روغتیا

د پاکستان له خوا د وېزو په برخه کې د محدودیتونو له نرمولو څخه وروسته افغان ناروغان د ارامۍ احساس کوي

د اشفاق یوسفزي راپور

یو افغان ناروغ د پېښور په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزی]

یو افغان ناروغ د پېښور په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزی]

پېښور -- هغه افغان ناروغان، چې له پولې دې غاړې ته په پېښور کې د درملنې په لټه کې دي، په وېزو د محدودیتونو د نرمولو په برخه کې د پاکستان د پرېکړې ګټې احساسوي.

پاکستان وروسته له هغه په پوله باندې سخت بندیزونه ولګول چې د ۱۳۹۵ د غبرګولي په ۲۵ مه د پاکستان د پوځ یوجګړن د تورخم پولې سره نژدې ووژل شو.

ډاکتر فیاض خان، چې په پېښور کې په خصوصي او سرکاري دواړو روغتونونو کې کار کوي، وویل، چې دغو محدودیتونو د هغو افغان ناروغانو، چې ډېر وختونه د تداوۍ لپاره پاکستاني روغتونونو ته راځي، مخه ونیوله.‌

هغه وویل، «افغانستان کافي اندازه تخصصي روغتیایي خدمتونه نه لري، له دې امله ناروغان د تداوۍ لپاره پېښور ته راځي،»

یو افغان ناروغ د پېښور په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزی]

یو افغان ناروغ د پېښور په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزی]

افغان اتباع د ۱۳۹۵ د کب په ۲۳ مه په پېښور کې د پاکستان د کډوالۍ دفتر څخه بهر د خپلو وېزو د اوږدولو لپاره د انتظار پر وخت خپل پاسپورټونه له ځانونو سره وړي. [عبدالمجید/ای اېف پي]‌

افغان اتباع د ۱۳۹۵ د کب په ۲۳ مه په پېښور کې د پاکستان د کډوالۍ دفتر څخه بهر د خپلو وېزو د اوږدولو لپاره د انتظار پر وخت خپل پاسپورټونه له ځانونو سره وړي. [عبدالمجید/ای اېف پي]‌

هغه وویل، د تورخم په دروازه کې لګېدلو محدودیتونو د ناروغانو راتګ ځنډولی وو.‌

خو د روان کال د غوایي په میاشت کې،‌ د خصوصي روغتونونو مالکانو د خپلو ناروغانو لپاره د لارې په پاکولو کې یو رول ولوباوه، او مسئله یې د کورنیو او قبایلي چارو ادارې ته ورسوله.

خان وویل، «د غوایي د میاشتې په وروستیو کې، حکومت د افغان ناروغانو لپاره د وېزې شرایط نرم کړل. اوس، هغه کسان چې معتبر روغتیایي اسناد لري هغوی له سختو تلاشیو څخه له تېرېدلو پرته اجازه لري.»

د روغتیایي ملاقاتونو ترک کول

په پېښور کې د نارت وېسټ عمومي روغتون او تحقیقاتي مرکز اجرائيه رییس ډاکتر طارق هاشم وویل، ناروغان اکثر وختونه ځنډېدل او د تداوۍ او تعقیبي کتنو لپاره روغتیایي ملاقاتونو ته نشوای را رسېدلی.

هغه وویل، «د ناروغانو له خوا له مکررو شکایتونو څخه وروسته، چې هغوی په پوله باندې د ځنډونو له امله خپلو روغتیايي ملاقاتونو ته نه رسېدل، مونږ حکومت ته مراجعه وکړه، چې هغوی د ناروغانو لپاره شرایط اسان کړل،»

هاشم وویل، «له محدودیتونو څخه وروسته، په خصوصي روغتونونو کې د ناروغانو په شمېر کې ډېر غټ کمی راغی، خو اوس وضعیت ښه شوی دی ځکه چې هغوی اجازه لري چې چټک راشي،»

په کراچۍ کې د پاکستان د ډاکترانو د اتحادیې عمومي سکرټر ډاکتر قیصر سجاد په پوله باندې د بندیزونو له امله را پورته شویو ننګونو ته په پام سره وویل، چې ناروغان باید په بشري بنیادونو له داسې محدودیتونو څخه معاف وي.‌

هغه وویل، «یوې افغانې مېرمنې ته... چې څلور میاشتې مخکې یې په پيښور کې د خېټې په برخه کې د اختلالاتو له امله عملیات شوی وو، توصیه شوې وه چې ۲۰ ورځې وروسته دې د بیاکتنې لپاره راشي، خو هغه ۴۰ ورځې وروسته راغله،»

هغه وویل،‌ ناروغه، چې د کابل اوسېدونکې وه او په افغانستان کې یې کافي اندازه روغتیایي پاملرنه نشوای ترلاسه کولای، له دې امله چې وېزه یې نه لرله او ساتونکو له سرحد څخه بېرته ګرځولې وه، له سختو ستونزو سره مخامخ شوې وه.‌

هغه وویل، «اوس، هغه د راتګ په برخه کې د بندیزونو له نرمېدلو څخه وروسته راغلې او تر تداوۍ لاندې نیول شوې ده،»

په پېښور کې په خیبر (شېرپاو) روغتون کې د هغې ډاکتر رییس خان وویل، که یاده ښځه په خپل اصلي وخت را رسېدلی وای، اوس به وخته له عملیات څخه رغېدلې وای.‌

په وطن کې د ډاکترانو کمی

د افغانستان له خوست ولایت څخه یو ډاکتر ګل جمال صفدرزاده خپل پلار د منظمې کیموتراپۍ لپاره په پېښور کې د شوکت خانم د سرطاني ناروغیو روغتون او تحقیقاتي مرکز ته راولي.‌

هغه وویل، طالب اورپکو په افغانستان کې اکثر د ثانوي او لوړې سطحې د پاملرنې مرکزونه ویجاړ کړل،او افغانان یې مجبور کړل چې د خپلو روغتیایي اړتیاو د حلولو لپاره په پاکستان کې شتو اسانتیاو باندې تکیه وکړي.‌

هغه وویل، «په زرګونو متخصصو ډاکټرانو د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره افغانستان پرېښود، چې ناروغان په سختو شرایطو کې پاتې شول،»

هغه وویل، «مونږ له پاکستان څخه مننه کوو چې په پوله یې راداخلېدل اسان کړل،» او زیاته یې کړه چې هغه او د هغه پلار اوس کولی شي چې د خپلو روغتیایي ملاقاتونو لپاره په وخت ځانونه را ورسوي.‌

د خوست ولایت اوسېدونکي، عزیزالرحمان، وویل، چې هغه یوه اونۍ وړاندې په اسانۍ سره په پوله راواوښت او خپله خور یې د زېږون د اړوندې د تداوۍ لپاره پاکستان ته راوستله.‌

هغه وویل، په وطن کې د ډاکترانو او اسانتیاو د نشتوالي له امله د طبي پاملرنې د ترلاسه کولو په برخه کې د هغه هڅو ګټه ونه کړه.

عزیزالرحمان وویل، «مونږ نېکمرغه وو چې دلته را ورسېدلو او د هغې تداوي مو وکړه. که هغه یوه ورځ هم وروسته را رسېدلې وای، د هغې حالت به خراب شوی وای.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500