ترانسپورت

د سوات موټروې پروجيکټ په مالاکنډ ډويژن کې اقتصاد ته وده ورکوي

د عديل سعيد لخوا

یو پاکستانی سرتیری په صوابۍ ډسټرکټ کې په کرنل شیرخان انټرچينج کې د سوات موټروې نوې جوړه شوې برخه ساتي. د خیبرپښتونخواه حکومت د می په ۲۱ مه ۱۴ کیلومټره سړک د ټريفک لپاره پرانستو. [د خيبر پښتونخواه هايي ويز اتهارټي]

یو پاکستانی سرتیری په صوابۍ ډسټرکټ کې په کرنل شیرخان انټرچينج کې د سوات موټروې نوې جوړه شوې برخه ساتي. د خیبرپښتونخواه حکومت د می په ۲۱ مه ۱۴ کیلومټره سړک د ټريفک لپاره پرانستو. [د خيبر پښتونخواه هايي ويز اتهارټي]

پیښور -- په سوات موټروې باندې کار روان دی او همکاران وایي چې دا به د پاکستان د نورو برخو سره د منسلک کولو له لارې د ملاکنډ ډويژن اقتصاد ته وده ورکړي.

د خیبر پښتونخواه چارواکو د می په ۲۱ مه د ۸۱ کیلومټره اوږد ستر پروجيکټ د لومړۍ برخې پرانيسته وکړه.

ملاکنډ ډويژن، چې د خیبر پښتونخواه په شپږو پسمانده ضلعو باندې مشتمل دی، د سیاحت د ځايونو له کبله مشهور دی. که څه هم، د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د طالبانو د دوو کالو ظلم او د وسله والو له منځه وړلو لپاره پوځي عملیاتو د سيمې انفراسټرکچر ويجاړ کړو او سیاحت یې کم کړو.

د خیبر پښتونخواه پخوانې وزیراعلی پرویز خټک، چې د هغه او د حکومت ميعاد د می په ۳۱ مه پای ته ورسيدو، په صوابۍ ډسټرکټ کې د کرنل شير خان انټرچينج نه تر دوبيانو کلې پورې د ايکسپريس وې د ۱۴ کيلو ميټره اوږد سړک پرانيسته وکړه.

خټک د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، د دې پروجيکټ په نورو برخو باندې کار په تيزۍ سره روان دی او دا به په مرحلو کې بشپړ شي.

هغه وويل، د کاټلنګ پورې ايکسپريس وې به د جون د مياشتې په پای کې د ټريفک لپاره پرانيستل شي، چې د پروجيکټ ۵۰ کیلومیټره برخه به بشپړه شي او تمه کيږي چې ۳۹ کيلومټره برخه به په دې سپتمبر کې پای ته ورسيږي.

د ملاکنډ لپاره 'د بدلون راويستلو لامل'

خټک وویل، دا د تيز سپيډ سړک به د ملاکنډ د خلکو لپاره "د بدلون يو لامل" وګرځي ځکه چې دا به سياحت ته وده ورکړي او د توکو لپاره د ټرانسپورټ وخت به کم کړي.

هغه وويل، دا پروجيکټ به د ملاکنډ په شپږو ضلعو کې -- سوات، شانګلا، بټګرام، چترال، بونیر، بره دیر او کوز دير --- او خیبرپښتونخواه او د هیواد د نورو برخو تر منځ آسانه او مستقیمه لاسرسی برابر کړي او د پراختیا او سوکالۍ نوی دور به رامنځته کړي.

دا پروجيکټ يو بې مثاله پروجيکټ دی ځکه چې دا یوازینۍ ايکسپريس وې ده چې يوې صوبې د خپلو وسايلو کارولو سره جوړه کړې ده او په سيمه کې د پراختيا لپاره د خیبرپښتونخواه د حکومت لید څرګندوي.

انجينير احمد نبي سلطان، چې د خیبر پښتونخواه د هايي ويز اتهارټۍ منيجنګ ډايريکټر دی، وويل، "د سوات موټروې پروجيکټ په آګست ۲۰۱۶ کال کې پيل کړې شو، چې دا به په ۱۸ مياشتو کې پای ته ورسيږي او په دې به د ۴۱ میلیاردو روپو (۳۵۴ ملیونه آمريکايي ډالره) لګښت راځي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دا پروجيکټ د تعميراتي او تخنیکي ستونزو له امله ليټ شو، خو کارګرانو لومړی پړاو بشپړ کړی او پاتې نور به ژر پای ته ورسيږي.

هغه وویل، "د څلورو لینونو سوات موټروې په پيښور - اسلام آباد موټروې باندې په صوابۍ کې د کرنل شير خان نه شروع کيږي او په کوز دير کې په چکدره کې پای ته رسیږي."

هغه وويل، "دا ايکسپريس وې به په شپږو انټرچينجونو او ۱.۵ کیلومتره اوږد دوو سرونګونو مشتمل وي." د ايکسپريس وې سره د ملاکنډ ډويژن ضلعې د منسلک کولو نه علاوه، دا به د فاټا باجوړ ایجنسۍ ته د کوز دير له لارې آسانه لاس رسي برابره کړي."

اقتصاد او سیاحت ته وده ورکول

شوکت يوسفزۍ، چې د خیبر پښتونخواه د صوبايي اسمبلۍ غړی دی او د پاکستان تحریک انصاف ویاند دی، وویل، "د سوات موټروې جوړول به نه یوازې د ملاکنډ ډويژن اقتصاد ته وده ورکړي بلکې د ملي او نړیوالو سیلانیانو د راجلبولو له لارې د ټولې خیبرپښتونخواه اقتصاد ته به هم وده ورکړي."

يوسفزۍ، چې په ملاکنډ ډويژن کې د شانګلې ضلعې سره تعلق لري، وويل، "د کرنې ډیر تولیدات، په ځانګړي توګه د میوو د باغونو توليدات، د هیواد نورو برخو ته په چټکۍ سره د لیږلو لپاره د سهولتونو د نشتوالي له کبله خرابيږي." "د دې سړک له جوړولو سره به دا ستونزه حل شي او خلک به د دې نه اقتصادي ګټه پورته کړي."

هغه وویل چې د خیبرپښتونخواه حکومت د دې پروجيکټ پلان جوړ کړی چې د ملاکنډ ډویژن، چې د اورپکۍ او ترهګرۍ له کبله سخت ځپل شوې و، خراب اقتصاد په ښه کولو باندې تمرکز وکړي.

احمد خان، چې يو سوداګر او د سوات د سوداګرۍ او صنايعو خونې پخوانې صدر دی، وويل، "د سوات موټروې پروجيکټ په سیمه کې، په ځانګړې توګه په سوات کې، چې د خپلې ښکلا له کبله 'د پاکستان د سویټزرلینډ' په نوم پيژندل کيږي، د سیاحت د صنعت د بیا بحالۍ لپاره يو اميد رامنځته کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، په ملاکنډ ډويژن کې د طالبانو د دوو کالو اوږد ظلم او د پوځ عملیاتو د دې اقتصاد ويجاړ کړو، چې په سیمه کې يې سوداګریز فعالیتونه په منفي توګه متاثره کړل.

نياز احمد، چې په وادي کالام، سوات کې د يو هوټل خاوند دی، د سوات موټروې د لومړي پړاو پرانستلو ته هرکلى وکړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا ډول پروجيکټونه د سيمې، چې د اورپکۍ او ترهګرۍ د اثراتو سره مخامخ دي، اقتصاد ته د ودې ورکولو لپاره اړين دي." هغه د موټروې د پاتې برخې په چټکۍ سره بشپړولو باندې ټينګار وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الله دې نفرت ختم کړي. آمين.

ځواب

شاباش

ځواب

زما په ژوند کې په خيبر پښتونخواه کې تر ټولو غوره پروجيکټ

ځواب