سياست

د واک سوله ايزه منتقلي په پاکستان کې د جمهوريت لپاره يو ښه خبر دی

د امداد حسين لخوا

وزير اعظم شاهد خاقان عباسي (په منځ کې) او د څلورو صوبو چیف منسټران د اپریل په ۲۴ مه په اسلام آباد کې د مختلفو سیاسي پارټو تر منځ د همکارۍ د نښې په توګه "د پاکستان د اوبو په منشور"، چې په هيواد کې د اوبو لومړۍ پاليسي ده، باندې دستخطونه کوي. [د اطلاعاتو ډیپارټمنټ]

وزير اعظم شاهد خاقان عباسي (په منځ کې) او د څلورو صوبو چیف منسټران د اپریل په ۲۴ مه په اسلام آباد کې د مختلفو سیاسي پارټو تر منځ د همکارۍ د نښې په توګه "د پاکستان د اوبو په منشور"، چې په هيواد کې د اوبو لومړۍ پاليسي ده، باندې دستخطونه کوي. [د اطلاعاتو ډیپارټمنټ]

اسلام آباد -- شنونکي او عام خلک وايي، په راتلونکې میاشت کې د واک د سوله ايزې منتقلۍ په اړه د پاکستان د مخالفو سیاسي پارټو ترمنځ خبرې اترې په هیواد کې د جمهوريت لپاره ښه پایلې لري.

وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د اپوزيشن د پارلمان غړی سيد خورشيد شاه د مۍ په مياشت کې د حکومت د مودې د ختميدو نه مخکې په دې مياشت کې له يو بل سره ليدنه وکړه، چې د اکتوبر په مياشت کې د انتخاباتو نه مخکې نګران حکومت جوړ کړي او د ۲۰۱۸-۲۰۱۹ کال لپاره په بجټ باندې موافقه وکړي.

عباسي د پاکستان مسلم لیګ نواز (پي ايم ايل-اين) غړی دی، په داسې حال کې چې شاه د پاکستان پیپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر دی.

که څه هم دا ډول همکاري په نورو جمهوريتونو کې يوه عامه خبره وي، خو دا په پاکستان کې ډيره کمه ده. پاکستان هغه هیواد دی چې د دې په ۷۱ کالو تاريخ کې په نيم دور باندې ديکتاتورانو حکومت کړی دی او د درې بغاوتونو سره مخامخ شوی دی.

د پاکستان امنیتي کارکوونکي چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې ووټ ورکونکي د تیر سپتمبر په ۱۷ مه په لاهور کې په ضمني انتخاباتو کې د ووټ ورکولو لپاره په قطار کې ولاړ دي. [عارف علی/ای ايف پي]

د پاکستان امنیتي کارکوونکي چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې ووټ ورکونکي د تیر سپتمبر په ۱۷ مه په لاهور کې په ضمني انتخاباتو کې د ووټ ورکولو لپاره په قطار کې ولاړ دي. [عارف علی/ای ايف پي]

په راتلونکي میاشت کې د واک منتقلي به د پاکستان په تاريخ کې دوهم ځل وي چې يو ټاکل شوی حکومت خپل دور بشپړ کړي.

د ودې او زغم زیاتوالی

په اسلام آباد کې د څيړنې او د امنیت د مطالعاتو مرکز (سي آر ايس ايس) ايګيزيکيټو ډايريکټر امتياز ګل پاکستان فارورډ ته وویل، جمهوريت پاکستان ته توان ورکړی چې په ډېرو برخو کې کاميابۍ ترلاسه کړي لکه د ترهګرۍ سره مبارزه، په سياسي سيسټم باندې باور رامنځته کول او يوه زياته آزاده ټولنه او جمهوري کلتور رامنځته کول.

هغه وويل، د تروریزم په پیښو کې د پام وړ کمې راغلی دی، او په سیاست او ټولنه کې د تاوتریخوالي کچه هم راټيټه شوې ده.

احمد بلال محبوب، چې په اسلام آباد کې په پاکستان کې د قانون د پراختیا او شفافیت انسټیټیوټ صدر دی، په زغم کې زیاتوالي ته اشاره وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د جمهوريت فوري اثر دا دی چې سیاسي زغم وده کوي." "د ۱۹۷۰، ۸۰ او ۹۰ په عشرو کې، حکومت نه يوازې د اپوزيشن پارټو عامې غونډې نه وې برداشت کړې، بلکې د واک د منتقلۍ لپاره يې خبرې اترې هم نه وې کړې."

نورو شنونکو په پاکستان کې د جمهوريت او اقتصاد ترمنځ مثبته اړیکه په ګوته کړې ده.

ظفر محمود، چې د اقتصاد کارپوه او په اسلام آباد کې د ساینس او ټکنالوجۍ په ملي يونيورسټۍ کې د فيکلټۍ غړی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په لومړیو دریو کلونو کې [په ۲۰۰۸ کال کې د جنرل پروېز مشرف د آمريت د اختتام نه وروسته]، موږ د پاکستان په مجموعي کورني محصول (جي ډي پي) کې لږ پرمختګ لیدلی و." "خو په ۲۰۱۵ کال کې د ۴.۱٪ او په کال ۲۰۱۶ کې د ۵.۳٪ په پرتله په ۲۰۱۸-۲۰۱۷ کال کې په جي ډي پي کې ۵.۸٪ وده لیدل شوې ده."

ويره په باور کې بدلول

په پاکستان کې د ژوند د ټولو طبقو نارينا او ښځې وايي چې په سیاسي سیسټم باندې باور په تیرو وختونو کې د ويرې ځای اخيستی دی.

کلیم خان، ۴۶ کلن، چې په اسلام آباد کې د يو هوټل خاوند دی، وويل، "ماته ياد دي چې د ۱۹۹۰ په عشره کې پي پي پي او پي ايم ايل-اين له یو بل سره موافقه نه کوله او د مسلو او د جمهوريت د راتلونکي په اړه د خبرو اترو پر ځای د یو بل د حکومتونو په ختمولو کې بوخت ول."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې نتيجه بې ثباتي وه او په پای کې د جنرل مشرف د آمريت دور و چې د ۲۰۰۸ کال پورې جاري و."

محمد زبير، ۲۸ کلن، چې په وهاړي ډسټرکټ، اسلام آباد کې يو استاد دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زه يو ماشوم وم، کله چې به ما د آمريت په اړه خبرې اورېدلې، او وروسته د [مشرف] د ويرې له کبله ما به په سياسي غونډو کې برخه نه اخيستله. "خو نن موږ د داسې غونډو نه خوند اخلو."

په اسلام آباد کې د امنیتي چارو شنونکي، لفټننټ جنرل (ریټايرډ) طلعت مسعود پاکستان فارورډ ته وویل، "د خلکو د مقاومت له امله هیڅوک نه شي کولی چې د پاکستان د پرمختګ مخه ونيسي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه ليک.

ځواب