ټاکني

پاکستانیانو او افغانانو د اړیکو د پراختیا په هکله د عمران خان د نظر هرکلی وکړ

د ضیاءالرحمان راپور

د پاکستان تحریک انصاف مشر، چې له کرکټ څخه یې سیاست ته لاره کړې، د خپلې رایې له ورکولو څخه وروسته د زمري په ۵ مه په اسلام اباد کې رسنیو ته خبرې کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د پاکستان تحریک انصاف مشر، چې له کرکټ څخه یې سیاست ته لاره کړې، د خپلې رایې له ورکولو څخه وروسته د زمري په ۵ مه په اسلام اباد کې رسنیو ته خبرې کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

اسلام اباد -- د پاکستان تحریک انصاف مشر، چې ژر به د خپل هېواد لومړی وزیر شي، ژمنه کړې چې له افغانستان سره به اړیکې ښې کړي او په دې برخه کې یې په پرانستو سرحدونو او ازاد تجارت باندې تاکید کړی دی.‌

خان د زمري په ۵ مه په یوه وینا کې، چې په تلوېزیون خپره شوه، له ګاونډیانو سره د پاکستان د اړیکو په هکله خبرې وکړې.

هغه وویل، افغانستان د تېرو څو لسیزو په ترڅ کې د جګړې او تاوتریخوالي په وجه سخت خراب شوی دی او پاکستان چمتو دی چې دغه جګړه ځپلي هېواد ته د سولې په را وستلو کې همکاري وکړي.

خان وویل، «افغانستان ... د جګړو په نامه سخت بشري زیان او ویجاړتیا لیدلي دي. د افغانستان خلک سولې ته اړتیا لري، او پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي،»

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د زمري په ۱ په کراچۍ کې د کمپاین یوې غونډې ته خبرې کوي. د زمري په ۳ مه د انتخاباتو له ګټلو څخه وروسته، خان ژمنه وکړه چې له افغانستان سره اړیکو ته به وده ورکړي.‌ [ضیاءالرحمان]‌

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د زمري په ۱ په کراچۍ کې د کمپاین یوې غونډې ته خبرې کوي. د زمري په ۳ مه د انتخاباتو له ګټلو څخه وروسته، خان ژمنه وکړه چې له افغانستان سره اړیکو ته به وده ورکړي.‌ [ضیاءالرحمان]‌

هغه وویل، «مونږ غواړو چې په هره ممکنه لاره کار وکړو چې په افغانستان کې سوله ډاډمنه کړو. زه غواړم چې له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې تر منځ سیستم په څېر ازاد سرحدي سیستم ولرو،»

د سیاسي چارو تحلیلګران او سوداګر هیله لري چې د خان ژمنې به مرسته وکړي چې سیمې ته سوله راشي، سرحدي ترینګلتیاوې کمې کړي، او سوداګرۍ او په پوله تېرېدلو راتېرېدلو ته وده ورکړي، خو د پاکستان زورور پوځ ته په پام سره، داسې اندېښنې شته چې نوی حکومت به ونشي کولی چې د افغانستان په هکله یوه مستقله پالیسي جوړه کړي.

باور جوړول

د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې د تېرو څو کالو په ترڅ کې خرابې شوي دي، او دغه خرابی تر ډېره د سرحد دواړو خواوو ته د اورپکو د حضور له امله دی.‌

افغان حکومتي چارواکو په منظمه توګه طالب اورپکي په دې تورن کړي چې په پاکستان کې له شتو پټنځایونو څخه په استفادې سره مرګوني بریدونه ترسره کوي.

اسلام اباد دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستاني اورپکي ګروپونه لکه د پاکستان د طالبانو تحریک په افغانستان کې په سرحدي سیمو کې پټېږي.‌

په اسلام اباد کې مېشت ژورنالست، طاهرخان، چې د ترهګرۍ او د پاکستان - افغانستان د چارو په هکله لیکل کوي، وایي، د عمران خان دا پلانونه، چې له افغانستان سره پرانستي سرحدونه او ازاد تجارت ولري، به دواړو هېوادونو ته ګټه ور ورسوي.

هغه وویل، «که څه هم چې هغه یوه تلوېزیوني بیانیه وه او یو مفصل د پالیسۍ پلان نه وو، لاکن د هغه وینا ښیي چې را روان حکومت له دې سره علاقه لري چې په سیمه کې د سولې د راتګ په برخه کې خپل رول ولوبوي،»

هغه وویل، «د افغانستان او متحده ایالاتو له خوا په پاکستان باندې ډېر زیات فشار دی چې له پولې د بلې غاړې بریدونه ودروي،»

له تېر څخه په بریا سره راوتل،‌ راتلونکي ته کتل

خان وویل، پاکستان او افغانستان وار له مخه، په ګډه سره د افغانستان - پاکستان د عمل د ګډ پلان (APAPPS) له لارې د سولېاو پیوستون لپاره کار کوي. د دغه پروګرام هدف دا دی چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو عام مقصدونه ترسره کړي، ،‌سوله او ثبات رامنځته کړي،‌ او سیمې ته انکشاف ورکړي.‌

د وري په میاشت کې،‌ افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په کابل کې د خبرو اترو په ترڅ کې د افغانستان - پاکستان د عمل ګډ پلان (APAPPS) د نهایي کولو لپاره په ۷ مهمو اساساتو باندې موافقه وکړه.‌ د دواړو هېوادونو دپلوماتانو دغه موافقه د می په میاشت کې په اسلام اباد کې نهایي کړه.‌

غني د زمري په ۷ مه عمران خان ته ټیلیفون وکړ، او هغه ته یې د هغه د بریا مبارکی وویله او کابل ته د ورتګ بلنه یې ورکړه.‌

غني د هغوی له خبرو اترو څخه وروسته په یوه ټویټ کې ولیکل،‌ «مونږ دواړو موافقه وکړه چې تېر هېر کړو،‌ او دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان ته د یوه نېکمرغه، اجتماعي او اقتصادي راتلونکي لپاره یو نوی اساس کیږدو،»

د پاکستان تحریک انصاف یوه جیګپوړي افسر او د خان ویاند نعیم الحق وویل، پاکستان تل په افغانستان کې مکمله سوله غوښتې ده.‌

هغه وویل، «د حکومت له جوړولو څخه وروسته به عمران افغانستان ته لاړ شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې تازه کړي،» او زیاته یې کړه چې د پاکستان تحریک انصاف غټ لومړیتوب به دا وي چې د دواړو هېوادونو تر منځ بهترې اړیکې جوړې کړي.‌

په اړیکو کې د ښه راغلاست تودوخه

د سوداګرو ټولنې، په ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان تر منځ په سوداګرۍ کې ښکېلو کسانو، هم د پرانستو سرحدونو او ازادې سوداګرۍ لپاره د خان د غوښتنې ملاتړ وکړ.‌

د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ (سارک) د اقتصاد او صنعت د خونې مرستیال افتخار ملک، خان ته د هغه د بریا مبارکي وویله او د هغه دا ژمنه یې وستایله چې وایي له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان او هندوستان سره به ښې اړیکې ولري.‌

هغه وویل، «د پرانستو سرحدونو او د ازادې سوداګرۍ نوښت به له خلکو سره د خلکو تماسونو ته انکشاف ورکړي او د دواړو غاړو سوداګرو سره به مرسته وکړي چې خپلې سوداګرۍ یا بزنسونه پراخ کړي،»

په کابل کې یوه ژورنالست بصیر هوتک وویل،‌یو زیات شمېر افغانان غواړي چې پاکستان ته د طبي درملنې،پوهنې او نورو دلایلو له امله لاړ شي.

هغه وویل، افغانان هیله مند دي چې خان به سرحد پرانیزي او هغه سفري محدودیتونه به اسان کړي چې هغوی یې د دغو خدمتونو له کارونې څه منع کوي.‌

هغه وویل، د دواړو هېوادونو خلک له ترهګرۍ څخه سخت متأثر شوي دي.

هوتک وویل، «هغوی هیله مند دي چې د پاکستان نوی لومړی وزیر، به له خپل افغان سیال سره یوځای، داسې یوه ستراتیژي جوړه کړي چې ترهګري پرې وټکوي او سیمې ته سوله راولي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نه پوهيږم

ځواب

په بشپړه توګه جانبدارانه او غير حقيقي نظر

ځواب

سلام که چيرې زه د پاکستان د موجوده حالاتو په اړه لیکل غواړم، نو د دې لپاره څه وکړم سترګی په لار

ځواب

هو، بې شکه دا مقاله زما خوښه شوه ځکه چې په دې کې حقايق او ارقام په مناسبه توګه موجود دي. زه به دا ووايم چې دا مقاله په ډير تفصيل سره پکار وه چې زما په شان خلکو د وزيراعظم د بيانونو په اړه زيات معلومات ترلاسه کړې وې

ځواب

ښه کوشش

ځواب