امنیت

نړيوال څارونکيو پاکستان د ترهګرۍ سره د مالي مرستې له کبله په خړ ليسټ کې اچولی دی

پاکستان فارورډ

حافظ سعيد (په منځ کې)، چې د وسله والې ډلې جماعت الدعوا مشر دی، د جون په ۲۱ مه په اسلام آباد کې د انتخاباتو لپاره د دفتر په افتتاحي مراسمو کې خبرې کوي. پاکستان د جماعت الدعوا او د هغې سره تړاو لرونکو ډلو په وړاندې وروسته له هغې ګامونه پورته کړل کله چې د مالي چارو کاري ځواک (ایف ای ټي ایف) وويل چې دا به د فبرورۍ په مياشت کې دغه هېواد په خپل "خړ لیسټ" کې شامل کړي. [عامر قريشي/اې ايف پي]

پيرس -- ډان ورځپاڼې د سفارتي سرچینو له خولې وویل، د مالي چارو کاري ځواک، چې د پیسو مینځلو پر ضد نړیواله څارونکي ډله ده، د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۷ مه) پاکستان په خپل "خړ لیسټ" کې واچوو.

دا اقدام معنا لري چې ايف ای ټي ايف جاج واخيستو چې د پاکستان مالي نظام د نړیوال مالي نظام لپاره يو خطر دی ځکه چې د پیسو مینځلو او د تروریزم د تمویل د مخنيوي لپاره په دې کې "ستراتیژیکي نیمګړتیا" موجود ده.

ايف ای ټي ايف وویل، پاکستان په خپله خاوره کې د داسې جرمونو په مخه نيولو کې ناکامه شو. ايف ای ټي ايف به اوس تر هغه وخته پورې د پاکستان څارنه وکړي تر څو چې د مخنیوي تدابیر ايف ای ټي ايف نه وي مطمئن کړي.

ايف ای ټي ايف د فبرورۍ په میاشت کې خبرداری ورکړو چې پاکستان بیا په لیسټ کې شامل کیدی شي. پاکستان مخکې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ په "خړ لیسټ" کې و.

د مالي چارو کاري ځواک (ایف ای ټي ایف) د ترهګرۍ د تمویل او پیسو مینځلو په وړاندې مبارزه کې د "نیمګړتیا" له کبله په پاکستان تنقيد کوي.[پيکسيلز ډاټ کام]

د مالي چارو کاري ځواک (ایف ای ټي ایف) د ترهګرۍ د تمویل او پیسو مینځلو په وړاندې مبارزه کې د "نیمګړتیا" له کبله په پاکستان تنقيد کوي.[پيکسيلز ډاټ کام]

په اسلام آباد کې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټيوټ ډايريکټر محمد عامر رانا وویل، پاکستان باید يوه ستراتيژي جوړه کړي چې د تروریزم د تمویل او پیسو مینځلو لپاره د ايف ای ټي ايف قواعد پلي کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا یوه لویه ننګونه ده." "دا د پاکستان لپاره خورا مهمه ده چې د عمل ملي پلان لاندې پورته شوي ګامونو په اړه نه یوازې ايف ای ټي ايف قانع کړي بلکې ... په هغه ډلو او کسانو باندې په بشپړ ډول بندیز ولګوي کوم چې د ترهګریزو فعالیتونو شکمن دي."

[د کراچۍ څخه ضیا الرحمان د دې راپور په برابرولو کې برخه و اخیسته.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500