امنیت

ویل کیږي د پاکستاني طالبانو مشر د افغان - امریکایي ځواکونو په ګډ برید کې وژل شوی دی

سلام ټایمز او ای اېف پي

یوه پاکستاني د مدني ټولنې فعال د ۱۳۹۳ د مرغومي په ۲۶ مه په اسلام اباد کې د یوه لاریون په ترڅ کې یو شعار پورته کړی چې د پاکستان د طالبانو د تحریک د مشر ملا فضل الله عکس پرې لګېدلی دی. د غبرګولي په ۱۳ مه راپور ورکړل شو چې فضل الله د افغانستان په کونړ ولایت کې د امریکایانو او افغانانو د ګډو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.‌ [فاروق نعیم/ای اېف پي]‌

یوه پاکستاني د مدني ټولنې فعال د ۱۳۹۳ د مرغومي په ۲۶ مه په اسلام اباد کې د یوه لاریون په ترڅ کې یو شعار پورته کړی چې د پاکستان د طالبانو د تحریک د مشر ملا فضل الله عکس پرې لګېدلی دی. د غبرګولي په ۱۳ مه راپور ورکړل شو چې فضل الله د افغانستان په کونړ ولایت کې د امریکایانو او افغانانو د ګډو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.‌ [فاروق نعیم/ای اېف پي]‌

واشنګټن -- د محلي مقاماتو او امنیتي سرچینو په وینا، یو ګډ عملیات چې د امریکایي او افغان ځواکونو له خوا د افغانستان په کونړ ولایت کې ترسره شول،د پاکستانی طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله وژل شوی دی.‌

د پاکستاني چارواکو په وینا، د پاکستان د طالبانو د تحریک مشر فضل الله، چې باور کیږي د عمر په څلوېښتمو کلونو کې دی، وروسته له هغه په افغانستان کې پناه واخیسته چې د پاکستان د پوځ له خوا له ګڼو بریدونو څخه وروسته دغه ډله له پاکستان څخه واېستل شوه. هغه نژدې یوه لسیزه مخکې وتښتېد.‌

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګرمن مارتین او ډونېل په یوه اعلامیه کې وویل،«امریکایي ځواکونو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۳ مه/ د افغانستان او پاکستان تر منځ پولې سره نژدېپه کونړ ولایت کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات ترسره کړل، چې د یوه ترهګر بلل شوي تنظیم یو جیګپوړی مشر یې په نښه کړ،»

په اعلامیه کې د فضل الله نوم نه دی یاد شوی خو زیاته کړې یې ده چې امریکایي ځواکونه «هغه اوربند ته چې پابند دي»چې کابل له افغان طالبانو سره کړی دی، او داسې ښکاري چې په اساس به یې له دغې ډلې څخه څوک نه په نښه کیږي.‌

ملا فضل الله له ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاکستان د طالبانو د تحریک مشر وو. [آرشیف]

ملا فضل الله له ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاکستان د طالبانو د تحریک مشر وو. [آرشیف]

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وویل، «زه کولی شم تایید کړم چې د پاکستان د طالبانو د تحریک مشر فضل الله د افغان او امریکایي ګډو عملیاتو په ترڅ کې په کونړ کې وژل شوی دی،» هغه د برید بدله نېټه ورکړه،‌ او ویې ویل چې دغه برید په پنجشنبه /د غبرګولي ۲۴ مه/ ترسره شوی دی.

پاکستان دا خبر په رسمي توګه نه دی تایید کړی،‌ خو یوې جیګپوړې پاکستانۍ امنیتي سرچینې ای اېف پي ته وویل چې داسې باور کیږي چې فضل الله وژل شوی دی.‌ د پاکستان په استخباراتو کې سرچینو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، ازادۍ راډېو ته د اورپکو د مشر مړینه تایید کړه.‌

د پنتاګون چارواکو په دې هکله له څه ویلو ډډه وکړه چې آیا برید بریالی وو.‌

سیمې ته له لاسرسي څخه پرته د داسې پېښو تاییدول سخت دي، او داسې راپورونه ورکړل شوي چې د اورپکو جیګپوړي مشران له هغه څه نه چې راڅرګندېږي مخکې وژل شوي وي.‌

یو ډېر غوښتل کېدونکی ترهګر

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د کب په میاشت کې د فضل الله د ځای معلومولو په برخه کې د مرستې لپاره د ۵ میلیونو ډالرو انعام کېښود.‌ فضل الله په پاکستان کې د خونړیو بریدونو له ترسره کولو او په ۲۰۱۰ کې د نیویارک په ټایمز سکویر کې د موټربمي برید له هڅې سره اړیکه لرله.‌

هغوی ویلي چې دغې ډلې «له القاعدې سره نژدې اړیکې لرلې» او فیصل شهزاد ته، چې غوښتل یې په ټایمز سکویر کې بمی برید وکړي، یې روزنه ورکړې وه.‌

فضل الله همدارنګه په ۲۰۰۷ کې د پاکستان په سوات کې په یاغیتوب کې مهم رول درلود او وروسته افغانستان ته وتښتېد، چې هلته هغه د پولې دواړو غاړو ته او په بهر کې ترهګریز بریدونه طرحه کول.

د پاکستان د طالبانو تحریک د ۱۳۹۱ د تلې په میاشت کې په سوات کې د ملالۍ یوسفزۍ د ویشتلو مسؤلیت پر غاړه درلود،چې ژوندۍ پاتې شوه او د نجونو د تعلیم د حقونو د مبارزې په یوه نړیوال سمبول بدله شوه.‌

دغې ترهګرې ډلې همدارنګه د ۱۳۹۳ د لیندۍ په ۲۵ مهپه پېښور کې په حربي ښوونځي کې له ۱۵۰ تنو څخه د ډېرو ماشومانو او ښوونکیو په ډله ییزه وژنهاو د تېرې لیندۍ په میاشت کې په عین ښار کې په یوه بل برید کې، چې ۹ کسان یې ووژل،‌ لاس درلود.‌

د پاکستان د طالبانو تحریک ته یو 'سخت ګوزار'

پاکستاني امنیتي تحلیلګران د فضل الله د مړینې راپورونوو ته ډېر زیات اهمیت ورکوي.‌

په پېښور کې د امنیتي چارو تحلیلګر او د قبایلي سیمو امنیتي سکرټر متقاعد جګړن محمود شاه وویل، «هغه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یوه لویه بریا ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ملا فضل الله یو مهم مشر وو چې د پاکستان د طالبانو د تحریک د ډلو تر منځ یې یووالی ساتلی وو. د هغه مړینه اورپکو ته یو سخت ګوزار دی.»

محمود شاه وویل،‌«د پاکستان او افغانستان تر منځ‌ د پولې د دواړو غاړو خلکو له هغه څخه کرکه کوله ځکه چې هغه سوله مختلکوله.‌ د هغه وژنه به اورپکي کمزوري کړي،‌ او عام خلک به د ارام ساه واخلي.»

هغه وویل،‌ د فضل الله مړینه به په سیمه کې د طالبانو ضد کمپاین کې همکاري زیاته کړي.‌

هغه وویل، «هغه به د متحده ایالاتو، پاکستان او افغانستان تر منځ زنګینې اړیکې ښې کړي. افغانستان او پاکستان یو پر بل فضل الله ته د پناه ورکولو تورونه لګول، چې دغه حالت د دواړو هېوادونو تر منځ ارتباط ژوبل کړی وو.»

محمود شاه وویل، «د هغه له منځه تګ اورپکو ته یو تاوان او د سولې د هڅو لپاره یو ښه شګون دی،»

د پاکستان د طالبانو د تحریک له خوا د بریدونو کولو وړتیا ته ضربه رسول

په پېښور کې د امنیتي چارو یوه بل تحلیلګر او د افغانستان د چارو کارپوه خادم حسین وویل، چې د فضل الله مړینه به د پاکستان د طالبانو د تحریک لیکې او صف ته ضربه ورکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ژر... به مونږ د طالبانو په ترهګرۍ کې کمی ووینو. هغوی به ونشي کولی چې په یوه همغږې طریقه عمل وکړي او د وېرې تر سیوري لاندې به پاتې شي.»

خادم حسین وویل، «دا فضل الله وو چې د خیبر پښتونخواه په ملاکنډ سیمه کې یې پولیس افسران، د پوځ عسکر او ملکي خلک ووژل.‌ هغه همدارنګه په دواړو هېوادونو کې په ښوونځیو، بازارونو او صحي کارکوونکیو باندې د بریدونو حکم وکړ.»

په پېښور پوهنتون کې د پاکستان د مطالعاتو یوه استاد عبدالرحمان وویل، د فضل الله پر ضد عملیات په سیمه کې ترهګرو ته پیغام ورکوي چې هغوی نشي کولی چې نور ژوندي پاتې شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه به د نړۍ په هرځای کې اورپکۍ ځپلیو خلکو ته ارام راوړي،» نوموړي دا خبر «خلکو ته د کوچني اختر په مناسبت یو ستر سوغات وباله.»

[له پېښور څخه اشفاق یوسفزي د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500