جرم او انصاف

پولیس د کرسټل ميت په وړاندې په مبارزه کې 'د آيس نه پاک پيښور' په نامه کمپاين پيلوي

د جاويد خان لخوا

پولیس په پېښور کې د اګست په ۱۸ مه د نشه یي توکو یو شمیر کاروونکي او د آيس ډیلران ميډيا ته وړاندې کوي. چارواکو 'د آيس نه پاک پیښور' په نامه کمپاين پيل کړې چې په ښار کې د مخدره توکو سوداګرو تعقيب وکړي. [جاوید خان]

پولیس په پېښور کې د اګست په ۱۸ مه د نشه یي توکو یو شمیر کاروونکي او د آيس ډیلران ميډيا ته وړاندې کوي. چارواکو 'د آيس نه پاک پیښور' په نامه کمپاين پيل کړې چې په ښار کې د مخدره توکو سوداګرو تعقيب وکړي. [جاوید خان]

پیښور -- پولیسو په پیښور کې د مخدره توکو پر ضد کمپاين پیل کړې چې په ميټامپټامين باندې تمرکز وکړي ځکه چې په خیبر پښتونخواه کې د دغې نشې د ځوانانو او میرمنو شمير د خطرناک حد پورې زيات شوی دی.

ميټم پېتامين، چې د "کرسټل میت" یا "آيس" په نامه یاديږي، یوه مصنوعي نشه ده چې نشه يي کسان يې د نل لارې څکي، يا يې خورې او یا يې د انجکشن له لارې کاروي.

د مرکزي ښار د پوليسو افسر قاضي جميل الرحمان پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د ۱۷ اګست نه په ښار کې 'د آيس نه پاک پيښور' په نامه يو ځانګړی کمپاین پیل کړی چې د جوړونکو، سمګلرانو، پلورونکو او کاروونکو تعقيب وکړو."

هغه وويل، ځايي چارواکو په تیرو څو هفتو کې د ميت ډيلرانو په وړاندې د ۱۱۵ نه زيات کيسونه ثبت کړي دي. هغه زياته کړه، چې دوی له ۱۶۰ څخه زیات شکمن کسان ونیول او د مصنوعي مخدره توکو یو لوی مقدار يې ترلاسه کړو.

د پيښور د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) جاويد اقبال (په منځ کې) د اګست په ۱۸ مه 'د آيس نه پاک پیښور' په نامه د کمپاین په اړه د ميډيا سره خبرې کوي. [جاوید خان]

د پيښور د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) جاويد اقبال (په منځ کې) د اګست په ۱۸ مه 'د آيس نه پاک پیښور' په نامه د کمپاین په اړه د ميډيا سره خبرې کوي. [جاوید خان]

رحمان وويل، "د پوليسو د هر يو سپرنټنډنټ په سيمه کې د ځانګړو عملياتو ټيمونه جوړ شوي دي چې د هر يو پوليس سټيشن په حدودو کې د نشه يي توکو د پلورونکو تعقيب وکړي او دغه وبا ختم کړي."

د خلکو مرسته ترلاسه کول

پوليسو د ځايي مشرانو، ديني عالمانو، ټاکل شويو استازو، د ضلعې منتظمينو، د يونيورسټۍ د منتظمينو، او د ميډيا څخه غوښتنه کړې چې نوي نسل د هغه نشه يي توکو نه په بچ کولو کې د هغوی سره مرسته وکړي چې په خيبرپښتونخوا کې په چټکۍ سره خپاره شوي دي.

د رحمان له مخې، پوليسو "د يونيورسټۍ او د کالجونو د منتظمينو څخه غوښتنه کړې چې د آيس او نورو نشه يي توکو په اړه په زده کوونکو کې پوهاوی رامنځته کړي" او له عالمانو څخه يې وغوښتل چې "د جمعې په مانځه کې د دې د خطراتو په اړه بيانونه وکړي."

شوانا شاه، چې په خیبر پښتونخوا کې د مدني ټولنې غړي ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ځوانانو په شمول په خلکو کې د مخدره توکو د کارولو کچه، په ځانګړې توګه د آيس، ډيره لوړه شوې ده، او د دې د استعمال او ناوړه اثراتو د کمولو لپاره زيات کوششونو ته ضرورت دی."

په خيبر پښتونخوا کې د پولیسو سينير سپرنټنډنټ جاوید اقبال وويل، په عين حال کې، پولیسو د خیبر پښتونخوا حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د آيس د مخنیوي لپاره نوي قوانین جوړ کړي ځکه چې موجوده قوانین د مصنوعي مخدره توکو په اړه هیڅ نه وايي.

اقبال پاکستان فارورډ ته وویل، "د هغه کسانو لپاره سختې سزاګانې به د آيس او نورو مخدره توکو د استعمال په کمولو کې مرسته وکړي کوم چې د دې په جوړولو او خرڅولو کې ښکیل دي." هغه زياته کړه چې هره ورځ چاپې وهل کیږي.

اقبال وویل، "موږ کار کوو چې د [غیرقانوني] سوداګرۍ په اړه استخبارات ښه کړو او د ټولو [پیژندل شویو] پلورونکو او د آيس کاروونکو ډیټابیس جوړ کړو."

هغه وويل، عام خلک بايد د آيس او نورو نشه يي توکو د سوداګرۍ په له منځه وړلو کې د پوليسو ملاتړ وکړي.

اقبال وویل، "موږ د لاريون انتظام کوو، سمینارونه منعقد کوو او په ټول ښار کې بينرونه لګوو چې د مخدره توکو د ناوړه اغیزو په اړه پوهاوی رامنځته کړو اود پلورونکو او روږدو کسانو په پیژندلو کې د خلکو د مرستې غوښتنه کوو."

يوه وژونکي نشه

قيصر خان، چې په پېښور کې يو خبريال دی او د جرمونو په اړه راپور ورکوي، پاکستان فارورډ ته وویل، "د مصنوعي نشه یي توکو د مخنيوي لپاره ځانګړي قوانین شتون نه لري." هغه زیاته کړه چې د مخدره توکو د روږ له کبله له مخکې نه کسان مړه شوي دي."

خان وويل، "آيس په خيبرپښتونخوا او د هېواد په نورو برخو کې د پرايويټ ګډا د پارټو يوه مهمه برخه جوړه شوې ده، چې ګډا کوونکو او په پارټۍ کې ګډونوالو ته توان ورکوي چې تر ۲۴ ګهنټو پورې ستړی والی نه محسوسوي."

خان وويل، د نشه یي توکو یو شمیر متخصصین باور لري چې آيس د کوکین نه ډير زيات شديد دی." ډاکټران باور لري چې آيس په څو میاشتو کې د وجود په مختلفو برخو باندې اثر کوي او د وخت نه مخکې د مرګ سبب جوړيدې شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500