امنیت

باجوه په بلوچستان کې د پاکستان او افغانستان ترمنح پولې ته د باړ لګولو پرانيسته وکړه

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوہ د می په ۸ مه د بلوچستان په پنجپايي کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته د باړ لګولو د کار پرانيسته کوي. [آی ايس پي آر]

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوہ د می په ۸ مه د بلوچستان په پنجپايي کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته د باړ لګولو د کار پرانيسته کوي. [آی ايس پي آر]

کویټه -- د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د سه شنبې په ورځ (د می په ۸ مه) په بلوچستان کې د پاکستان او افغانستان پولې ته د باړ لګولو په افتتاحي مراسمو کې برخه واخیسته.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، باجوه وويل، دا باړ به د پولی دواړه غاړو ته د وسله والو تګ راتګ کم کړي او د بلوچستان په سرحدي سيمو کې به د قانون او نظم په ساتلو کې مرسته وکړي.

آی ايس پي آر وويل، "ځانګړي انتظامات شوې دي چې د مقرر شويو تیریدو د لارو په ذریعه د دوه اړخیزو اقتصادي فعالیتونو او قانوني تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابر کړي."

باجوه د سیمه ییزو قبیلو سره لیدنه وکړه، "د باړ په لګولو کې یې د هغوی د بشپړ ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او د امنیت په ساتلو کې يې هم د هغوی د ګډون شکريه ادا کړه."

يو پاکستانی سرتيری د می په ۸ مه په بلوچستان کې کویټې ښار ته څېرمه د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د باړ په اوږدو کې چمتو ولاړ دی. [بنارس خان/ای ايف پي]

يو پاکستانی سرتيری د می په ۸ مه په بلوچستان کې کویټې ښار ته څېرمه د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د باړ په اوږدو کې چمتو ولاړ دی. [بنارس خان/ای ايف پي]

له افغانستان سره اړیکې ښه کول

برهان هادي، چې په اسلام ‌‌آباد کې د دفاع يو سينير چارواکی دی، وويل،"د پولې په اوږدو کې باړ لګول به په پوله باندې غير قانونوني تګ راتګ او د پولې هاخوا تروریزم کنټرول کړي، چې دا د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې یو لوی خنډ دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په سیمه کې د اورپکۍ او افراطیت سره د مبارزې لپاره ټول ممکن ګامونه پورته کوو." "د افغانستان سره خپل سرحد خوندي ساتل د تل پاتې سولې لپاره زموږ د هدف اصلي موضوع ده."

میجر (ريټايرډ) محمد عمر، چې په اسلام آباد کې د دفاع شنونکی دی، اندازه ولګوله چې "د پاکستان د ۲،۶۱۱ کلوميټر اوږدې پولې، چې د افغانستان سره زياتره ناامنه پوله ده، تقريباََ ۹۲٪ برخې ته به د ۲۰۱۸ کال تر پای پورې باړ ولګول شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې پروژې بشپړول به په اغیزمنه توګه د پولې هاخوا د تروریزم دوه اړخیزه شکایتونه حل کړي."

هغه وويل، "د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې په اوږدو کې د جامع امنیتي میکانیزم لپاره، دا یقیني کول مهم دي چې اضافي چيک پوسټونه د لوړې ټکنالوژۍ او د څارنې د سیسټمونو سره سمبال وي چې په دوامداره توګه د [سرحد) څارنه وشي."

عمر وويل، د پاکستان او افغانستان تر منځ د کلونو د بې اعتمادۍ وروسته، د پولې امنيت اوس هم يوه ستونزه ده.

هغه وويل، "افغانستان وایي چې دا خنډ به د پولې دواړو خواو ته کورنۍ جدا کړي، خو دا مهمه ده چې په پام کې ونیول شي چې دا باړ به د سرحد امنیت ډير ښه کړي."

د وسله والو خوندي ځایونه له منځه وړل

په کویټه کې د امنیت شنونکي، محمد ندیم، پاکستان فارورډ ته وویل، "د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د وسله والو تګ راتګ دوه اړخیزو اړیکو ته زيان رسوي." "نو ځکه، د باړ بشپړيدل به هغه تورونه له منځه یوسي کوم چې دواړه هیوادونه ترهګرو ته د پناه په اړه په يو بل لګوي."

هغه وويل، په تیرو وختونو کې غیر منظم سرحدي سيمې د وسله والو لپاره خوندي ځايونه پاتې شوې دي او د هیوادونو په اړیکو کې اصلي خنډونه دي.

نديم وويل، د سرحد سخت امنیت او "د وسله والو او د هغوی تسهیل کوونکو په وړاندې د استخباراتو پر بنسټ روان عملیاتو په سرحدي سيمو کې د وسله والو زياتره شبکې له منځه وړي دي."

هغه وويل، "دا اړينه ده چې دواړه هېوادونه د غير منظم ګډې پولې د انتظام، استحکام او کنټرول لپاره ميکانيزم په ګوته کړي.""د پاکستان او افغانستان ترمینځ پوځي همغږي د وخت ضرورت دی."

قبایل پولې ته د باړ لګولو ملاتړ کوي

د پشتون متحده قبایل، چې يوه قبايلي موسسه ده، مشر اخونزاده علي خان وويل، باړ لګول د پولې هاخوا د تروریزم له منځه وړلو او د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د وسله والو پرضد د مبارزې لپاره یو مهم نوښت دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "سیمه ایزې قبیلې د دې پروژې لپاره ډيره مرسته لري، او موږ ټول دې ته د سولې او همغږۍ د یو نوښت په توګه ګورو."

"د سرحدي سیمو په اوږدو کې د تاوتریخوالي له امله، زموږ په سیمه کې ډیرې ستونزې رامنځته شوې او د ځایي قبیلو اقتصادي حالت ته يې ډير زيان رسولې."

خان وويل، د وسله والو په وړاندې روان عملياتو قبايلي سيمې "په پراخه کچه د سولې ضد عناصرو څخه پاکې کړې دي." خان د فدرالي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې "زموږ د پولې د امنيت" لپاره جامع ګامونه پورته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 8

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سي آی اې ګوجرانواله شاهین عمران عباس چدهړ تحرير: سيف علي عديل، داسې ښکاري چې سي آی ای ګوجرانواله د شاهينانو مسکن دی! داسې ښکاري چې سي آی ای ټيم هغه يو شاهين دی چې اقبال یې په اړه خبرې کړې وې. دا هغه ډله ده چې د هغې د نظر نه څه جرم، مجرم، د څاروو غل، غلو، ډاکوان، بهته خور، دهوکه باز، بدمعاش پټ پاتې کيدې نه شي. د دې په منلو کې هیڅ ډول زیان نشته چې ګوجرانواله سي آی ای د خلکو لپاره د يو مسیحا په شان دی او هغه څوک چې د سي آی ای د هڅولو توان نه لري دلته د منافقانو په صف کې دي، الله تعالی مجاهدینو ته ځانګړی انعام ورکړی دی کوم چې د الله د رسول په ملګرتيا کې جنګونه کوي، نه یوازې دا، بلکې الله هغوی ته د جنت زيرې هم ورکړی دی. ټول اسلامي جنګونه د ظلم او وحشت په وړاندې ترسره شوي ول. اوس مهال حالات داسې دي چې ډي ايس پي سي آی ای عمران عباس چدهړ نه يوازې د پولیسو رهنمايي کوي بلکې خلکو ته د بشپړ امنیت او انصاف برابرولو په برخه کې هم خپل رول لوبوي. زه نه شم کولی چې د دې تشریح وکړم چې د الله په در کې د هغه څه مقام دی، خو دا يقيني خبره ده چې الله داسې کسانو ته جزا ورکوي کوم چې په ميدان جنګ کې وي او د خپل ژوند په اړه د فکر پرته د سولې او دښمنانو په وړاندې ورځ او شپه جنګ کوي. که په ټول پنجاب کې د ډاکوانو د نيټ ورک د ماتولو اعزاز د چا سره وي، نو دا د سي آی ای سره دی چې په دې کې يې خپله تجربه ثابته کړې ده. دا د عمران عباس چدهړ له کبله ده، ځکه چې هغه شپه او ورځ کار کوي چې جرمونه ختم کړي. هيڅوک يوازې کار نه شي کولی تر څو چې د هغه چار چاپيره چاپيريال ښه نه وي او هيڅ يو افسر نه شي کولی چې يو کس په کار کولو مجبوره کړي.

ځواب

پاکستان باید د افغانستان په داخلي او بهرنیو چارو کې د مداخلت نه ډډه وکړي. د پاکستان پوځي ليډرشپ د افغانستان د ویجاړولو مسولیت لري. دوی د امریکې په ملاتړ پراکسي جګړه پیل کړه. دوی مولويان او تش په نامه جهاديان پيدا کړل او افغانستان يې خپل ملکیت وګڼلو او خپلې پالیسۍ يې پلي کړې. اوس دا وخت دی چې د افغانستان بشپړه خپلواکي ومنو.

ځواب

ښه کوشش او ښه کار..... دا به امنيتي ګواښونه کم کري او وګړي به د ډير حده پوری خوندي وي.

ځواب

په راتلونکو ورځو کې به په افغانستان کې په زرګونو برتانوي سرتیري د افغان پوځ لپاره د ټريننګ په نوم ځای پر ځای شي.

ځواب

دا زما خوښ شو.

ځواب

جناب ډير غوره او ښه ګام...

ځواب

دا ښه خبره ده او دا به د ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته وکړي.

ځواب

بې شکه دا یو ښه ګام دی، دا زما واقعي خوښ شو. له داسې کار کولو سره به ترهګر توان ونه لري چې بېرته راشي، زبردست.

ځواب