رمضان

پاکستان د روژې په میاشت کې د خيراتي ډلو په شکل کې د وسله والو ډلو په اړه بیدار دی

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په پیښور کې په چوک يادګار کې د پاکستان یوه اداره په اګست ۲۰۱۵ کال کې د زلزلې نه د ژوندې پاتې شويو خلکو سره د مرستې لپاره چنده راټولوي. د پاکستان امنیتي چارواکي په هغو وسله والو ډلو نظر ساتي کومې چې د چندو لپاره ځانونه د خیراتي ادارو په توګه ظاهروي. [فايل]

په پیښور کې په چوک يادګار کې د پاکستان یوه اداره په اګست ۲۰۱۵ کال کې د زلزلې نه د ژوندې پاتې شويو خلکو سره د مرستې لپاره چنده راټولوي. د پاکستان امنیتي چارواکي په هغو وسله والو ډلو نظر ساتي کومې چې د چندو لپاره ځانونه د خیراتي ادارو په توګه ظاهروي. [فايل]

پیښور -- د پاکستان وفاقي حکومت په ټولو صوبو کې چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د روژې په میاشت کې د زکات او فطرانې په راټولولو باندې سخت نظر وساتي او دا يقيني کړي چې چندې وسله والو ډلو ته ونه رسيږي.

د کورنيو چارو وزير طلال چوهدري پاکستان فارورډ ته د می په ۸ مه وويل، "حکومت پوهيږي چې پاکستانيان د روژې په مياشت کې چندې د زکات او فطرانې په شکل کې ورکوي، [که چيرې] په دې باندې نظر ونه ساتل شي، نو کيدې شي چې وسله وال دا چندېد وسلو، مهماتو او بمونو د اخيستلو لپاره استعمال کړي."

هغه وويل، "ټولو صوبايي حکومتونو ته لارښونه شوې چې د ترهګريزو سازمانونو لخوا په چندو راټولولو باندې بنديز ولګوي او د ۲۰۱۵ کال د عمل ملي پلان عملي کړي. دا پلان د داسې پیسو په ورکولو او په راټولولو باندې بنديز لګوي."

چوهدري وويل، وسله والو به د خپلو عملياتو لپاره پيسې د بهتې او د پيسو لپاره د اغواکارۍ له لارې راټولولې. خو په قبايلي سيمو او د هيواد په نورو سيمو کې پوځي کمپاینونو د تمویل دغه سرچینې ختم کړې.

د جماعت الدعوا (جې يو ډي)، چې يوه خيراتي اداره ده او په لويه کچه د منع شوې تروريستي ګروپ لشکر طيبه يو ډله ګڼل کيږي، غړي د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په ۵ مه په لاهور کې په یوې ريلي کې وسلې هڅکوي. په پاکستان کې په جماعت الدعوا باندې په ۲۰۱۸ کال کې بنديز ولګيدو. چارواکي د دې خيراتي ادارو، چې د وسله والو سره تړاو لري او په روژه کې چندې راټولوي، په اړه بیدار دي. [عارف علی/ای ايف پي]

د جماعت الدعوا (جې يو ډي)، چې يوه خيراتي اداره ده او په لويه کچه د منع شوې تروريستي ګروپ لشکر طيبه يو ډله ګڼل کيږي، غړي د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په ۵ مه په لاهور کې په یوې ريلي کې وسلې هڅکوي. په پاکستان کې په جماعت الدعوا باندې په ۲۰۱۸ کال کې بنديز ولګيدو. چارواکي د دې خيراتي ادارو، چې د وسله والو سره تړاو لري او په روژه کې چندې راټولوي، په اړه بیدار دي. [عارف علی/ای ايف پي]

د ترهګريزو 'خيراتي' ادارو په وړاندې مبارزه

د خيبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزير شاه فرمان پاکستان فارورډ ته وويل، د خيبر پښتونخواه د کور او قبايلي چارو رياست پوليسو ته هدايات ورکړی چې څنګه به دوی وسله وال، په جعلي شکل کې، د چندو راټولولو نه منع کړي.

هغه وويل، "موږ د ديني عالمانو ملاتړ هم ترلاسه کړې چې د ترهګرو هغه کوششونه ناکامه کړو کوم چې دوی د ترهګريزو فعاليتونو لپاره د فنډونو زياتولو لپاره کوي." "په ټول هيواد کې د وسله والو لخوا د چندې د راټولولو خلاف مبارزه روانه ده."

د دې کال په پیل کې، د سند د پولیسو د تروریزم ضد ریاست (سي ټي ډي) یوه بله مسوده جوړه کړه چې موخه یې منع شوې ګروپونه د چندو راټولولو نه منع کول او د تروریزم لپاره د خیراتي فنډونو د ناوړه استعمال مخه نیول دي.

د سي ټي ډي ايډيشنل انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د جنورۍ په مياشت کې ډان ورځپاڼې ته وويل، د خيراتي فنډونو قانون ۲۰۱۸ (د چندو مقررات) په اصلي توګه په هغه خيراتي ادارو تمرکز کوي کومې چې د منع شويو سازمانونو سره تړاو لري.

عباسي وویل، مونږ دا ليدلې دي چې ځینې خیراتي ادارې د وسله والو ډلو لپاره د لومړۍ ډلې په توګه کار کوي چې د خپلو ناوړه فعالیتونو سره مالي مرسته وکړي.

هغه وويل، "په ځینو کيسونو کې، د قانون پلي کونکي په دې پوهه شول چې داسې خيراتي فنډونه د غير قانوني سازمانونو لخوا د ترهګرۍ او افراطیت په خپرولو کې کارول کیږي."

د می په ۴ مه، څلور شکمن وسله وال د لشکر جهنګوي او تحريک طالبان پاکستان سره د اړيکو په تور د سیند د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ادارې لخوا ونیول شول. د راپورونو له مخې، شکمنو کسانو اعتراف وکړو چې دوی به فنډونه راټولول او د لشکر جهنګوي او تحريک طالبان پاکستان لپاره به يې ځوانان استخدامول.

د خلکو د خيرسګالۍ نه ناوړه ګټه اخيستل

خادم حسين، چې په پېښور کې د امنیت شنونکی دی، وویل، "اسلام غواړي چې شتمن خلک دې غريبانانو ته چندې ورکړي."

حسين پاکستان فارورډ ته وويل، تروريستي سازمانونه، لکه لشکر طيبه او جماعت الدعوا ځانونه د مذهبي ډلو په توګه ښکاره کړی دی چې د خلکو د ښه ارادې نه ناوړه ګټه واخلي، چندې راټولې کړي او هغوی عام پاکستاني خلکو ته د رسيدو نه منع کړي.

حسين وويل، "په تېرو کې، ديني رسومات، د اختر او روژې په ګډون، د ترهګرو لپاره يو نعمت و، چې د نيک عمله خلکو د احساساتو نه به يې ناوړه ګټه پورته کوله او پيسې به يې راټولولی."

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پیښور کې د فاټا د امنيت پخوانې سيکريټری پاتې شوی دی، وويل، پاکستانيان دې بايد د ديني مدرسو، جوماتونو او خيراتي ادارو لپاره د چندو ورکولو د خطرونو په اړه پوهه شي، ځکه چې دغه ډلې د ټي ټي پي، القاعدې او نورو منع شويو ډلو سره اړيکې لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "فرقايي او تروريستي ډلي، د لشکر جهنګوي، سپاه محمد پاکستان، جیش محمد او سپاه صحابه پاکستان په شمول، کار کوي چې خلک ويروي او پيسې ورکړي." "حکومت باید د هغوی د تمويل ټولې سرچينې ختم کړي."

هغه وويل، منع شوي بنسټيزې موسسې د دين په نامه وفادارانو ته دهوکه ورکوي. دوی د پیسو د راټولولو لپاره د ټولنیزې رسنیو، ميسيجونو، کالونو او مذهبي غونډو او کانفرانسونو څخه استفاده کوي.

شاه وويل، "دا د عمل ملي پلان يوه مهمه برخه ده چې د ترهګريزو ډلو د تمويل مخه ونيسو او د تروریزم سره د مبارزې لپاره د هغوی د تمويل سرچينې ختم کړو." "د ترهګرو د تمويل جریان ختمول ډير زيات ضروری دي چې د ترهګرو د پیسو ملاتړ او د پوځي عملیاتو له کبله د هغوی د ورکيدو نه وروسته د هغوی د بيا رابيداريدلو چانس ختم کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بهرنۍ ښکیلتیا د مخنيوي له لارې تروریزم ختميدې شي

ځواب

په حقیقت کې تاسو سم معلومات نه لرئ، نو له همدې امله تاسو د جمات الدعوا نوم د ترهګرۍ ډلې په توګه یاد کړی دی. د خپلو معلوماتو بیاکتنه وکړئ.

ځواب

لعنت دې وي ستاسو په دروغو، چې تاسو په دې کې د دولت او فرقه ايزو موادو ښولو سره د وطن پالونکي ګوند لکه جمات الدعوا موازنه د ټي ټي پي سره کړې ده.

ځواب