ټاکني

د پاکستان انتخاباتي کمپاینونه د سولې او امنیت سره روان دي

د ضياء الرحمان لخوا

پاکستاني کارکوونکي په کویټه کې د جون په ۳۰ مه د راتلونکو انتخاباتو لپاره پوسټرې تياروي. په دې انتخاباتو کې د انتخاباتو په کارکوونکو باندې ډیر کم بریدونه ترسره شوي دي. [بنارس خان/ای ايف پي]

پاکستاني کارکوونکي په کویټه کې د جون په ۳۰ مه د راتلونکو انتخاباتو لپاره پوسټرې تياروي. په دې انتخاباتو کې د انتخاباتو په کارکوونکو باندې ډیر کم بریدونه ترسره شوي دي. [بنارس خان/ای ايف پي]

کراچۍ -- په پاکستان کې د جولای د ۲۵ مې د راتلونکو انتخاباتو لپاره نسبتاََ يو سوله ایز کمپاین روان دی، چې دا د تیرو انتخاباتو، چې طالبانو په کې هغه لبرل پارټۍ په نښه کړي وې کومو چې د هغوی خلاف وې، په پرتله سوله ايز دی.

د تاو تریخوالي د ډلو، د تحريک طالبان پاکستان په ګډون، په وړاندې د قانون پلي کونکو ادارو لخوا بریالي عملياتو په مجموعي توګه په ناامنۍ او سیاسي تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راوستی دی.

د ۲۰۰۷ کال راهیسی، تحریک طالبان پاکستان د سیاسي مشرانو، د انتخاباتو په کارمندانو او اميدوارانو باندې د بریدونو مسوولیت په غاړه لري. د ۲۰۱۳ کال په تیرو عمومي انتخاباتو کې، دا ډول بریدونه د معمول خبره وه، او د انتخاباتو نه يو څو هفتې مخکې به په دې کې زياتوالی راتلو.

په دغه وخت کې، د ټي ټي پي شورا اعلان وکړو چې دا به هغه سیکولر سیاسي پارټۍ په نښه کړي کومې چې د پخواني مخلوط حکومت برخه وې او په سوات، په پخوانۍ فاټا او د خيبر پښتونخواه په نورو برخو کې په پوځي عملیاتو کې ښکیل ول.

د عوامي نیشنل پارټۍ (ای اين پي) مشر شاهي سید په کراچۍ کې د جولای په ۳ مه خبرې کوي. د ۲۰۱۳ کال په تير عمومي انتخاباتو کې، طالبانو لبرل او سیکولر پارټۍ لکه ای اين پي، پي پي پي او ايم کيو ايم په نښه کړې وې. [ضياء الرحمان]

د عوامي نیشنل پارټۍ (ای اين پي) مشر شاهي سید په کراچۍ کې د جولای په ۳ مه خبرې کوي. د ۲۰۱۳ کال په تير عمومي انتخاباتو کې، طالبانو لبرل او سیکولر پارټۍ لکه ای اين پي، پي پي پي او ايم کيو ايم په نښه کړې وې. [ضياء الرحمان]

د پاکستان پیپلز پارټۍ (پي پي پي) د مشر بلاول بھټو زرداري ملاتړی د جولاى په ۲ مه په کراچۍ کې د انتخاباتو يو پوسټر تياروي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د پاکستان پیپلز پارټۍ (پي پي پي) د مشر بلاول بھټو زرداري ملاتړی د جولاى په ۲ مه په کراچۍ کې د انتخاباتو يو پوسټر تياروي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د ويرې نه بغير کمپاین ترسره کول

عوامي نیشنل پارټي (ای اين پي]، متحده قومي مومنټ (ايم کيو ايم) او پاکستان پیپلز پارټي (پي پي پي)، چې سیکولر او لبرل پارټۍ ګڼل کیږي او د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې يې د حکومت د عملیاتو ملاتړ کړې و، په دوامداره توګه د تاوتریخوالي سره مخامخ شوې او هغوی يې مجبور کړل چې خپل انتخاباتي کمپاينونه محدود کړي.

د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ، چې په اسلام آباد کې د امنيت په اړه يوه څيړنيزه موسسه ده، له مخې په ۲۰۱۳ کال کې د جنورۍ د لومړۍ نيټې او د می د پنځلسمې نيټې تر منځ، "په ټول پاکستان کې ۲۹۸ کسان مړه شوي ول او ۸۸۵ نور ژوبل شوي ول ... ۱۴۸ ترورسيتي بريدونه په سیاسي مشرانو، کارمندانو او رایه ورکوونکو باندې ترسره شوي ول. د دې نه علاوه، د سیاسي تاوتریخوالي ۹۷ پېښې رامنځته شوي وې."

د ای اين پي سيند ویاند، حمیدالله خټک، وویل، ټي ټي پي د ۲۰۱۱ د نيمايۍ نه تر سپتمبر ۲۰۱۳ کال پورې په کراچۍ کې د ای اين پي د ۱۰۰ نه زيات غړي وژلي ول.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "تیر انتخابات زموږ د پارټۍ لپاره د ويرې يو خوب و کله چې طالبانو زموږ انتخابي نوماندان ووژل او زموږ په غونډو یې په ښار کې بمونه ورول."

خټک وويل، خو ای اين پي اوس په ټول هيواد کې د "طالب وسله والو او په ښار کې د نورو تاوتريخوالي د ګروپونو په وړاندې د چارواکو لخوا د بريالي عملياتو له کبله" خپل کمپاینونه ترسره کوي.

ریيس احمد، چې په کراچۍ کې د امنيت شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "طالبان اوس شتون نه لري. دا ځل [رایې ورکوونکي] به له زړورتیا او ډاډ سرهد ووټ ورکولو خپل حق استعمال کړي."

امنیت لوړول

د پاکستان چارواکي په پولنګ سټيشنونو کې د امنیت ساتلو لپاره سخت کار کوي او د راتلونکو ټولټاکنو په اړه د سیاسي پارټو لپاره يې د ۸۶ نکتو د چال چلند هدايات جاري کړي دي.

د پاکستان د انتخاباتو کيمشن د جون په ۱۴ مه پریکړه وکړه چې د پوځ پرسونل به په پولنګ سټشنونو کې دننه او بهر ځای پر ځای شي. د قانون تطبیق کوونکي پرسونل د ۲۷ جون راهيسې ځای پر ځای شوي چې د بيلټ پيپرو د چاپ کولو امنیت يقيني کړي.

اي سي پي پریکړه وکړه چې سي سي ټي وي کيمرې به د هیواد په ۲۰،۰۰۰ حساسو پولنګ سټيشنونو کې نصب شي.

اي سي پي وویل چې دا به د امنیتي مسلو په اړه د تروریزم ضد ملي ادارې (نيکټا) سره په نږدې همغږۍ کې کار وکړي.

نيکټا خبرداری ورکړو چې ځینې سیاسي شخصیتونه د انتخاباتو نه مخکې د تروريستي ګواښونو سره مخ دي.

د نيکټا چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې، په ځانګړي توګه د ټي ټي پي مشر، مولانه فضل الله، د مرګ نه وروسته، په ځینو سیاسي مشرانو باندې د بريدونو په اړه د مختلفو استخباراتي ادارو نه معلومات ترلاسه کړي دي."

هغه وويل، "که څه هم، دا ګواښونه جدي نه دي او د قانون پلي کونکي ادارې د سیاستدانانو ساتنه کوي."

د پنجاب د پوليسو انسپکټر جنرل سيد کلیم امام پاکستان فارورډ ته وويل، په سوله ایز چاپیریال کې آزاد او عادلانه انتخابات زمونږ لومړۍ ترجيح ده.

هغه وويل، ټولې سرچينې د دې هڅو سره مرسته کوي. هغه زياته کړه، د دې انتخاباتو په کمپاين کې به وسلې او د جشن په موقع ډزې برداشت نه کړې شي.

امام وويل، "د هغو کسانو په وړاندې به ګامونه پورته شي کوم چې د قانون د ماتولو کوشش کوي." هغه زياته کړه، د پوليسو د ګشت ځواکونه، د ډولفين ځواک په ګډون، چې په کوڅو کې د جرمونو سره مبارزه کوي، د امنيت یقیني کولو لپاره تیار دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500