اقتصاد

د مکران اوسيدونکي د مالي بحران په حالاتو کې د ايران د بجلۍ د بنديدو خلاف احتجاج کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

مظاهرین د اګست په میاشت کې د بلوچستان صوبې په ګوادر ضلع کې پلې کارډونه لري او د بجلۍ د بحران خلاف احتجاج کوي. [عبدل غني کاکړ]

مظاهرین د اګست په میاشت کې د بلوچستان صوبې په ګوادر ضلع کې پلې کارډونه لري او د بجلۍ د بحران خلاف احتجاج کوي. [عبدل غني کاکړ]

کويټه -- څارونکي وايي چې د بلوچستان ساحلي سیمو ته د ایران د بجلۍ بنديدل په خلکو کې غصه رامنځته کوي او سوداګرۍ ته زيات زيان رسوي.

ایران په عمومي توګه دې سیمو ته، د ۱۰۰ ميګاواټه بجلۍ د معاهدې د برخې په توګه، ۸۰ میګاواټه بجلي برابروي.

په پاکستان کې د نيشنل ټرانسميشن او ډسپېج کمپنۍ یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وويل، "ایران د بلوچستان ساحلي سیمو ته هره ورځ ۸۰ میګاواټه بجلي برابروي، خو دې په غیر رسمي توګه د تیرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د څه دليل نه ‌بغير بجلي بنده کړی ده."

هغه وويل، "موږ خپلو ساحلي سيمو ته د ايران د بجلۍ د بنديدو په اړه ډير اندېښمن يو، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د معاهدې سرغړونه کوي."

د پنجګور اوسيدونکي د جولاى په ۹ مه په خپلو ضلعو کې د ايران د بجلۍ د بنديدو خلاف احتجاج کوي. [عبدل غني کاکړ]

د پنجګور اوسيدونکي د جولاى په ۹ مه په خپلو ضلعو کې د ايران د بجلۍ د بنديدو خلاف احتجاج کوي. [عبدل غني کاکړ]

هغه وويل، د ايران دا ادعا، چې دا په خپله د بجلۍ کموالی لري، يوه بې بنياده خبره ده.

"ایران توان لري چې په هیواد کې د ۷۰،۰۰۰ میګاواټو پورې بجلي پيدا کړي او هر کال دا په خپل سیسټم کې د ۵،۰۰۰ میګاواټو اضافه کوي." د پاکستان نه علاوه، "ایران ترکي، عراق، افغانستان، آذربایجان او ترکمانستان ته بجلي ورکوي."

دغه چارواکي وويل، زموږ ساحلي سيمو ته د بجلۍ د بنديدو به څه بله وجه وي، ځکه چې د ايران بجلي زمونږ د هېواد د ضرورياتو نه ډېره زياته ده."

هغه وويل، "ايران بايد په سفارتي توګه او نورو اړوندو لارو په ذریعه د بجلۍ د بنديدو په اړه وضاحت وکړي."

د معاهدې سرغوړنه

محمد الياس، چې په کويټه کې د بجلۍ د سپلايۍ په کمپنۍ کې يو سينير چارواکی دی، وویل، ایران په سپتمبر ۲۰۰۳ کال کې د بلوچستان ساحلي سیمو ته د بجلۍ د برابرولو لپاره د پاکستان سره یو معاهده کړې وه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "په پیل کې به ايران هره ورځ ۳۵ میګا واټه بجلې برابروله، خو وروسته ... د بجلۍ مقدار ... ۱۰۰ ميګاواټو ته ورسيدو."

هغه وويل، "موږ په دايمي توګه د دې مسلې د حل کولو لپاره د متعلقه ايراني چارواکو سره خبرې اترې کړي دي، خو تراوسه يې مناسب ګام نه دی پورته کړی." هغه زياته کړه، "د بجلۍ بنديدل جدي مسله ده، او موږ تمه لرو چې ایران به دا ژر تر ژره حل کړي."

هغه وويل، پاکستاني چارواکو په کويټه کې د ايراني سفارت خانې سره د دې مسلې په اړه خبرې اترې کړي دي. هغه زياته کړه، "چې د بجلۍ د کمي پوره کولو لپاره هلې ځلې روانې دي."

وحيد بلوچ، چې په پنجګور ضلع کې يو سياسي مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د بلوچستان ساحلي سيمو ته -- د ګوادر، پسني، اوماره، پنجګور او نورو سیمو په شمول -- د ایران لخوا د بجلۍ بنديدل په کورونو کې د بجلۍ استعمال او زموږ په سیمه کې سوداګرۍ ته زيان رسوي."

هغه وويل، "موږ د خپلو اندېښنو په اړه څو ځله د اړوندو چارواکو سره خبرې اترې کړي... خو هغوی جدي ګام نه پورته کوي."

بلوچ وویل چې د ایران غیر ذمه دارانه چلند او د پاکستان سره د معاهدې خلاف ورزي د بلوچستان په اغیزمنو سیمو کې په خلکو کې د ایران خلاف غصه رامنځته کوي.

هغه وويل، "دا زموږ د حکومت ذمه واري ده چې زموږ د خلکو سره د خپلو سرچینو له لارې مرسته وکړي او یا د ایران څخه وغواړي چې د دې معاهدې د خلاف ورزۍ وضاحت وکړي."

هغه وويل، "د بلوچستان په ۷۶۰ کلوميټره اوږد ساحلي سيمو کې، [اوسيدونکي] د بجلۍ د کمي خلاف احتجاج کوي، او دا د پاکو اوبو په مقدار کې زيات کمی هم رامنځته کوي."

پاکستانيان د ستونزو سره مخامخ دي

شوکت بلوچ، چې د انجمن تاجران، چې د سوداګرۍ يوه اتحادیه ده، مشر دی، پاکستان فارورډ ته د اګست په ۵ مه وویل، "د بجلۍ نشتوالي زموږ کاروبار پر ځای ودرولی دی، او د ګوادر او مکران ډويژن نور خلک د تیرو ۱۸ ورځو راهيسې احتجاج کوي."

هغه وويل، "د ايران د بجلۍ د بنديدو له کبله، کاروبار ۸۰٪ کم شوې او زموږ ټولنه له سخت مالي بحران سره مخامخ ده."

بلوچ وويل، "موږ له بلوچستان حکومت څخه غوښتنه کوو چې د ايران د بجلۍ د بيابحالۍ لپاره چټک ګام پورته کړي."

محمد نبي، چې د ګوادر ضلعې په پسني کې يو سماجي کارکن دی، وويل، "موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ د خلکو د مرستې لپاره مناسب ګامونه پورته کړي، ځکه چې په دې سخت ګرم موسم کې زموږ خلک د بجلۍ نه بغير د ستونزو سره مخامخ دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د بلوچستان په مکران سيمه کې د بجلۍ کمې يوه کلیدي مسله ده، چېرته چې زياتره خلک د ایران بجلي استعمالوي."

هغه وويل، "خلک د بجلۍ د نشتوالي له امله د ډيرو ستونزو سره مخامخ دي، او د تېرو درېو هفتو راهيسې هر قسم خلک په پنجګور، تربت، پسني او نورو سيمو کې احتجاجونه کوي."

د ایران ډبل ګيم

"نبي وويل، ایران تل ډبل ګيم کړی دی؛ له دې امله موږ دا يقين نه شو کولی چې ايران زمونږ ساحلي سيمو ته بجلي په ايران کې د کمي له امله بنده کړې ده. هغه زياته کړه، ایران د خپلو سرحدونو په اوږدو کې په هغه سيمو کې بجلي بنده کړی ده چيرته چې دا بجلي برابروي.

نبي وويل، "د ايران په سيستان او بلوچستان صوبه کې، اوسيدونکي د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي او هلته کې د آزادۍ تحريک روان دی."

هغه وویل، "زموږ د ساحلي سيمو ډیر اوسیدونکي د پولې هاخوا د خلکو سره نږدې اړیکې لري." "ایران هڅه کوي چې د ستراتیژیکي ګټو لپاره دغه خلک تر خپل فشار لاندې روالي."

د تفتان یو امنیتي شنونکي، شانتول ګرګاناري، پاکستان فارورډ ته وویل، "په ساحلي سيمو کې د بجلۍ بحران مصنوعي دی."

هغه وويل، کله چې ایراني رژیم په ايران کې په سيستان او بلوچستان صوبه کې په سني خلکو باندې ظلم کوي، د بلوچستان خلک په ساحلي سیمو کې راپورته کيږي او احتجاج کوي.

هغه وويل، دې ډول ملاتړ په ايران کې ويره رامنځته کړې ده، او د بجلۍ د بنديدو سره دا رژيم غواړي چې خلکو ته يو پيغام ورکړي.

هغه زياته کړه، ايران په تېرو دوو کلونو کې د بجلۍ د بنديدو له لارې په بلوچستان باندې د فشار راړولو لپاره "دا ډول ګڼ شمير کوششونه" کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500