ټولنه

د پيښور ګڼ شمير اوسيدونکي او سيلانيان د نوي مرمت شوي ګهنه ګهر ليدنه کوي

د جاويد خان لخوا

د هيريټيج پروجيکټ لاندې د مرمتي کار د پای نه وروسته، تحصيل ګور ګهټړي ته نژدې د ګهنټه ګهر يو منظر. [جاوید خان]

د هيريټيج پروجيکټ لاندې د مرمتي کار د پای نه وروسته، تحصيل ګور ګهټړي ته نژدې د ګهنټه ګهر يو منظر. [جاوید خان]

پيښور -- سيلانيان او اوسيدونکي په ورته ډول د پيښور په زوړ ټاون کې د نوي مرمت شوي ګهنټه ګهر ليدنه کوي.

د بيا رغولو کار د هيريټيج ټريل پروجيکټ برخه وه، چې په دې کې په تحصيل ګور ګهټړي کې د آثارقديمې د ودانيو نه د ګهنټه ګهر پورې کار کول شامل دي.

عمير خان، چې د خیبر پښتونخواه حکومت (کې پي) پخوانی وياند و او په ۲۸ مه يې واک پريښودو، پاکستان فارورډ ته وويل، دا کار د تير دسمبر په میاشت کې پیل شو او د جون په ۵ مه پای ته ورسيدو.

د ګهنټه ګهر مرمت د دې د ۱۱۸ کاله زوړ مينار، چې ورته نوم لري، هم ښکلی کړی دی.

په پیښور کې د می په ۳ مه په هيريټيج ټريل پروجيکټ باندې کار روان دی. [جاوید خان]

په پیښور کې د می په ۳ مه په هيريټيج ټريل پروجيکټ باندې کار روان دی. [جاوید خان]

په زرګونو اوسیدونکي او سیلانیان هره ورځ د هيريټيج ټريل څخه لیدنه کوي چې د بدل شوي منظر او د يو شمير د خوراک د سټالونو نه خوند واخلي.

په دغه لاره کې لاندې، دوی د حويلو په شان اوه ودانۍ -- روايتي حويلۍ -- ليدلی شي چې سيټهيانو، چې يوه مشهوره سوداګريزه کورنۍ وه، ډير مخکې جوړي کړي وې.

په پراخه کچه مرمت

په دې پروجيکټ باندې ۳۱۵ ميليونه روپۍ (۲.۵ ميليونه آمريکايي ډالره) لګښت راغې، چې په دې کې د اتلسمې او نولسمې پیړیو خرابيدونکو ودانو مرمت کول شامل ول. کارګرانو په پراخه کچه کار وکړو چې په دې کې په کړکو، دروازو او طاقونو باندې د لرګي د نازک کار مرمت او بیا رغول شامل ول.

دوی د خوراکي توکو یو مرکز هم جوړ کړو چې ځايي خلکو او سيلانيانو ته خوراک چمتو کړي.

پرویز خټک، چې د خیبرپښتونخواه پخوانی وزیراعلی و، په تیر دسمبر کې د پروجيکټ پرانيسته وکړه او د هغه هټیوالو لپاره يې د پيسو اعلان وکړو چې کاروبار یې د کار له امله ويجاړ شوی و.

ګوهر آمین، چې یو ډاکټر دی او په دغه سیمه کې کلینیک لري، پاکستان فارورډ ته وویل، د پروجيکټ کارکوونکو "د ګهنټه ګهر نه تر تحصيل ګور ګهټړي پورې ۸۰ ودانۍ مرمت کړې."

هغه وويل، دغه کارکوونکو د هغه د کلينک داخلي برخه هم مرمت کړه.

هغه وويل، "دا به زوړ ټاون ته ښه شکل ورکړي."

هغه وويل، چې محله سيټهيا او تحصيل ګور ګهټړي په پېښور کې یو شمیر زړې ودانۍ لري، چې ډير سيلانيان به راجلب کړي کله چې دا هيريټيج ټريل پروجيکټ پای ته ورسيږي.

وده کونکي سوداګري

سیمه ییز کتونکي په هيريټيج ټريل کې ډيره زياته سوداګري ويني، په داسې حال کې چې اوس کار پای ته رسیدلی دی.

شکیل خان، چې د سړک په غاړه د کبابو په هوټل کې کار کوي، پاکستان فارورډ ته وویل، "د روژې په میاشت کې په ماښام کې د خواړو د سوداګرۍ کچه لوړه وه، او په زرګونو خلک اوس هم راځي."

هغه وويل، د ګڼې ګوڼې وخت د ۸ بجو نه تر نيمې شپې پورې وي. هغه زياته کړه چې خلک د غټې غوښې تکو، کړاهۍ، کبانو، بريانۍ او لسۍ لپاره راځي.

هغه وويل، "د مرمت د کار نه وروسته، د هغه کورنيو شمير زيات شوی دی کومې چې دې مرکزې فوډ سټريټ ته راځي." "هغوی فکر کوي چې په فوډ سټريټ کې عمومي چاپیریال ښه شوی دی."

ظهور احمد، ۴۰ کلن، چې ځایي کس دی او دغه فوډ سټريټ ته ځي، پاکستان فارورډ ته وويل، د فوډ سټريټ په اوږدو کې د زړو ودانیو خوندي کولو "دغه ټول ځای ته یوه ښکلا ورکړې" ده. هغه هغو اندیښنو ته اشاره وکړه چې اوس هم پرې د کار کولو ضرورت دی.

هغه وويل، "چارواکو، همداراز د رستورانو او د دوکانونو خاوندانو، له پکار ده چې دا ځای پاک وساتي." هغه د خلکو دې عادت ته هم اشاره وکړه چې څنګه دوی ضايع شوي مواد غورځوي.

د پیښور يو بل اوسيدونکي، شوکت علي، پاکستان فارورډ ته وویل، هيريټيج ټريل پروجيکټ "د پیښور ښکلا زياته کړې ده."

د خیبرپښتونخواه حکومت په نمک منډۍ کې د يو بل فوډ سټريټ مرمت کوي، چې په پاکستان کې د تکې ترټولو لوی مارکيټ دی. هغه زیاته کړه، "ښکلا او د دغو دوو پروجيکټونو د لیدونکو لپاره د ګاډو د ودرولو انتظامات به زياتو سيلانيانو ته اجازه ورکړي چې راشي او د کورنۍ او ملګرو سره ښه وخت تیر کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500