دین

په انځورونو کې: د پېښور خلک د لوی اختر تياری کوي

د شهباز بټ لخوا

ځايي اوسيدونکي د اګست په ۱۱ مه د پېښور په نصيرپور کې د قربانۍ د څاروو د اخيستلو لپاره د څاروو مارکيټ ته ځي. [شهباز بټ]

ځايي اوسيدونکي د اګست په ۱۱ مه د پېښور په نصيرپور کې د قربانۍ د څاروو د اخيستلو لپاره د څاروو مارکيټ ته ځي. [شهباز بټ]

یو سړی په پیښور کې د اګست په ۱۱ مه د لوی اختر نه مخکې د قربانۍ څارویو لپاره د سنګار سامان تياروي. [شهباز بټ]

یو سړی په پیښور کې د اګست په ۱۱ مه د لوی اختر نه مخکې د قربانۍ څارویو لپاره د سنګار سامان تياروي. [شهباز بټ]

په موټرسايکل باندې يو سړی د اګست په ۱۱ مه په پيښور کې د څاروو بازار ته نژدې په رينګ روډ باندې يوه غوا بوزي. [شهباز بټ]

په موټرسايکل باندې يو سړی د اګست په ۱۱ مه په پيښور کې د څاروو بازار ته نژدې په رينګ روډ باندې يوه غوا بوزي. [شهباز بټ]

پیرودونکي د اګست په ۱۱ مه په پيښور کې په ريتي بازار کې چاکوان اخلي. [شهباز بټ]

پیرودونکي د اګست په ۱۱ مه په پيښور کې په ريتي بازار کې چاکوان اخلي. [شهباز بټ]

يو لوهار په پېښور کې د اګست په ۱۱ مه په ريتي بازار کې د لوی اختر نه مخکې د بار بي کيو سيخان تياروي. [شهباز بټ]

يو لوهار په پېښور کې د اګست په ۱۱ مه په ريتي بازار کې د لوی اختر نه مخکې د بار بي کيو سيخان تياروي. [شهباز بټ]

د پېښور اوسيدونکي د اګست په ۱۱ مه د پېښور په نصير پور کې په بازار کې څاروو ته ګوري. [شهباز بټ]

د پېښور اوسيدونکي د اګست په ۱۱ مه د پېښور په نصير پور کې په بازار کې څاروو ته ګوري. [شهباز بټ]

پيرودونکي په پیښور کې د اګست په ۱۱ مه د قربانۍ د څاروو لپاره خوراک اخلي. [شهباز بټ]

پيرودونکي په پیښور کې د اګست په ۱۱ مه د قربانۍ د څاروو لپاره خوراک اخلي. [شهباز بټ]

پیښور -- د هیواد په نورو برخو او په ټوله اسلامي نړۍ کې د خلکو په شان، د پېښور اوسېدونکو د لوی اختر د لمانځلو لپاره تیاری پيل کړی دی. لوی اختر به په پاکستان کې د چهار شنبې په ورځ (د اګست په ۲۲ مه) ترسره شي.

اوسيدونکي د څاروو، ميښو، بيزو، ګډانو، سيرلو، ګډو او نورو څارويو د اخيستلو لپاره د څاروو بازارونو ته ځي چې د چهټۍ په ورځ قرباني واخلي.

د پیښور یو اوسيدونکي، عزیز الرحمان، پاکستان فارورډ ته وویل، "زه ليوالتيا لرم چې د څاروو قرباني وکړم او خپله مذهبي فریضه پوره کړم. ما يو بيزه په ۰۰۰، ۲۰ روپۍ ( ۲۰۰ آمريکايي ډالره) اخيستې ده او د اختر د لومړۍ ورځ انتظار کوم چې دا قرباني کړم."

د رحمان له مخې، لوی اختر مسلمانانو ته يوه موقع ورکوي چې غریبانانو ته د قربانۍ غوښه ورکړي او د الله رحمت ترلاسه کړي.

په پيښور کې د اګست په ۱۱ مه د څاروو په بازار کې يو عارضي سټال د قربانۍ د څاروو لپاره د سنګار سامان لري. [شهباز بټ]

په پيښور کې د اګست په ۱۱ مه د څاروو په بازار کې يو عارضي سټال د قربانۍ د څاروو لپاره د سنګار سامان لري. [شهباز بټ]

د پیښور یو بل اوسیدونکي، مشتاق احمد، هم وویل چې هغه خوشحاله دی چې دا چهټي ولمانځي.

هغه وويل، "مونږ به نه يوازې د لوی اختر په لومړۍ ورځ غوښه ويشو، بلکې موږ به د شپې د خوراک لپاره غريبانانو ته هم بلنه ورکوو."

هغه زياته کړه، "د اختر په ورځ، خلک له یو بل کره ځي او ميلمانه ترلاسه کوي چې يو بل ته مبارکي ورکړي، او زه به هم يو څو کورونه ته لاړ شم."

[اشفاق يوسفزۍ د پيښور نه د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500