يا هغوی ووهل شي او په بازارونو کې سوال کول پيل کړي."

حبيب الرحمان، چې په صوابۍ کې د پوليسو پخوانی افسر دی، وويل، په هيجړاګانو کې د خپلو حقونو لپاره جذبه يو ښه پرمختګ دی او د ښه راتلونکې لپاره اميد رامنځته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د [هيجړاګانو] د حقونو په اړه پوهاوي شتون لري، او [چارواکي] د دې ټولنې د ساتلو لپاره قوانین جوړوي." هغه زیاته کړه چې کلتوري، مذهبي او نور خنډونه اوس هم هغوی ته عزت او موقعې نه ورکوي.

جویريا، چې په پیښور کې يوه هيجړا ده، د ميډيا او نادولتي موسسو څخه مننه وکړه چې د هيجړاګانو سخت حالات يې په ګوته کړي دي.

هغې وويل، داسې هڅې به ټولنې ته احساس ورکړي چې د دې ټولنې سره د درناوې چلند وکړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "دا سپکاوی به یوازې هغه وخت پای ته ورسیږي کله چې موږ متحد شو." "زموږ ټولنې ته باید اجازه ورکړل شي چې سوداګري پیل کړي ... چې مونږ له عزت سره روزي وګټو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500