امنیت

خیبرپښتونخواه د وړوکي اختر لپاره امنیتی تدابیر او د سرحد کنټرول ټينګوي

د جاويد خان لخوا

د پولیسو افسران د جون په ۱۲ مه د پیښور په قيصه خوانۍ بازار کې د وړوکي اختر لپاره د امنیتي تدابیرو په اړه خبرې کوي. [جاوید خان]

د پولیسو افسران د جون په ۱۲ مه د پیښور په قيصه خوانۍ بازار کې د وړوکي اختر لپاره د امنیتي تدابیرو په اړه خبرې کوي. [جاوید خان]

پیښور -- په ټول پاکستان کې او په ځانګړی توګه په خيبر پښتونخواه کې امنيت د اختر نه مخکې، چې د شنبې په ورځ (د جون په ۱۶ مه) به پيل کيږي، زيات کړی شوی دی.

د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند وقار احمد پاکستان فارورډ ته وویل، د خیبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود "د اختر نه مخکې په يو خط کې سیمه ایزو او ضلعي پولیسو افسرانو ته لارښوونه کړې چې په خپله د حساسو ځایونو لیدنه وکړي او د امنیت کچه وګوري."

پولیس کمانډرانو ته حکم ورکړی شوی چې هره ورځ په هغه سوداګريز مرکزونو کې ګشتونه ترسره کړي چيرته چې هره ورځ ډیر پیرودونکي موجود وي. هغه زیاته کړه چې د خیبرپښتونخواه د بمونو د شنډلو څانګه او سراغ رسا سپي به د ګڼې ګوڼې په وخت کې د سوداګریزو مرکزونو معاينه کوي.

هغه وويل، "[پولیسو] ته لارښوونه شوې چې ښار ته د ننوتلو او وتلو په لارو کې [امنیت] پیاوړی کړي، او د اختر نه مخکې او يا د اختر په دوران کې د تروریستي برید د مخنیوي لپاره د لټون او ګوزار عملیات او د تلاشۍ عمليات زيات کړي."

پاکستانيان د جون په ۱۳ مه سهار وختي په کراچۍ کې په يو بازار کې سودا اخلي. په ټول پاکستان کې پولیسو د وړوکي اختر لپاره، په ځانګړي توګه د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې، امنیتي تدابیر نیولي دي. وړوکې اختر به د جون په ۱۶ مه پیل کیږي. [آصف حسن/ای ايف پي]

پاکستانيان د جون په ۱۳ مه سهار وختي په کراچۍ کې په يو بازار کې سودا اخلي. په ټول پاکستان کې پولیسو د وړوکي اختر لپاره، په ځانګړي توګه د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې، امنیتي تدابیر نیولي دي. وړوکې اختر به د جون په ۱۶ مه پیل کیږي. [آصف حسن/ای ايف پي]

د مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان وویل چې هغه په شخصي توګه د مصروف سوداګریزو مرکزونو او سرحدونو پوسټونو څخه لیدنه وکړه چې د اختر نه مخکې د امنيتي تيارۍ معاينه وکړي او د پوليسو مورال لوړ کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په سوداګريز مرکزونو کې د نارينه او ښځینه پولیسو د ګمارلو پرته، هغه پوليسو ته لار ښونه شوې، کوم چې د ننوتلو او وتلو په لارو کې ځای پر ځای شوي دي، چې د شکمنو کسانو په تګ راتګ نظر وساتي."

رحمان او د خیبرپښتونخواه د پوليسو (عمليات) سپرنټنډنټ جاويد اقبال، د جون په ۱۰ مه د قبایلي سيمو سره په پولو باندې د امنیتي پوسټونو ليدنه وکړه.

په دغه ورځ، رحمان په منظور شهید پولیس پوسټ کې د بم نه خوندي د ودانۍ پرانسته وکړه. دا پوسټ د پوليسو په هغه ۳۱ بم پروف پوسټونو کې شامل دی چې په دې وروستیو کې د خیبر او دره آدم خیل سره د خیبرپښتونخواه په پولو باندې جوړ شوي وې.

داسې پوسټونه "د هر ډول بم یا راکټي برید مخه نيولی شي."

د لوبو ټوپکونو او په غير قانوني توګه د ټوپک د ښولو مخنيوی کول

په خیبر پښتونخواه او د پاکستان په نورو سيمو کې چارواکو يو تعليمي کمپاين پيل کړی چې د جشن په موقع د خطرناکو ډزو اود لوبو د ټوپکو د خرڅ مخنيوی وکړي.

يو شمير ضلعي حکومتونو د تاوتریخوالي کلتور د کمولو لپاره د لوبو د ټوپکونو په خرڅ بنديز لګولی دی. پولیسو ته امر شوی چې د هغو کسانو په وړاندې ګامونه پورته کړي کوم چې دغه کهلونې خرڅوي او يا يې راوړي.

عتيق شاه، چې په پیښور کې د پولیسو یو افسر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د هوايي ډزو پر وړاندې بینرونه او پوسټرونه د ګشت په موټرو، په سوداګریزو مرکزونو کې او په ټول ښار کې ښودل شوي دي. "

ډیر خلک د جشن په موقعو د ګولو له کبله، په ځانګړي توګه په خيبر پښتونخواه کې، وژل شوي یا شل شوي دي.

مشهورو شخصياتو، لوبغاړو او نورو مشهورو خلکو ويډيو ګانې جوړې کړي او په تلویزیون او ټولنیزو رسنیو د خلکو څخه غوښتنه کوي چې د هوایي ډزو مخه ونيسي او د مجرمانو په پیژندلو کې د پوليسو سره مرسته وکړي.

شاه وويل چې سټيشن هاوس افسرانو ته امر شوی چې د هوايي ډزو په وړاندې په کمپاينونو کې ديني عالمان، ټاکل شوي استازي او د ټولنې مشران شامل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو

ځواب