ټاکني

پاکستاني سیاستدانان د تروریزم سره تړاو لرونکي سیاسي پارټو خلاف يوځای کیږي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

پاکستاني مسافر د اپريل په ۳ مه د ملي مسلم لیګ پارټۍ يو ترک شوي دفتر څخه تیريږي. دا پارټي د تير اګست په میاشت کی د حافظ سعید جماعت الدعوا -- چې د وسله والې ډلې لشکر طیبه يوه خيراتي ډله ده -- لخوا په لاهور کې پيل شوې وه. [عارف علی/ای ايف پي]

پاکستاني مسافر د اپريل په ۳ مه د ملي مسلم لیګ پارټۍ يو ترک شوي دفتر څخه تیريږي. دا پارټي د تير اګست په میاشت کی د حافظ سعید جماعت الدعوا -- چې د وسله والې ډلې لشکر طیبه يوه خيراتي ډله ده -- لخوا په لاهور کې پيل شوې وه. [عارف علی/ای ايف پي]

اسلام آباد -- په پاکستان کې د قانون جوړونکو او څارونکو د هغه منع شوي سازمانونو په اړه اندیښنې څرګندې کړې کومې چې به په راتلونکو ټاکنو کې ونډه اخلي او له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دوی دې د د دې نه منع کړې شي.

پاکستان به د جولای په ۲۵ مه عومي انتخابات ترسره کړي.

ملي مسلم لیګ (ایم ایم ایل)، چې یوه سیاسي پارټي ده او تیر کال د حافظ سعید د جماعت الدعوا لخوا جوړه شوې وه، په ځانګړي توګه د اندیښنې خبره ده. سعید په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ حملو کې یو مهم شکمن دی.

متحده آیالاتو د اپریل په میاشت کې ايم ايم ايل يو تروریستي سازمان ګرځولې و، او د پاکستان د ټاکنو کميشن (اي سي پي) د اکتوبر په میاشت کې دغه پارټي د يوې سیاسي پارټۍ په توګه د رجسټر کولو نه انکار کړی و. دغه ډله په عدالت کې د دې فيصلې خلاف د مقدمې د چلولو هڅه کوي.

د عوامي نيشل پارټۍ جنرل سيکريټری مياں افتخار حسين (په منځ کې) د نورو پارټو د مشرانو سره په اسلام آباد کې د می په ۳۱ مه په يو نیوز کانفرنس کې خبرې کوي. [تصوير د باچا خان مرکز نه په مننه]

د عوامي نيشل پارټۍ جنرل سيکريټری مياں افتخار حسين (په منځ کې) د نورو پارټو د مشرانو سره په اسلام آباد کې د می په ۳۱ مه په يو نیوز کانفرنس کې خبرې کوي. [تصوير د باچا خان مرکز نه په مننه]

په اوس وخت کې، ايم ايم ايل لا تر اوسه د یوې ډلې په توګه رجسټر شوی نه دی. اي سي پي د ايم ايم ايل کيس د غور لپاره د کورنیو چارو وزارت ته واستولو.

د عوامي نيشنل پارټۍ جنرل سيکريټری میاں افتخار حسین وویل، "په ټاکنو کې د منع شوي ترهګريزو ډلو ګډون د عمل ملي پلان ۲۰۱۴ خلاف کار دی. د عمل ملي پلان په کلکه سپارښتنه کړې چې دې ډول ډلو ته دې په ټاکنو کې د ګډون لپاره اجازه ورنه کړې شي."

افتخار د می په ۳۱ مه د اي سي پي چارواکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د پارټۍ د پلاوی مشري وکړه او هغوی ته يې په راتلونکو ټاکنو کې د تروریستي ډلو د ګډون په اړه د عوامي نيشنل پارټۍ د اندیښنو په هکله معلومات ورکړل.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار ده چې منع شوي تروریستي ډلو ته اجازه ورنه کړی شي چې خپل استازي ملي او صوبايي شوراګانو ته واستوي." "موږ باید د هغوی مخه ونیسو ... چې په اسمبلو کې، چې د قانون جوړولو مسولیت لري، استازيتوب ترلاسه کړي."

هغه وويل، د داسې پارټو ګډون به د ټاکنو بهير کمزوری کړي او ترهګر به قانون جوړونکي جوړ شي.

په پیښور کې د امنیت شنونکي، خادم حسین، وویل، ايم ايم ايل د تروريستي ډلې لشکر طيبه يوه ډله ده او پکار ده چې دوی ته په ټولټاکنو کې د ګډون اجازه ورنه کړې شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، دا به ډيره جدي مسله وي که چيرې هغه کسان په ټولټاکنو کې برخه واخلي کوم چې د ترهګريزو ډلو سره اړیکي لري.

هغه وويل، "په تیرو څو کلونو کې، موږ لیدلي چې ځینې پارټۍ د نويو نومونو سره خپل اميدواران په ضمني ټاکنو کې شاملوي او د پام وړ ووټونه ترلاسه کوي."

د تاوتریخوالي له لارې قوت

په عبدالولي خان يونيورسټۍ مردان کې يو سياسي کارپوه، ضياالله شاه، وويل، د سياسي پارټو دا غوښتنه سمه ده چې په ټاکنو کې په اسلامي تروريستي سازمانونو دې بنديز ولګول شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، په پاکستان کې په لسګونو ډلې موجود دي چې د ټولټاکنو مخالفت کوي او د زور له لارې حمايت ترلاسه کول غواړي. دوی د نويو نومونو او د سياسي ځواک له لارې په خپلو فعاليتونو باندې د حکومت د بنديز نه ځان خوندي ساتي.

شاه د وژلو او بمونو خطرونو ته په اشاره سره وويل، "د ۲۰۱۳ کال ټولټاکنو په جریان کې، د ډیرو سیاسي پارټو لپاره دا ممکنه نه وه چې په آزاده توګه کمپاین ترسره کړي."

هغه وويل، تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې د سیاسي پروسې د ګډوډولو مسوليت لري، چې په دې کې د عوامي نيشنل پارټۍ قانون جوړونکي په نښه کول شامل دي."

شاه وويل، "د ۲۰۰۳ کال راهيسې، دې پارټۍ خپل ۸۰۰ غړي د تحريک طالبان پاکستان لخوا په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې له لاسه ورکړي دي." "عوامي نيشل پارټۍ په تیرو ټاکنو کې کمپاین نه و کړې ځکه چې خلکو نه غوښتله چې د بریدونو د ویرې له کبله د دې په غونډو کې برخه واخلي."

د پاکستان تحريک انصاف ویاند شوکت یوسفزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، پاکستان تحریک انصاف هم د تروریزم لخوا ځپل شوی دی او غواړي چې دغه خلک له ټاکنو څخه لرې وساتي.

وسله والو په ۲۰۱۳-۲۰۱۶ کلونو کې په خیبر پښتونخواه کې د پاکستان تحريک انصاف څلور قانون جوړونکي وژلې ول، چې په دوی کې په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان تحریک انصاف صوبايي قانون جوړونکی شامل و.

هغه وويل، "په ټاکنو کې د ګډون لپاره يو داسې کس ته اجازه ورکول، چې تروريستي رجحان لري، به ټول بهير خراب کړي، ځکه چې جمهوري عناصر به خوندي پاتې نه شي."

وسله وال جمهوريت ردوي

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د امنيت شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وویل، د ترهګریزو ډلو پیغام لوړ او روښانه دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل،"هغوی غواړي چې خلک جمهوريت رد کړي او د هغوی د ویرې او تاوتریخوالي اجنډې ملاتړ وکړي."

شاه وويل، که چېرې داسې سياستدانان د ټولټاکنو نه مخکې منع نه کړې شول، نو کيدې شې چې دوی د هغه قوانينو لپاره لاره هواره کړي کوم چې جمهورت کمزوری کوي.

هغه وويل، دا یوه ښه نښه ده چې سیاسي پارټو په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ترهګرو هڅو ته پام کړی او د دوی د منع کولو لپاره کار کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500