ټولنه

پاکستان د جمهوري اميد سره د آزادۍ ورځ لمانځي

پاکستان فارورډ

طالب علمان په کراچۍ کې د اګست په ۱۴ مه د پاکستان د بنسټ ایښودونکي، محمد علی جناح، په مزار کې د هيواد د آزادۍ د ورځې د لمانځولو لپاره په مراسمو کې ګډون کوي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د پاکستان د پوځ ونګ کمانډر بلال (ښي اړخ ته دریم) د اګست په ۱۴ مه د هند او پاکستان ترمنځ په وهاګه پوله باندې د پاکستان د آزادۍ د ورځې په مراسمو کې د هند سرحدي امنيتي کمانډنټ سنديپ (ښي اړخ ته) ته خواږه وړاندې کوي. [ناریندر نانو/ای ايف پي]

د پيښور ميکايل علي، چې ۳ کاله عمر لري، چمتو دی چې دا ځانګړې ورځ ولمانځي. [دانش يوسفزۍ]

د پيښور دوه اوسيدونکي د اګست په ۱۴ مه د آزادۍ ورځ د لمانځولو لپاره مختلفې کپړې اخلي. [دانش يوسفزۍ]

پاکستانيان د اګست په ۱۴ مه په کراچۍ کې ګډا کوي او د آزادۍ ورځ لمانځي. [آصف حسن/ای ايف پي]

د خیبر پښتونخواه قانون جوړوونکي د اګست په ۱۳ مه په پیښور کې د جولای په ۲۵ مه د عمومي انتخاباتو نه وروسته حلف اخلي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

د خیبر پښتونخواه قانون جوړوونکي د اګست په ۱۳ مه په پیښور کې د جولای په ۲۵ مه د عمومي انتخاباتو نه وروسته حلف اخلي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

طالب علمان په کراچۍ کې د اګست په ۱۴ مه د پاکستان د بنسټ ایښودونکي، محمد علی جناح، په مزار کې د هيواد د آزادۍ د ورځې د لمانځولو لپاره په مراسمو کې ګډون کوي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

طالب علمان په کراچۍ کې د اګست په ۱۴ مه د پاکستان د بنسټ ایښودونکي، محمد علی جناح، په مزار کې د هيواد د آزادۍ د ورځې د لمانځولو لپاره په مراسمو کې ګډون کوي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د کراچۍ په ښار کې د اګست په ۱۴ مه د آزادۍ د ورځې په مراسمو کې آتش بازي ليدل کيږي. [آصف حسن/ای ايف پي]

اسلام آباد -- پاکستانيانو د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۱۴ مه) د روايتي جذبې او درناوي سره د هیواد د آزادۍ ۷۲ مه کليزه ولمانځله.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د ورځې اوږد جشنونه په مرکزي ښار کې د ۳۱ توپو او په څلورو صوبو کې د ۲۱ توپو د سلامۍ سره او په هيواد کې په ټولو غټو عامه ودانیو کې د ملي جهنډۍ اوچتولو سره پيل شول.

مرکزي جشن په اسلام آباد کې په جناح کنونشن سنټر کې ترسره شو، چیرې چې صدر ممنون حسين په خپل خطاب کې وویل، "دا یوه یادونه ده چې په کوم حالت کې دا هیواد د خلکو د مرضۍ مطابق جوړ شو، په ورته ډول، د دې د تقدير په اړه فيصلې به د ووټ له لارې وشي."

د جولای په ۲۵ مه د انتخاباتو نه وروسته او د هیواد په تاریخ کې په دويم ځل په سوله ايزه توګه د واک د منتقلۍ سره، پاکستانيان اضافي دليل لري چې د آزادۍ ورځ ولمانځي.

د نيوي سرتيري د اګست په ۱۴ مه په کراچۍ کې د آزادۍ د ورځې په مراسمو کې د پاکستان د بنسټ ایښودونکي، محمد علی جناح، مزار ته سلامي وړاندې کوي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

ګڼ شمير پاکستاني سیاستدانانو په ټويټر باندې د اميد د پيغامونو سره دغه چهټي ولمانځله.

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان، چې ژر به د پاکستان وزير اعظم جوړ شي، وويل، " د دې آزادۍ په ورځ، زه ډيره زياته خوشبیني لرم... زه پوهیږم که چيرې مونږ په خپله ژمنه کې متحد یو، نو موږ به د هر يو چيلنج خلاف مقابله وکړو."

د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) چيرمين، بلاول بوټو، وویل، "زه نن د آزادۍ ورځ په لمانځلو کې د هر پاکستاني په خوشحالۍ کې شريک يم. مونږ لا اوس هم د سوکالۍ، سولې او مساوات لپاره په یو اوږد او ستونزمن سړک روان يو، خو اوس راځئ چې د پاکستان د آزادۍ ورځ د لمانځلو لپاره يو ځای شو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500