امنیت

د عمران خان نوی حکومت د تروریزم سره د مبارزې لپاره د ۴ "ايز" پالیسۍ ژمنه کوي

د ضياء الرحمان لخوا

يو تصوير د مدني ټولنې فعالین ښیي چې په تير دسمبر کې په کراچۍ کې د طالب وسله والو د ظلمونو خلاف احتجاج کوي. په يو بينر ليکل شوي چې "پاکستان او طالبان یوځای ژوند نه شي کولی." [ضياء الرحمان]

يو تصوير د مدني ټولنې فعالین ښیي چې په تير دسمبر کې په کراچۍ کې د طالب وسله والو د ظلمونو خلاف احتجاج کوي. په يو بينر ليکل شوي چې "پاکستان او طالبان یوځای ژوند نه شي کولی." [ضياء الرحمان]

کراچۍ -- د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د هغه نوی ټاکل شوی حکومت چمتو دی چې د کورنیو او بهرنیو چيلنجونو سره مقابله وکړي، چې په دې کې د هيواد د ترهګرۍ او اورپکۍ اوږدمهاله ستونزه شامله ده.

خان د اګست په ۱۹ مه په تلویزیون باندې يو تفصيلي خطاب وکړو، چې په دې کې هغه د حکومت د اصلاحاتي پلانونو اعلان وکړو، چې موخه يې د کرپشن سره مبارزه او د بشري پراختیا په ښه کولو تمرکز کول دي.

د اسلامي فلاحي دولت جوړولو په اړه د هغه د ژمنو په رڼا کې، خان د اسلامي دولت، د مدينې ښار د دولت په شان، جوړولو ژمنه وکړه او د هغه مهمو مسلو په اړه یې خبرې وکړې چې مخکې پرې يو وزيراعظم هم خبرې نه وې کړې. په دغه مسلو کې د ماشومانو جنسي تیري او د اقلیم بدلون شامل دي.

که څه هم شنونکي او تنقید کوونکي وایي چې خان په دې اړه بحث نه و کړی چې څنګه به د هغه حکومت په هيواد کې د اورپکۍ او ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو د هغه پارټۍ، پاکستان تحریک انصاف، په ۲۰۱۸ کال کې په خپل منشور کې د تروریزم پر ضد د ملي پاليسۍ په اړه بحث لري.

د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان (ګس اړخ ته) د جولای په ۱۵ مه په کويټه کې د اسلم رییساني سره دعا کوي. اسلم د سراج رییساني مشر ورور دی چې په بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ سيټ لپاره انتخاباتو ته ولاړ و او په مستونګ کې د جولای په ۱۳ مه په ځانمرګي برید کې وژل شوی و. [بنارس خان/ای ايف پي]

د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان (ګس اړخ ته) د جولای په ۱۵ مه په کويټه کې د اسلم رییساني سره دعا کوي. اسلم د سراج رییساني مشر ورور دی چې په بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ سيټ لپاره انتخاباتو ته ولاړ و او په مستونګ کې د جولای په ۱۳ مه په ځانمرګي برید کې وژل شوی و. [بنارس خان/ای ايف پي]

دا منشور په جنايي عدالتي سیسټم کې د اصلاحاتو او د تروریزم سره د مبارزې د قانون د بياکتنې لپاره د فوري ګامونو غوښتنه کوي چې د تروریزم سره په مبارزې باندې تمرکز ته وده ورکړي. د جهادي اورپکۍ سره د مبارزې لپاره، دا پالیسي د څلورو "ايز" طریقه هم په ډاګه کوي: ښکاره کول، عملي کول، له منځه وړل او پوهاوي رامنځته کول.

محمد عامر رانا، چې په اسلام آباد کې د څيړنيزې موسسې، د شخړې او امنیتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ، ډايرکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "لومړۍ برخه 'ښکاره کول' د فعال او غیر فعال ترهګرو تر مینځ اړیکې په ګوته کوي او وروسته غير فعال ترهګر د ترهګرۍ نه راړول دي." "دویمه برخه د [تروریزم ضد] ملي عمل پلان [نيپ] پلي کولو او د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د نړیوالو معاهدو او ژمنو په اړه ده."

رانا وويل، "دریمه برخه هڅه کوي چې سخت ترهګر ختم کړي، په داسې حال کې چې څلورمه برخه غوښتنه کوي چې په خلکو کې پوهاوي رامنځته کړي او د تروریزم په وړاندې نظرياتي پاليسي جوړه کړي."

هغه زياته کړه، د خان نوي حکومت له به پکار وي چې د هغه مهمو چيلنجونو سره مقابله وکړي کوم چې د تروریزم او اورپکۍ سره تړاو لري.

د اطمينان د احساس نه ډډه کول

په تیرو پنځو کلونو کې د تروریزم په پیښو او اړوندو تلفاتو کې د پام وړ د کمي سره، په ټول هیواد کې اورپکۍ وده کوي او د نوي حکومت لپاره یو مهم چيلنج رامنځته کوي.

د هغه تروريستي ګواښونو په پرتله، چې تير حکومتونه لکه پاکستان مسلم ليګ نواز (۲۰۱۳-۲۰۱۸) او پاکستان پيپلز پارټي (۲۰۰۸-۲۰۱۳) ورسره مخامخ شوي ول، د خان د پاکستان تحريک انصاف مخلوط حکومت د لږې سولې په وخت کې واک ترلاسه کړو.

د نړیوالې څېړنې ادارې يو راپور د افراطیت پرضد په مبارزه کې يوه مهمه مرحله په ګوته کوي او د پاکستان په شمول په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبلې په شمیر کې کمې ښيي.

د نړيوالې ترهګرۍ انډيکس ۲۰۱۷ يو راپور، چې په میري لينډ يونيورسټۍ کې د اقتصاد او سولې د انسټیټوټ لخوا خپور شوی و، څرګنده کړه، "په مثبت رجحان کې، په افغانستان، نایجیریا، سوریه او پاکستان کې -- چې دا هغه پنځه هيوادونه دي چې ترټولو زيات د ترهګرۍ له کبله ځپل شوي دي -- د تروریزم له امله د مړینې شمیر کم شوی دی."

د راپور له مخې، په پاکستان کې د تروریزم له امله ۹۵۶ مرګونه رامنځته شول، چې دا ۱۲٪ کموالی ښيي. په دغه راپور کې راغلي چې دا د ۲۰۰۶ کال راهیسې د مرګونو ترټولو کم شمير دی.

په ۲۰۱۷ کال کې د امنيت په اړه په خپل کلني راپور کې، پيپس، چې په اسلام آباد کې يوه څيړنيزه موسسه ده، هم وموندل چې د پاکستان داخلي امنیتي وضعیت ښه شوی دی. د تیر کال په پرتله په پاکستان کې د تروريستي بریدونو په شمیر کې ۱۶٪ کمې راغلی دی.

حتی په تاوتریخوالي کې د کمي سره -- په ځانګړې توګه په ۲۰۱۳ کال کې د عمومي انتخاباتو په پرتله -- سږ کال د جولای په ۲۵ مه د عمومي انتخاباتو نه مخکې په لاریونونو باندې په چاودنو کې د ۲۰۰ نه زيات خلک وژل شوي ول.

په دې بریدونو کې د جولای په ۱۳ مه یو ځانمرګی برید شامل دی چې د بلوچستان په مستونګ کې د انتخاباتو په ريلي کې يو سیاستدان سراج رییساني ووژل شو. په دغه چاودنه کې، چې داعش يې مسوليت منلی و، لږ تر لږه ۱۴۹ کسان ووژل شول.

د جولای په ۱۱ مه په یوه بله پیښه کې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)په پېښور کې د یوې چاودنې مسولیت پر غاړه واخیستو چې لږ تر لږه ۲۱ کسان، د عوامي نيشنل پارټۍ مشر هارون بشير بلور په شمول، په کې وژل شوي ول.

چيلنجونه شتون لري

د پيپس راپور څرګنده کړه، د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستاني مشرانو لخوا د معمولي پرمختګ سره، يو شمير امنيتي چيلنجونه اوس هم د پاکستان داخلي ثبات ته ګواښ کوي او هيڅ ګام د دغه چیلنجونو په وړاندې نه دی پورته شوی.

د راپور له مخې، "ځینې نوي چيلنجونه د دوی مخې ته دي، لکه په خپله جوړ شوي افراطي افراد او وړې تروريستي ډلې، په تعليمي ادارو کې د مذهبي افراطي پیښو زياتيدل، په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو لخوا په پوله باندې دوامداره بریدونه او د هیواد په څو برخو کې د داعش زياتيدونکی نفوذ او د پاکستان پولې ته نژدې د افغان وسله والو راټوليدل."

د کراچۍ د مدني ټولنې فعال، ابوبکر یوسفزۍ، چې د وسله والو لکه د طالبانو پر وړاندې کمپاينونه ترسره کوي، وویل، که څه هم داسې ډلې ډیرې کمزورې دي، خو پاکستان لا تر اوسه د ګواښ سره مخ دی ځکه چې وسله وال ترهګر خپل ترهګريز فعالیتونه پرمخ بیایي.

یوسفزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، "په تیرو څو کلونو کې په ټول هېواد کې په ترهګریزو بریدونو کې په زرګونو پاکستانیان وژل شوي دي." "خان بايد د وزير اعظم په توګه په خپل خطاب کې د داخلي امنيتي پاليسۍ په اړه په روښانه ډول خپل موقف څرګند کړی وې او د [د حکومت] د پلان يې اعلان کړې وې."

هغه زياته کړه چې په دیني بنياد پرستۍ او نه زغم کې زياتوالی د هیواد لپاره يو بل چيلنج دی. یوسفزۍ وایي چې حکومت بايد دا خپل ستر لومړيتوب وګڼي چې "منع شوي موسسې د نوي نومونو سره د بیا راڅرګند کیدو نه منع کړي او د هغه ډلو په وړاندې ګامونه پورته کړي کوم چې مذهبي نفرت ته وده ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوغز بانډا: دا د بټګرام ضلعې يو ښکلی کلی دی. دا د بټګرام شمال لویدیځ ته په ۸ کيلوميټره کې موقعيت لري، د تهاکوټ نه جنوب ته ۱۴ کلو ميټره او د تور غر په لمنه کې پروت دی. دا د 'سادات شیرازي' کلی دی، چې ډیر تکړه او زړور خلک دی. دې کلي ډیر ډاکټران، انجنیران، اقتصاد پوهان او دیني عالمان پيدا کړي چې د پاکستان په بیلابیلو ادارو کې خدمت کوي. الله دې زما ښکلی کلې د دښمنانو د ناوړه پلانونو نه خوندي وساتي. آمین!

ځواب

هغه بدلون راوستی دی او دغه پاګل تن، چې څه بدلون راوستی دی، هغه ګراني ده. هغه په خپله د هيلي کوپټر نه خوند اخلي او په غريبانو خلکو کې غصه رامنځته کوي او هغوی پرې لعنت وايي.

ځواب

ډیر ښه

ځواب

د عمران په مشرۍ کې به په پاکستان کې امن او اقتصاد ښه شي او د الله په فضل سره لوی لوی ډاکوان به ماتې وخوري

ځواب