https://pakistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_pf/features/2018/07/04/feature-02
چاپیریال |

په انځورونو کې: د خیبرپښتونخواه بنجر او شاړه غرونه اوس په شنو ونو کې پټ دي

ای ايف پي

image

په بونیر کې د می په ۱۸ مه د ونو د کښت په ځای کې يو پراخه سړک ښودل شوی دی. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

image

یو موټرسایکل چلونکی د می په ۱۸ مه په وادي سوات کې د بونير د ځنګلي سیمې نه تیريږي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

image

د خیبر پښتونخواه د ځنګلونو د ادارې افسران د می په ۱۸ مه په یو داسې ځای کې راټوليږي چې په وادي سوات کې ترې ځنګلونه په نظر راځي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

image

ماشومان د می په ۱۷ مه د ضلع ملاکنډ په هيرو شاه کې د ونو د کښت په ځای کې لوبې کوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

image

د خیبرپښتونخواه د ځنګلونو د ادارې ساتونکي د می په ۱۷ مه د ضلع ملاکنډ په هيرو شاه کې د ونو د کښت د ځای ساتنه کوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

image

د خیبر پښتونخواه د ځنګلونو د ادارې ساتونکي د می په ۱۷ مه په هيرو شاه کې د ونو د کښت په ځای کې مزل کوي. [فاروق نعیم/اې ايف پي]

image

د خیبر پښتونخواه د ځنګلونو د ادارې ساتونکي د می په ۱۸ مه په بونير کې د ونو د کښت په ځای کې راټوليږي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

image

د خیبر پښتونخواه په وادي سوات کې د ځنګلونو په يوې سيمه کې د می په ۱۸ مه کورونه ښودل شوي دي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

image

هغه وني، چې د پېښور په شاوخوا کې لګول شوي، په جولای ۲۰۱۷ کال کې په هوايي منظر کې ښودل شوي دي. [د بيليون ونو کرلو سونامي پروجيکټ]

هيرو شاه -- بدلون خورا لوی دی: د خیبر پښتونخواه په ملاکنډ ډسټرکټ کې په هيروشاه سیمه کې، چې مخکې په بنجر غرونه مشتمله وه، اوس په پراخه ځنګلونو کې پټه ده.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې، ۱۶،۰۰۰ کارګرانو په هيرو شاه کې په منظمه توګه د جيوميټرک وقفو سره د ۹۰،۰۰۰ نه زياتې د يوکلپټس ونې، چې په چټکۍ سره وده کوي، وکرلې. دا ستر کار په خیبر پښتونخواه کې د هڅو یوه وړه برخه ده.

پرویز منان، چې د ځنګلاتو منيجر دی او د هغه ځای انځورنه ښيي چې مخکې يې لوړ واښه لرل او له دې کبله دغه منظر به ښه نه ښکاريدو، وویل، "مخکې دا په بشپړه توګه يوه بنجره ځمکه وه. اوس دا شنې ونې لري."

image

پرويز منان، چې د خیبر پښتونخواه د ځنګلونو د ادارې مشر دی، د می په ۱۷ مه په هيرو شاه سیمه کې د ونو د کښت په ترڅ کې ښودل شوی دی. [فاروق نعیم/ اې ايف پي]

منان، چې په هيرو شاه کې د ونو د کرلو څارنه کوي، وويل، نوي ونې به د سیمې ښکلا ته وده ورکړي، د ځمکې شړيدل به کم کړي، د اقلیم بدلون په کمولو کې مرسته وکړي، د سیلابونو امکانات به کم کړي او د باران امکانات به زیات کړي.

اوسيدونکي هم دې ته د اقتصادي ودې په څېر ګوري -- او چارواکي هيله لري چې دا به په هغه سيمو کې کسان د اور لپاره د ونو د کټايۍ نه منع کړي چيرته چې د بجلۍ کمی رامنځته کيدی شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
11
نه
تبصرې 5
د تبصرو تګلاره
Captcha

دا ونې په ورځ کې ۱۰۰ لیټره اوبه راکاږي او د ځمکې لاندې اوبه کموي تاسو ته درخواست دی نورې ونې ولګوئ چې ښه ثابت شي.
مننه

ځواب

الله دې په دې کې برکت واچوي. دا ډيره زياته ښه او ګټوره تبديلي ده او صحتمنده هم ده. ونې لګول د سنت نبوی (ص) نه ثابته ده. دا د ثواب کار هم دی او صدقه جاريه هم ده. د دې نه د الله مخلوق هم ګټه پورته کوي. دا د کې پي کې د حکومت لخوا ډير ښه او مثبت اقدام دی او مونږ يې د زړه د اخلاصه ستاينه کوو.

ځواب

دا زمونږ د ټولو لپاره يو غوره وخت دی چې يو ځای شو او د دې غوره کار په ترسره کولو کې د حکومت سره همغږي او مرسته وکړو. الله دې زمونږ سره مرسته وکړي چې خپل هېواد پاک او شين جوړ کړو.

ځواب

ډیر ښه

ځواب

که موږ غواړو چې د راتلونکو نسلونو لپاره ښه او روغ ژوند ولرو، نو دا پروجيکټ باید په ټول پاکستان کې ژر تر ژره پیل شي.

ځواب