امنیت

په بلوچستان کې د لشکر جهنګوي د مشر وژل د اورپکۍ لپاره يو 'لوی ګوزار' دی

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، په بلوچستان کې د لشکر جهنګوي قومندان، سلمان بدني، د می په ۱۷ مه د ترهګرۍ پرضد عملیاتو کې ووژل شو. [آی ايس پي آر]

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، په بلوچستان کې د لشکر جهنګوي قومندان، سلمان بدني، د می په ۱۷ مه د ترهګرۍ پرضد عملیاتو کې ووژل شو. [آی ايس پي آر]

کويټه -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر راپور ورکړو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د می په ۱۷ مه) د کويټې په ښار کې په يوه سخته نښته کې لږ تر لږه درې شکمن کسان ووژل.

پاکستاني ځواکونو د کوېټې په شاوخوا کې په الماس کلي کې د استخباراتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل. دغه عمليات د ځان وژونکو، چې هلته کې پټ شوې ول، په اړه د معلوماتو پر اساس ترسره شول.

په وژل شويو کسانو کې په بلوچستان کې د لشکر جهنګوي مشر سلمان بدني شامل وو.

آی ايس پي آر ژورناليستانو ته په يو بيان کې وويل، "دوه نور شکمن کسان [احتمالي] بريد کوونکي ول او هغوی د دې لپاره تيار کړی شوې ول چې يو ستر هدف په نښه کړي."

امنیتي ځواکونه هغه چاوديدونکي او نورې توکې ښيي کوم چې د می په ۱۷ مه د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو کې نیول شوې ول. [آی ايس پي آر]

امنیتي ځواکونه هغه چاوديدونکي او نورې توکې ښيي کوم چې د می په ۱۷ مه د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو کې نیول شوې ول. [آی ايس پي آر]

د هزاره ټولنې غړي د اپرېل په ۲۸ مه په کويټه کې د هزاره ګانو د وژلو خلاف احتجاج کوي. دوه هزاره ګان په دغه ورځ د نامعلومه وسله والو لخوا د صوبې په مرکزي ښار کې په ډزو وژل شوې ول. [بنارس خان/ای ايف پي]

د هزاره ټولنې غړي د اپرېل په ۲۸ مه په کويټه کې د هزاره ګانو د وژلو خلاف احتجاج کوي. دوه هزاره ګان په دغه ورځ د نامعلومه وسله والو لخوا د صوبې په مرکزي ښار کې په ډزو وژل شوې ول. [بنارس خان/ای ايف پي]

آی ايس پي آر وويل، "وژل شوي شکمن کسان په بلوچستان کې د هزاره شيعه ټولنې د ۱۰۰ نه د زيات [غړو] په وژلو کې کې بوخت ول ... او همدارنګه دوی په پوليسو او په نورو قانون پلي کونکو ادارو پرسونلو باندې يو شمېر بريدونه ترسره کړې ول."

د آی ايس پي آر له مخې، د سختو ډوز په تبادله کې، د پوځي استخباراتو يو سينير افسر کرنل سهیل عابد ووژل شو او څلور نور پاکستاني سرتیري ژوبل شول، چې په دوی کې دوه په سخت حالات کې دي.

په کویټه کې یو سينير امنیتي چارواکي، محمد جاوید، پاکستان فارورډ ته وویل، "دوه وژل شوي [احتمالي] ځان وژونکي بريد کوونکي افغانان ول."

هغه وویل، "دا لوی پرمختګ دی او د وسله والو ډلو لپاره يو لوی ګوزار دی چې په پراخه کچه په بلوچستان کې د سولې پر ضد فعالیتونو کې بوخت دي." هغه زياته کړه، "وژل شوي شکمن کسانو په کويټه کې د ترهګرۍ ستر پلان لرلو، او دا چهاپه په الماس کلي کې د ردالفساد عملياتو يوه برخه وه."

د اورپکۍ لپاره يو 'ستر ګوزار'

د چارواکو په وینا، بدني د داعش خراسان څانګې یو لوړ پوړی قوماندان و.

په راولپنډۍ کې د استخباراتو لوړ پوړي چارواکي پاکستان فارورډ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، هغه د افغانستان په ډیرو برخو کې د روزنې او نورو سازماني فعالیتونو لپاره وخت تیر کړې و.

دغه چارواکي وويل، "د سلمان بدني وژل په بلوچستان کې د منع شوي لشکر جهنګوي لپاره یو لوی ګوزار دی. هغه د ۲۰۱۷ کال راهیسې په بلوچستان کې د هزاره ټولنې د غړو او نورو اقلیتونو په وړاندې د لویو بریدونو پلان جوړونکی و."

هغه وويل، په تيرو دوو کلونو کې، د لشکر جهنګوي يو شمېر مهم قوماندانان، چې د داعش سره يې تړاو لرلو، په بلوچستان کې نيول شوي دي.

دغه چارواکي وويل، "یو څو ورځې وړاندې، د لشکر جهنګوي مهم کمانډر عبدالرحیم محمد شاهي د هغه معلوماتو پر اساس ونيول شو کوم چې نيول شويو وسله والو، چې تر تحقيق لاندې دی، ورکړې ول."

دغه چارواکي وويل، "بدني په دې سیمه کې د اورپکۍ یو مهم شخصیت و." "د داعش خراسان څانګې د څو بریدونو مسوولیت هم په غاړه واخیستو کوم چې د بدني د مشرۍ لاندې د لشکر جهنګوي لخوا ترسره شوې ول."

په اسلام آباد کې د دفاعي چارو يو سينير شنونکي، شانتول ګورګيناري، پاکستان فارورډ ته وویل، "د اورپکۍ او بنسټ پالنې له منځه وړلو لپاره، دا ضروري ده چې په سیمه کې د سولې ضد عناصرو د ملاتړ شبکه ختم کړو."

هغه وويل، "بلوچستان د وسله والو ډلو يو مرکز دی چې نه يوازې په صوبه کې بلکې د هېواد په نورو برخو کې هم په اورپکۍ کې ښکيل دی."

هغه زياته کړه، "د الماس کلي په سيمه کې ترسره شوي عمليات يوه لويه لاسته راوړنه ده، او دا به د لشکر جهنګوي لپاره يو ستر ګوزار ثابت شي." "د لشکر جهنګوي د پخواني مشر، عثمان سیف الله، و وژلو نه وروسته، سلمان بدني په دغه منع شوي موسسه کې یو مهم رول لوبولی و."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500