ټاکني

وټس ايپ د پاکستان د عمومي انتخاباتو نه مخکې د جعلي خبرونو د پيژندلو لپاره لارښوونې وړاندې کوي

ای ايف پي

د جولای په ۲۵ د عمومي انتخاباتو لپاره د پوسټرو لګولو کمپاين سره، د پاکستان ځوانان د جولای په ۱۶ مه په راولپنډۍ کې په سړک روان دي. وټس ايپ د هغه جعلي خبرونو سره مبارزه کوي کوم چې ووټ ورکوونکي ګمراه کولی شي. [فاروق نعيم/ای ايف پي]

د جولای په ۲۵ د عمومي انتخاباتو لپاره د پوسټرو لګولو کمپاين سره، د پاکستان ځوانان د جولای په ۱۶ مه په راولپنډۍ کې په سړک روان دي. وټس ايپ د هغه جعلي خبرونو سره مبارزه کوي کوم چې ووټ ورکوونکي ګمراه کولی شي. [فاروق نعيم/ای ايف پي]

اسلام آباد -- د وټس ايف د پیغام رسولو خدمت د چهار شنبې په ورځ (د جولای په ۱۸ مه) په پاکستان کې د يوې هفتې اوږد اشتهاري کمپاين پیل کړو او د جولای په ۲۵ مه د انتخاباتو نه مخکې د جعلي خبرونو د پيژندلو لپاره لارښونې وړاندې کوي.

د ډان اخبار، چې په پاکستان کې د انګلش ژبې ترټولو مشهور اخبار دی، د پوره پاڼې په اشتهار کې راغلي، "موږ په ګډه د غلطو معلوماتو سره مبارزه کولی شو." دا پيغام د حقيقت او د افواه تر منځ د فرق کولو لپاره ۱۰ لارښونې وړاندې کوي.

په دغه پيغام کې راغلي، "ګڼ شمير پیغامونه، چې دهوکه او يا جعلي خبرونه په کې شامل وي، د سپيلنګ غلطۍ لري. دغه نښې وګورئ او جاج واخلئ چې آیا معلومات درست دي."

"که تاسو يو پوسټ ولولئ او په تاسو کې غوسه یا ویره رامنځته کوي، نو د ځان نه پوښتنه وکړئ چې آیا دا پوسټ د دې لپاره شریک کړی شوی چې په تاسو کې ورته احساس رامنځته کړي. او که چيرې ځواب هو وي، نو د شریکولو نه مخکې دوه ځله فکر وکړئ."

وټس ايپ، چې د فېسبوک ملکیت دی، په پاکستان کې د جولای په ۱۸ مه د جعلي خبرونو د پيژندلو لپاره د يوې هفتې اوږد کمپاين پيل کړو. [پيکسلز]

وټس ايپ، چې د فېسبوک ملکیت دی، په پاکستان کې د جولای په ۱۸ مه د جعلي خبرونو د پيژندلو لپاره د يوې هفتې اوږد کمپاين پيل کړو. [پيکسلز]

وټس ايپ يو بل خاصيت هم پلي کړی چې ترلاسه کوونکي ته د دې کتلو توان ورکوي چې آيا پیغام اصلي دی او یا فارورډ شوی دی.

د افواه ګانو او تاوتریخوالي امکان

په پاکستان کې په ملیونو اوسیدونکي وټس ايپ استعمالوي، چیرته چې افواه ګاني او سازشي نظريې شتون لري. داسې پیغامونه په چټکۍ سره خپريږي او ترلاسه کونکي د دې تعین کولو څه لاره نه لري چې آيا دا پيغامونه درست دي.

پاکستان د تاو تریخوالي تاریخ لري، او هغه ويډيوګانې، چې د تاوتريخوالي پيښې ښي، په چټکۍ سره خپريږي. د داسې پيښو يو مثال د مشال خان وژل دي. هغه د جرنلزم طالب علم و او په اپريل ۲۰۱۷ کال کې په مردان کې د توهين رسالت د تورونو له کبله د هجوم لخوا وژل شوی و.

وټس ايپ په جلا ډول په هندوستان کې د جولای په ۱۰ مه د پوهاوې کمپاين وروسته له هغې پيل کړو کله چې په هيواد کې د "جعلي خبرونو" له کبله د وژلو پيښې رامنځته شوې. د ماشومانو د تښتولو په اړه دغه جعلي خبرونه د پیغام رسولو په ايپ باندې خپاره شوي ول.

وټس ايپ، چې د فېسبوک ملکیت دی، د هندوستان د چارواکو تر فشار لاندې راغلی چې د افواه ګانو خپریدل بند کړي. د دغه افواه ګانو له کبله په تیرو دوو میاشتو کې له ۲۰ څخه زيات مرګونه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500